تازه خبرونه

د افغان طالبانو ضد: طالب چارواکو په  تهران کې د علاقایی استازو په  غونډه کی د  ناستې څخه انکار کړی

د افغان طالبانو له‌خوا د ځانګړو استازو په غونډه کې نه ګډون په علاقایی هېوادونو کی اندیښنی راولاړې کړي او پښتني کیږی چی ولی طالبان د ترهګرۍ په ضد، ثبات او ټولشموله سیاسي خبرو په اړه له څو اړخیز ناستی څخه ډډه کوي؟
په دې وروستیو کې ایران اعلان کړې وو چې هغوی غواړي په سیمه کې د پاکستان او افغان طالب چارواکو ترمنځ تاوترخوالي په اړه خپل فعال رول ولوبوي

پوهان وایی چې که افغان طالبان په دې مهمه غونډه کې برخه نه اخلي نو دې سره به د سیمه ایز ملکونو له لوري د افغان طالبانو حکومت په اړه اندیښنې له زیاتې شي او د افغان طالبانو په اړه به نړي باور اغیزمن شي

اسلام‌اباد/تهران :  د افغانستان د طالبانو حکومت د ځانګړو استازو په راتلونکې سیمه‌ییزه غونډه کې د ګډون څخه انکار  کړې دې

 دا غونډه  د ایران په تهران پلازمینه ښار کې ترسره کیږی  ټاکل شوې دا ناسته د ډسمبر په منځ کې په تهران کې ترسره شي

دغه پرېکړی د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د کابل د سیمه‌ییزو امنیتي خبرو او ګډ تعامل په اړه نوې اندېښنې راپارولي دي.

د افغان رسنیو  د افغانستان دبهرنیو چارو وزارت یې حواله ویلي  چی هغوی غواړي د وړاندی څخه جوړ شوی سیمیزو فورمونو څخه کار واخلي، نه  چی له نوو جوړو شویو چوکاټونو نه استفاده اوشی

 په دی غونډه کی د پاکستان، ایران، چین، روسیې او د منځنۍ اسیا د هېوادونو ځانګړي استازي ګډون کوي

د تهران غونډه د افغانستان پر وضعیت د سیمه‌ییزو سلا مشورو، امنیتي همکارۍ، بشري ننګونو او سیاسي بدلونونو د بحث لپاره پلان شوې ده

 خو د طالبانو نه ګډون د سیمه‌ییزو څارونکو له‌خوا د یو قصدي پیغام په توګه لیدل کېږي، په ځانګړي ډول په داسې حال کې چې ایران  له بېلابېلو افغان سیاسي او مخالفو ډلو سره تماسونه پراخ کړي دي

څیړونکی وایي چې دا پرېکړه ښيي طالبان د داسې هر ډول تعامل لپاره چمتو نه دي چې پکې د سیمه‌ییزو هېوادونو څارنه، له مخالفو افغان ډلو سره خبرې، او یا د ټولشموله حکومت په اړه بحث شامل وي

 دغه دریځ د ګاونډیو هېوادونو اندېښنې لا زیاتې کړې دي، په ځانګړي ډول د پولې پورې غاړې وسله‌والې ډلې او سیمه‌ییز ترهګرۍ په اړه لا نور اندیښمن شوی

د پاکستان، ایران، چین، روسیې او د منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره تر ټولو لویه اندېښنه لا هم دا ده چې وسله‌والې ډلې لکه تحریک طالبان پاکستان ، داعش خراسان   او نورې ترهګر شبکې چی  د افغانستان له خاورې فعالیت کوي

  پوهان وایی د تهران له فورمه چې پکې افغان طالبان  ګډون نه کوي  د دې فرصت له منځه وړل ګڼل کېږي چې کابل کولی شو د خپلو ګاونډیانو اندېښنو ته مستقیم ځواب ووایي او د شفافو خبرو له لارې باور رامنځته کړي

د سیمې د امنیت شنونکي خبرداری ورکوي چې دا پرېکړه به د باور کچه نوره هم راټیټه کړي او ښايي ګاونډي هېوادونه دې ته وهڅوي چې له افغانستان پرته خپل دوه‌اړخیز یا څو‌اړخیز امنیتي همغږي پیاوړې کړي، چې دا به په اوږدمهال کې کابل له مهمو سیمه‌ییزو میکانېزمونو څخه ګوښه کړي

د پاکستان له نظره، چارواکي او شنونکي ټینګار کوي چې اسلام‌اباد د ترهګرۍ پر ضد د دوامدارې سیمه‌ییزې همکارۍ ملاتړ کوي او د خبرو له لارې د ثبات د رامنځته کولو پلوي دی.

هغوی د سیمه‌ییزو فورمونو په اړه د پاکستان فعاله ونډه د کابل له اوسني دریځ سره پرتله کوي، چې لا هم د ګډو هڅو برخه نه ګرځي

څیړونکی وایي چې که افغانستان له مهمو دیپلوماټیکو پلیټفارمونو لرې پاتې شي، نو دا به د سیمې په کچه د دې هېواد پر دریځ، امنیتي رول، بشري مرستو او سیاسي عادي کېدو اوږدمهاله اغېزې ولري

د طالبانو ضدي سیاست

ایران په داسې وخت کې دا غونډه رابللې ده چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په دوحه ،استنبول او بیا په سعودي عربستان کې مذاکرات د افغان طالب چارواکو د ضدي سیاست له امامه ناکام شوي دي

کارپوهان وایی چې د افغان طالب چارواکو لپاره د ایران لوري رابلل شوې دا غونډه ډیره مهمه وه او د افغان طالب چارواکو لپاره یوه ښه موقعه وه چې خپل دریځ وړاندې کړې خو له بده مرغه افغان طالبانو په دې کې د برخه اخستلو انکار وکړو

پوهان وایی او ټینګار کوي چې د طالبانو د خوی ښایی چې دوی په سیمه کې د امن او ثبات لپاره ښه نیت نه لري ،دوی مشوره ورکوي چې باید افغان طالب دا خوی پریږدي او د سیمې ثبات لپاره خپل مثبت رول ولوبوي

Related Articles

د ځایی مشرانو ترمخه د منځني کرمې ضلعې مناتو په ضلع کې د یو هایر سیکنډرې سکول ودانۍ شته کومه چې په بیړني توګه د کیډټ کالج کلاسونو پیل کولو لپاره مناسبه ده

January 28, 2026

د افغان پروپاګنډا سوشل میډیا پاڼو باندې داسې جعلي خبر خپور شوې وو چې پکې ادعاوی شوې وه چې یو پوځي په غزی کې له منځه تللې خو دا دروغ ثابت شو

January 28, 2026

د افغانستان ډیپلوماتیک مامورنیو د شورای په یو بیان کې ویلي دي چې د طالبانو دا نوې قانون له بشري حقونو څخه ښکار سرغړونه ده

January 28, 2026

د قطر هیواد له لوري د پاکستان طب په میدان کې کارکوونکو کسانو لپاره د قطر هیواد د نوې پالیسۍ له مخې، د سي پی ایس پي فېلوشېپونه د قطر د طبي لایسنس سیسټم کې لوړې او غوره کټګورۍ ته منتقل شوي دي

January 28, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *