د ایران لهخوا په تهران کې د افغانستان په تړاو د یوې سیمهییزې غونډې په کوربتوب سره، سفارتی پوهان وایی د دې بنیادی مقصد دادی چې تهران د افغانستان د روانو سیاسي او امنیتي ستونزو د حل په برخه کې په سیمهییزه کچه خپل نفوذ او رول پیاوړی کړي
سیاسي څارونکي وایي کله چې امریکایی پوځ په افغانستان کی میشت وو هغه وخت هم ایران له طالبانو سره په یوه ګډ درک کې شریک و، چې تر ټولو مهم تمرکز یې د امریکايي ځواکونو وتل وو. په هغه وخت کې ایران هڅه کوله چې حتی د دوحې له تړون پرته هم امریکا له افغانستانه د وتلو پرېکړې ته وهڅوي.
خو اوس مهال چې له یوې خوا امریکا له سیمې وتلې او له بلې خوا د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي، ایران دا حالت یو مناسب فرصت بولي چې د افغانستان په تړاو خپل دریځ پیاوړی او ځان د سیمې یو مهم لوبغاړی معرفي کړي
د پوهانو وینا ده چی ایران ښايي دا هڅه هم ولري چې د طالبانو او د هغوی د ځینو سیاسي مخالفینو ترمنځ د سیاسي جوړجاړي لپاره زمینه برابره کړي. او دا چی تهران تل د افغانستان د اوږدمهاله ثبات لپاره پر یو ټولګډونه حکومت ټینګار کړی دی
خو د شنونکو په وینا دا عمومي ارزونه هم شته چې د تهران غونډه به د پام وړ عملي پایلې ونه لري، ځکه چې له لوېدیځ سره د ایران اړیکې ترینګلې دي او تر ټولو مهمه دا چې طالبان په دې غونډه کې ګډون نه لري
سیاسي شنونکي وایي، د طالبانو د نه ګډون یو لوی دلیل دا کېدای شي چې هغوی نه غواړي د افغانستان اړوند مسایل د سیمې یا نړۍ په کچه د یوې نړیوالې موضوع په توګه اوکتلی شي او ورباندې پراخه بهرنی بحث وشي
کارپوهان ټینګار کوي چې که د افغانستان اوسني ستونزې او اندېښنې د هېواد دننه د ملي افهام و تفهیم او سلا مشورو له لارې، او پرته له ځنډه حل شي، نو دا به یوه طبیعي او دوامداره حل لاره وي
پوهان دا ګنړی چی نه به د بهرنیو نسخو اړتیا پاتې شي او نه به د هغو لپاره پلمه موجوده وي، کومې چې ډېری وخت د بهرنیو لوبغاړو د خپلو ګټو پر بنسټ وړاندې کېږي
د شنونکو په باور، د یو متحد، خپلواک او دایمي ثبات لرونکي افغانستان رامنځته کېدل به د سیمې له هېوادونو سره د متقابلو همکاریو پراخ فرصتونه برابر کړي، چې دا به د ټولو علاقایی هېوادونو په ګټه وی او که داسی اونه شی نو امکان لری افغانستان په علاقایی سطح یوازی پاتی شی