کابل /تو: رخم د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وایي چې د یوې ورځې په ترڅ کې یې د هېواد له بېلابېلو سرحدي لارو څخه په جبري ډول راستنېدونکو زرګونو افغان کډوالو ته بېلابېلې مرستې برابرې کړې دي
د یاد کمېسیون د سهشنبې د ورځې په کاري راپور کې، چې د ۱۴۴۷هـ ق د ربیعالاول ۲۵مې او د ۱۴۰۴هـ ل د قوس ۲۵مې نېټې سره سمون خوري، ویل شوي چې کډوال د هرات له اسلامکلا، د نیمروز له ورېښمو لارې، د کندهار له سپین بولدک، د ننګرهار له تورخم او د هلمند له بهرامچې هېواد ته راستانه شوي دي
د راپور له مخې، د هرات د اسلامکلا له لارې ۲۲ کورنۍ چې ۸۶ غړي یې لرل، ثبت شوې او له دغو کورنیو سره ټولټال ۱۶۲ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې ده
په نیمروز ولایت کې د ورېښمو له لارې ۵۵ کورنۍ له ۱۹۴ غړو سره، او همداراز ۱۴۶۶ تنه مسافر هېواد ته راستانه شوي دي. له دوو کورنیو سره ۱۸ زره افغانۍ مرسته شوې، ۸۳۱ راستنېدونکو ته روغتیايي خدمات وړاندې شوي، دوه سیمکارتونه وېشل شوي او د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې او ټولنیزو موضوعاتو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شوی دی
په کندهار کې د سپین بولدک له لارې ۲۳۱ کورنۍ چې ۱۳۱۰ غړي یې لرل، ثبت شوې دي. له دې ډلې ۷۰ کورنۍ کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او کابل ته لېږدول شوې، چې د لېږد لګښت یې ۶۲۱ زره او ۵۰۰ افغانۍ وو. همدارنګه ۲۲۱ کورنیو ته ټولټال ۱۸ لکه او ۷۶ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوې ده. په دې سیمه کې ۲۸۶۹ وخته ډوډۍ او اوبه وېشل شوې او ۲۴۹ وړیا سیمکارتونه د اړیکو او انټرنېټ له بستو سره یوځای کډوالو ته ورکړل شوي دي
د ننګرهار په تورخم کې ۵۳۹ کورنۍ چې ۲۸۳۲ غړي یې لرل، ثبت او بایومېټریک شوې دي. له دې ډلې ۲۱۵ کورنۍ ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته لېږدول شوې او ۸۸۶ زره او ۴۰۰ افغانۍ د ترانسپورټ په برخه کې ورکړل شوې دي. همدارنګه ۲۸۴ کورنیو ته ۲۳ لکه او ۵۶ زره افغانۍ مرسته شوې او ۶۱۷ وړیا سیمکارتونه د عمري کمپ په دننه کې وېشل شوي دي. دلته هم د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره شوي دي
په هلمند ولایت کې د بهرامچې له لارې ۹۰ کورنۍ چې ۵۰۴ غړي یې لرل، هېواد ته راستنې شوې دي. له دې ډلې ۵۵ کورنۍ لښکرګاه او ګرمسېر ته لېږدول شوې او د لېږد لګښت یې ۷۳۷ زره افغانۍ و. همدارنګه ۵۹ کورنیو ته ۴۹۸ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوې ده
بلخوا، له کابل څخه ۳۱۲ کورنۍ چې ۱۷۸۲ غړي یې لرل، کندوز، بلخ، بدخشان، غزني، خوست او ننګرهار ته په خوندي ډول لېږدول شوې دي، چې د ترانسپورټ ټول لګښت یې ۱۲ لکه او ۵۴ زره او ۹۰۰ افغانۍ ښودل شوی دی
د کمېسیون د عمومي شمېرو له مخې، په یادې ورځې کې ۹۳۷ کورنۍ له ۴۹۲۶ غړو سره ثبت شوې، ۶۵۲ کورنۍ له ۳۶۶۴ غړو سره لېږدول شوې، ۵۸۸ کورنیو نغدي مرستې ترلاسه کړې او ۸۶۸ سیمکارتونه په بېلابېلو سیمو کې وېشل شوي دي د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وایي چې دا همغږي شوې هڅې د دې لپاره ترسره کېږي څو راستنېدونکو کډوالو ته د باعزته راستنېدو، لنډمهاله مېشتېدنې او بېرته ټولنې ته د ورګډېدو زمینه برابره شي، په داسې حال کې چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو جبري ستنول دوام لري