تازه خبرونه

د پیښور آرمي پبلک سکول  خونړۍ پیښه: نن ی  ۱۱ کاله پوره شو

په نن ورځ ۱۶دسبمر کال ۲۰۱۴ ترهګرو د پیښور په آرمي ښوونځي برید وکړو او له ۱۴۰ زیات ماشومان او زده کوونکي ی په ډیر بې دردۍ شهیدان کړل

1 min read

د امنیتي چارواکو ترمخه د آرمي سکول پیښور ترهګریز پیښه په افغان خاوره پلان شوې وه او د معصومو زده کوونکو ماشومانو وینې ی توی کړې وې

د پيښور آرمي سکول خونړي پیښې ورځ مناسبت د پاکستان وزیراعظم او صدر هم ځانګړي پیغامونه خپاره کړي دي او د شهیدانو قرباني ی په درنو ټکو کې ستایلې ده (فایل فوټو: په ۱۶دسمبر کال ۲۰۱۴ د پیښور آرمي پبلک سکول یوه ودانۍ)

December 16, 2025

د آرمي پبلک سکول پېښور د خونړې پیښې  د ۱۱مې کلیزې په مناسبت د معصومو شهیدانو د بې ساري قربانیو او د ترهګرۍ پر ضد د امنیتي ځواکونو د قربانیو ته د عقیدت پیرزوینې وړاندې شوې

د کلیزې په موقع یو ځل بیا د هغو ماشومانو، استادانو او د امنیتي ځواکونو د سرښندنو یاد تازه شو، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د وطن د دفاع په لاره کې یې سترې قربانۍ ورکړې۔ د دې سانحې وروسته د ترهګرو پر ضد عملیاتو کې چټکتیا راغله، چې پکې د پام وړ د ضربِ عضب عملیات، د اعدام سزا بحالي او د پوځي محکمو جوړېدل شامل وو

نن د آرمي پبلک سکول پېښور له سانحې ۱۱ کاله تېر شوي، خو د ۲۰۱۴ کال د دسمبر ۱۶مه هغه توره سهار لا هم د ملت په حافظه کې تازه زخم دی دا یوازې پر یوې ودانۍ یا تعلیمي ادارې برید نه و، بلکې دا د پاکستان پر راتلونکي، علم او انسانیت یو سوچ شوی او وحشیانه برید و۔ په دې ترهګریز برید کې ۱۳۲ معصوم زده کوونکي، استادان او د ښوونځي کارکوونکي په ګډون ټول ۱۴۷ کسان شهیدان شول۔ هغه ماشومان چې د کتاب او قلم سره ښوونځي ته تللي وو، د ظالمانو ترهګرو د  برید ښکار شول

د پیښور آرمي پبلک سکول پیښې پس منظر

په ۲۰۱۴ کال کې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد په یوه اوږده جګړه بوخت و۔ په پخوانۍ فاټا کې د سخت دریځو پر ضد پوځي عملیات روان وو، نو ځکه ترهګرو د دولت د عزم د کمزورې کولو لپاره اسانه هدفونه وټاکل۔ د آرمي پبلک سکول برید د همدې وحشیانه سوچ څرګندونه وه، چې هدف یې ویره، وحشت او بې ثباتي خپرول وو۔ د همدې موخې لپاره ترهګرو د ۲۰۱۴ کال د دسمبر په ۱۶مه شاوخوا لس نیمې بجې د آرمي پبلک سکول ودانۍ ته ننوتل۔ هر خوا د ډزو غږونه خپاره شول۔

هغه اډیټوریم، چې د قوم راتلونکی پکې ناست و، د بریدګرو اصلي هدف و،وروسته څېړنو څرګنده کړه چې دا عناصر په افغانستان کې روزل شوي وو او هدف یې یرغمل نیول نه، بلکې د انساني ژوند تباهي او ګډوډي خپرول وو، تر څو د ملت حوصلې کمزورې کړي او پاکستان دې ته اړ کړي چې د ترهګرۍ پر ضد خپله پالیسي بدله کړي

د امنیتي ځواکونو پر وخت اقدام

د پېښې له خبر سره سم، پاک پوځ او نور امنیتي ځواکونه سمدستي سیمې ته ورسېدل۔ د سپېشل سروسز ګروپ   کمانډوز په ډېره مېړان هسره عملیات پیل کړل۔ ترهګر یو په بل پسې ووژل شول او د آرمي پبلک سکول استاذان او ماشومان خوندي ځایونو ته ولېږدول شول۔ د ایس ایس جي سرتیرو پر وخت اقدام سلګونه قیمتي ژوندونه وژغورل۔ د امنیتي ځواکونو دا کار د ټول هېواد له لوري وستایل شو او د یوې سترې فاجعې د پراخېدو مخنیوی وبلل شو۔

خونړې پیښه او ملي یووالی

د آرمي پبلک سکول سانحه د پاکستان د ترهګرۍ ضد تګلارې لپاره یو پرېکنده پړاو وګرځېد۔ له دې وروسته د ترهګرو پر ضد اقدامات لا چټک شول۔ پکې د ضربِ عضب عملیات، د اعدام سزا بحالي او د ۲۱م آئیني ترمیم له لارې د پوځي محکمو جوړېدل شامل وو۔ وروسته د ردالفساد عملیاتو له لارې په ټول هېواد کې د ترهګرۍ شبکې له منځه یووړل شوې، چې ورسره د امن و امان حالت کې څرګنده ښه والی راغی او د ریاست واکمني ټینګه شوه

د صدر پاکستان ځانګړې پیغام

د دې موقعې په مناسبت ولسمشر آصف علي زرداري په خپل پیغام کې وویل چې ملت نن د هغو معصومو ماشومانو او استاذانو  یاد تازه کوي، چې د ۲۰۱۴ کال د دسمبر ۱۶مې په وحشیانه برید کې یې د خپل ځان  قربانۍ ورکړې۔ نوموړي وویل چې د شهیدانو قربانۍ موږ ته دا درس راکوي چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې څومره درنه بیه ورکړې ده۔ ټول قوم د اغېزمنو کورنیو د صبر او زغم ستاینه کوي

د وزیراعظم  شهباز شریف پیغام

وزیراعظم شهباز شریف وویل چې د آرمي پبلک سکول سانحه د ټول ملت لپاره یوه سخته ازموینه وه، چې موږ یې په غم کې ډوب کړو، خو د ترهګرۍ پر ضد یې زموږ عزم لا پیاوړی کړ۔ هغه وویل چې د معصومو شهیدانو قربانۍ به هېڅکله ضایع نه شي او د ترهګرۍ بشپړ له منځه وړل به د هغوی لپاره تر ټولو ستر درناوې او ددوی د قربانیو ستاینه وي

د شهیدانو د یاد مراسم د شپاړلسم دسمبر دې خونړې ورځې په  موقع په ټول هېواد کې د شهیدانو د لوړو درجو لپاره ځانګړي مراسم ترسره شول۔ په تعلیمي ادارو کې د ترهګرۍ پر ضد د پوهاوي کمپاینونه هم پیل شول۔ د آرمي پبلک سکول سانحه نن هم دا حقیقت راپه ګوته کوي چې ترهګري یوازې ژوند نه اخلي، بلکې د خلکو هیلې او خوبونه هم په وینو سرې کوي خو دا المیه دا اعلان هم دی چې پاکستان د یووالي، قربانۍ او نه ماتېدونکي عزم له لارې د ترهګرۍ پر وړاندې کلک ودرېدلی او دا جګړه لا هم په هر محاذ روانه ده

د پیښور آرمي پبلک سکول هغه شهیدان ماشومان او استاذان چې له ترهګرو لوري شهیدان کړې شول

نورخبرونه: نوي ژوند تنظیم د آرمي پبلک سکول پیښور شهیدانو په یاد کې دستوره

Related Articles

د افغانستان طالب چارواکو لوري په دې هیواد کې د تعلیم نظام په اړه دی نیشنل انټرسټ خبرداری ورکوي چې د طالبانو ستراتیژي له القاعده او داعش سره ورته والی لري

December 16, 2025

سونیا نواز د ایس ډي اي او ډیره اسماعیل خان او ثمینه شهناز د پهاړ پور ایس ډي اي او په توګه د دندې ترسره کولو چارج واخستلو

December 16, 2025

د نوي ژوند ادبي، کلتوري او فلاحي تنظیم اسلام‌اباد د پیښور آرمي سکول شهيدانو په یاد کې ۱۱مې کليزې په مناسبت یوه درنه مشاعراه او ادبي دستوره تابیا کړې وه

December 16, 2025

ددې خبرې تاید شوې دې چې د اسټریلیا په بونډي ساحل د یهودیانو پر مذهبي مراسمو برید کوونکې ساجد له هند څخه وو او د هند په پاسپورټ ی فلپاین ته سفر هم کړې وو

December 16, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *