اسلاماباد : پاکستان د امریکایی فارن پالیسي مجلې په هغه وروستي رپورټ رد کړی په کوم کی چی ادعاوې شوی چې ,,د پاکستان ۲۷م اساسي ترمیم د دې هېواد ایټمې کمانډ ګډوډوي
پاکستاني چارواکو دغه تحلیل ناسم، ګمراه کن او بېځایه وېروونکی بللی او ویلي یې دي چې دا د پاکستان د ایټمې کمانډ او کنټرول جوړښت په ناسم ډول انځوروي
د پاکستان پارلمان په وروستو کی د پاکستان په اساسي قانون کی ۲۷م ترمیم کړی وو چی پکی ی د پاکستان په پوځ کې انتظامی اختیارات بدل کړي
چارواکي وایي چې یاد مطلبي معلومات په انتخابي ډول تفسیر کړي او محدود اداري بدلونونه یې په داسې ډول وړاندې کړي چې د پاکستان د اټومي پروګرام د ثبات او څارنې په اړه بېاساس اندېښنې پیدا کوي. د هغوی په وینا، د پاکستان اټومي کمانډ لا هم پیاوړې، روښانه او بشپړ ملکي واک تر چتر لاندې ده
د پاکستان د ایټمی نظام په محور کې د ملي کمانډ اداره ،این سي اې ده چې مشري یې د وزیراعظم پر غاړه ده او په ټولو ایټمی ټکنالوژیو، سیسټمونو او پالیسیو بشپړ او ازاد واک لري
په دې اداره کې د بهرنیو چارو، دفاع، مالیې او کورنیو چارو وزیران، د ګډو ځواکونو د لوی کمېټې مشر، د پوځ، سمندري ځواکونو او هوايي ځواک مشران، او د ستراتېژیک پلانونو د څانګې مشران شامل دي چې د ادارې د منشي په توګه دنده ترسره کوي
چارواکو زیاته کړه چې که څه هم د ۱۹۹۸ کال راهیسې د سي جې سي ایس سي او ډي جي ایس پي ډي دندې ډېری وخت د پوځ افسرانو ته سپارل شوې، خو د پاکستان درېګوني پوځي جوړښت د تری-سروس تل دا باوري کړې چې د هوايي ځواک او سمندري ځواکونو نظرياتي او عملیاتي ونډه د ایټمی ځواک په مواثره فعالیت اډانه ده. د دوی په وینا، همدا شمولیت د بشپړ سپېکټرم مخنیوي د اصولو سره سم یو مضبوط دریځ رامنځته کړی دی
چارواکي وایي چې د ملي کمانډ د ۲۰۱۰ کال قانون لپاره د ۲۷م اساسي ترمیم اغېزې تر ډېره اداري بڼه لري. د دغه ترمیم له مخې نوي جوړ شوي انتظامی عهدی لکه د دفاعي ځواکونو مشر سي ډي ایف او د ملي ستراتېژیک قوماندې قومندان سي این ایس سي شامل دی
د چارواکو په وینا دا بدلونونه د اټومي پرېکړو پر ملکي واک هېڅ اغېز نه لري او نه هم هغه میکانېزمونه بدلوي چې له لارې یې ستراتېژیکې پرېکړې عملي کېږي. برعکس، د سي ډي ایف او سي این ایس سي معرفي کول به د ځواکونو ترمنځ همغږي، بنسټیزه یو والی او د ستراتېژیک پلان جوړول لا نور هم پیاوړی کړي د چارواکو په وینا، دا اصلاحات د پاکستان د ستراتېژیک قوماندې جوړښت لا مسلکي کوي او د هېواد د مخنیوي تګلارې باور، ثبات او دوام په وړاندې بيايي . هغوی زیاتوي چې د پاکستان اټومي پرېکړهکول لا هم منسجم، راتلونکې ته متوجه او د ملي امنیت له اهدافو سره بشپړ سمون لري، چې د فارن پالیسي په یاد شوي تحلیل کې یې ناسم انځور وړاندې شوی دې