...

اسټریلیا کې په یهودیانو حمله کوونکې پلار له هند څخه دې

ددې خبرې تاید شوې دې چې د اسټریلیا په بونډي ساحل د یهودیانو پر مذهبي مراسمو برید کوونکې ساجد له هند څخه وو او د هند په پاسپورټ ی فلپاین ته سفر هم کړې وو
په ۱۴م دسمبر د اسټریلیا بونډي ساحل کې ، د راپور ترمخه یو له هند پاسپورټ لرونکي پلار او زوی د یهودیانو پر غونډه ډزې وکړې

په رسنیو کې له چارواکو تاید شوي یو راپور ترمخه د اسټریلیا په بونډی ساحل برید کوونکې ساجد هندي وګړې وو ځکه هغه د هند پاسپورټ درلود ، د هغه زوی اسټریلیا پاسپورټ درلود (فایل فوټو: په انځور کې ۲۴کلن برید کوونکې د ساجد زوی نوید اکرم دې)

د اسټریلیا په بونډي ساحل باندې پر ۱۴م دسمبر  د هیوایانو پر مذهبي مراسمو یو خونړې برید ترسره شو چې په پایله کې ۱۲دولس کسانو او بیا وروسته د مړو شمیره  تر ۱۶ شپاړسو پورې کسانو ورسیدله ،  ژوند له لاسه ورکړو

چې په کومه ورځ دا برید وشو نو په رسنیو داسې راپورونه او خبرونه خپاره شول چې برید کوونکې پاکستانې وو خو وروسته بیا دا د هند او افغان رسنیو له لوري د درواغو یوه پروپیګڼده ثابته شوه او دا ی بې اساسه او د درواغو خبر وګرځول چې برید کوونکي پاکستاني وو

 ساجد هند څخه وو او د هند پاسپورټ ی درلودل

د ساجد او نوید اکرم د قومیت په اړه بحث  له برید وروسته ډیر تود وو ، نن د سه شنبې په ورځ د بي بي سي رپورټ ترمخه په مانیلا کې چارواکو له بي‌بي‌سي سره په خبرو کې دا خبره تایید کړه چې ۵۰ کلن ساجد اکرم په وروستیو کې به هندي پاسپورټ باندې او د هغه زوی د اسټرالیایي پاسپورټ باندې فلپاین ته سفر کړې وو

په رسنیو خپور دا راپور څرګندونه کوي  او نړي ته ی ور په ګوته کوي چې په ترهګرۍ کې یوازې د پاکستان هیواد وګړي نه دي ککړ، ترهګري یوه نړیواله ستونزه او شخړه ده او  هند هم هغه هیواد دې چې وګړي ی په نړیواله کچه په ترهګرۍ کې ککړي دي

دا هم باید یادونه وشی چې نړي ته معلومه ده چې پاکستان له ترهګرۍ څخه بداغیزمن شوې هیواد دې او په دې دو لسیزو کې ی ترپنخوس زره زیات وګړي د ترهګرۍ ښکار شوي دي خو پاکستاني ځواکونه په میړانه د ترهګرو او ترهګرۍ پر ضد جنګ ته دوام ورکړې دې

دا هم باید یادونه وشی چې هند او افغان رسنۍ  چې چرته هم ترهګریزه پیښه وشي نو پړه ی پر پاکستان او پاکستاني وګړو اچوي خو له اسټریلیا بونډي ساحل پیښې څخه ثابته شوه چې هند هم په نړیواله کچه په ترهګرۍ خپرولو کې رول لري او په نړي کې ی وګړي ترهګریز بریدونه کوي

د بي بي سي راپور ترمخه د مانیلا څخه د ورما سمونټې په حواله، فلپایني  چارواکو ویلي دي چې دواړه بریدګر د ۲۰۲۵ کال د نومبر په لومړۍ نېټه فلپاین ته داخل شوي وو او د نومبر په ۲۸مه یې هېواد پرې ایښی وو

د اسټرالیا ټلوېزیوني چینل اې بي سي نیوز تر دې خبري غونډې وړاندې د امنیتي سرچینو له قوله ادعا کړې وه چې ساجد او نوید اکرم د پوځي طرز روزنې د ترلاسه کولو لپاره فلپاین ته تللي وو، خو د فلپاین پوځ ویلي دي چې دوی دا مهال نشي کولی په سمدستي ډول دا معلومات تایید کړي چې ایا دواړو بریدګرو په رښتیا هم پوځي روزنه ترلاسه کړې وه او که نه

د پاکستان پر ضد د هند او افغان رسنیو پروپیګنډه درواغ شوه

دلته ددې خبرې باید یادونه وشی چې پر بونډی ساحل د یهودیانو پر مذهبي غونډه د هند پاسپورټ لرونکي وګړي له لوري برید وروسته د هند او افغان رسنیو  د پاکستان پر ضد پروپیګڼده درواغ ثابته شوه او وس رسنیو دا تاید کړه چې په بونډي ساحل برید کوونکې یو تن له هند او بل اسټریلیا څخه وو

دا هم باید یادونه وشی چې په ۱۴ دسمبر په بونډي ساحل د یهودیانو پر مذهبي مراسمو د بریدګرو پېژندنه د ۵۰ کلن ساجد اکرم چې د هند پاسپورټ ی درلودل  او د هغه د ۲۴ کلن زوی نوید اکرم په نومونو شوې ده۔  د پولیسو د ځوابي ډزو  پر مهال ساجد اکرم په هماغه د پېښې په ځای کې ووژل شو، خو نوید اکرم په ټپي حالت کې ونیول شو

نورخبرونه: اسټرالیا سډني کې پر یهودانو خونړی برید: د مړو تعداد ۱۶ ته رسیدلې

په اسټریلیا کې د بونډي ساحل د ډزو پېښه: د پاکستاني وګړي د لاس لرلو ادعاوې ناسمې ثابتې شوې

Related Articles

په بلوچستان کې چارواکو د ښځینه ځانمرګي برید پلان شنډ کړ، چې د بی ايل اي د استحصال او د نجونو په هدف د افراطي جذب څرګندوي

March 19, 2026

د طالبانو مشر د اختر لمونځ پر مهال زړور څرګندونې وکړې، پاکستان د امنیتي اندېښنو له امله د عملیاتو لنډمهاله وقفه اعلان کړه

March 19, 2026

د بلوچستان په برخه کې د فرزانه زهري د جبري ورکیدو ادعاوې اندېښنې راپورته کړي، په داسې حال کې چې د احتمالي ناوړه معلوماتو د کمپاینونو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی

March 19, 2026

د پاکستان ضد حسابونه د تولسي ګبارډ خبرې غټوي، د توغندیو پروګرام ناسم ښيي او په نړیواله کچه غلط تصورونه خپروي

March 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Seraphinite AcceleratorOptimized by Seraphinite Accelerator
Turns on site high speed to be attractive for people and search engines.