تازه خبرونه

لنډي کوتل کې امن کرکټ ټورنامنټ: فاینل لوبه کې وسیم کرکټ کلب انصاف کرکټ کلب ته ماتې ورکړه

لنډي کوتل کې د فاینل سیالۍ په موقع راجوړې شوې غونډې پر مهال چیرمین ګل زمین شینواري اوویل چې د سیالیو راجوړولو مقصد مو دادې چې ځوانان له نشې او غلطو کارونو څخه لرې وساتو
په لنډي کوتل کې د لوبو سهولتونو خو نشته خو د سهولتونو نشتوالي باجود ددې سیمې لوبغاړي له صلاحیتونو ډک دي او خپلې هڅې ی جاري ساتلې دي

د لنډي کوتل سیمه د لوبه حواله ډیره زرخیزه ده، قامي کرکټ ټیم ته ی شاهین شاه افریدي په څیر تکړه لوبغاړې ورکړې دې

لنډي کوتل: د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې که یو اړخ ته ترهګریز بریدونه زیات شوي خو بل اړخ ته پاک افغان سرحد تورخم سره نزدې د لنډي کوتل په سیمه کې د مقامي حکومتونو له لوري د امن په نامه د کرکټ سیالۍ راجوړې شوي دي

د ضلع خیبر په تحصیل لنډي کوتل کې د مقامي حکومتونه په مرسته د کرکټ په سیالیو کې د هر وي سي،  ویلج کونسل لوبغاړي برخه اخلي

وړمه ورځ د مختارخیلو وي سی ۱۰ کې د کرکټ سیالیو فاینل لوبه د دو ټیمونه  وسیم کرکټ کلب او انصاف کرکټ کلب ترمنځ وشوه

په فاینل لوبه  کې انصاف کرکټ کلب مخالف ټیم ته د ۱۲۴ منډو هدف ورکړو کوم چې وسیم کرکټ کلب په آخري اوو کې پوره کړو او د امن کرکټ سیالیو فاینل لوبه ی وګټله

رسنیو سره خبرو کې د وي سي ۱۰ چیرمین ګل زمین شینواري اوویل چې دوی له مقامي حکومتونو څخه ځانګړې مننه کوي چې د سیمې ځوانانو لپاره ی د کرکټ دا سیالۍ سپانسر کړې

  هغه اوویل چې لوبې د لوبغاړو ،په ځانګړي ډول ځوانانو لپاره ډیرې  ګټوري وي ځکه لوبو سره ځوانان د غلطو کارونه څخه بچ کیږي

نوموړي اوویل چې لوبې ځوانان له نشې څخه بچ کوي او ددوی پر جسم ډیر ښه اثر کوي

نوموړي له مقامي حکومتونو مشرانو څخه ځانګړې مننه وکړه چې قبایلي سیمو کې ی دا دا سیالۍ سپانسر کړې او غوښتنه ی وکړه چې باید دوی دا سیالۍ تابیا کول جاري وساتي چې ځوانان په مثبتو کارونو کې بوخت وي

ددې سیمې یو بل تن او د پاکستان تحریک انصاف ګوند ځوان مشر رحمان ګل شینواري اوویل چې د پاکستان په تاریخ کې دا لومړې ځل دې چې په قبایلي سیمه لنډي کوتل کې د لوکل ګورنمنټ لوري دا سیالۍ راجوړې شوي دي

هغوی اوویل چې دې سیالیو سره به ځوانانو ته دا موقع په لاس راشي چې دوی د خپل صلاحیتونو مظاهره وکړي او دې سره به په سیمه کې نوې ټیلنټ هم مخې ته راشي

نوموړي اوویل چې ددې سیالیو په اړه راجوړ شوي میټنګ کې دوی په خپله هم موجود وو او زیاته ی کړه چې دې سیالیو په اړه خلک غلطه پروپیګنډه کوي خو داسې نه ده او ټولو لوبغاړو ته د سپورټس یونیفارم ورکړل شوې دي،په ښه لوبه ورته انعامونه ورکړل کیږي او لوبغاړو ته بشپړ سهولتونو هم ورکړل شوي دي

Related Articles

د الاقصی جومات تړل د مذهبي آزادۍ او نړیوالو اصولو خلاف غندل شوي

March 12, 2026

په امریکا کې د نړیوالې جګړې یادګار کې د یوې ویډیو رقص خپرېدو وروسته، د هند اصلي ټیک کارکوونکي پر ضد غبرګونونه رامنځته شوي او د ایستلو غوښتنې راپورته شوې، ځکه امریکایي چارواکي دغه پېښه څېړي

March 12, 2026

**امریکا خپلو وګړو ته خبرداری ورکړ: په طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د نیولو خطر شته او د سفر بندیز جاري دی

March 12, 2026

د طالبانو یو دیني عالم د پاکستان پر ضد فتوا صادره کړې، چې له امله یې د سرحدونو پورې غاړه د وسله‌وال فعالیتونو او د سیمې د بې‌ثباتۍ په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي

March 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *