تازه خبرونه

خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو کې نن د باران او واورې وریدو امکان دې

پي ډي ایم اې وایی چې په قبایلي سیمو خیبر ،مومند،اورکزي، کرم، شمالي او جنوبي وزیرستان کې له نن ۱۳م دسمبر څخه د باران او واورې وریدو امکان دې
د خیبر پښتونخوا په بیله بیلو سیمو د باران لپاره ځانګړې دعاګانې او د استسقا مونځ هم شوې دې

د خیبر پښتونخوا او په قبایلي سیمو کې د ډیر وخت نه باران نه دې شوې چې له امله ی په سیمه کې سخته وچکلي او خشکي راغلې ده ( فایل فوټو ، وزیرستان، ایکسپریس نیوز)

پیښور:  د خیبر پښتونخوا پي ډي ایم اې، د قدرتي افتونو پر وړاندې د نظم او ادارې د صوبې په بیله بیلو سیمو کې د باران او واورې ریدو په اړه وړاندوینه کړې ده

د پي ډي ایم اې له مخې، د خیبر پښتونخوا په لوړو غرنیو سیمو کې د باران او د غرونو پر څوکو د واورې ورېدو امکان څرګندونه شوې ده

د احتمالي  موسمي وضعیت له امله، پي ډي اېم اې ټولو اړوندو ادارو ته  د احتیاطي ګامونه اخستلو لپاره ځانګړې لارښوونه کړې ده  

د پي ډي اېم اې په وینا، د دسمبر  ۱۳مې تر ۱۵مې پورې په چترال، دیر، سوات، شانګله، کوهستان، مانسهره، ایبټ آباد، ګلیات، هری پور، بونیر، مومند، خیبر، اورکزي، کرم او شمالي او جنوبي وزیرستان کې د باران او واورې ورېدو امکان دې

همدارنګه، په پېښور، چارسده، مردان، نوشهره او صوابۍ کې  هم د کم باران وریدو وړاندوینه شوې ده

پي ډي اېم اې خبرداری ورکړی چې د واورې ورېدو له امله په ناران، کاغان، کالام، جبوړۍ او نورو لوړو سیمو کې سړکونه ښویېدونکي کېدای شي او په دې سیمې کې ځایی خلک او سیلګري باید ډیر احتیاط وکړي

پی ډي ایم اې په بیان کې ویلي دي چې د سخت باران او واورې ورېدو له کبله د ځمکې ښویېدنې ، لینډسلایډنګ خطر زیاتېدلی شي

پي ډي اېم اې ویلي چې په میداني سیمو کې به دهند یزیات شي او د لید واټن به اغېزمن شي.

د موټروېز او لویو لارو پر سر د دهند له  امله د ټرافیک د اغېزمن کېدو امکان شته، له همدې امله له خلکو غوښتنه شوې چې په احتیاط سفر وکړي

پي ډي اېم اې ویلي چې د دوی ایمرجنسي آپریشن سنټر په بشپړ ډول فعال دی او که هر ډول ناخوښه پېښه رامنځته شي، نو خلک دې د پي ډي اېم اې پر هېلپ لاین 1700 خبر ورکړي.

د وړاندوینې له مخې، د ورځې په تودوخې درجه کې به د پام وړ کموالی راشي

پي ډي اېم اې اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې چې د اوبو د ایستلو نظامونه فعال او صفا وساتي ترڅو په ډیر باران کې سیلابي اوبه له دې ځایونو تیرې شي او زیان و نه رسوي

د خیبر پښتونخوا پي ډی ایم اې په بیان کې ویلي دي چې هغه کسان چې د سیندونو، نالیو او باراني چینو ته نږدې اوسېږي، باید چمتو ووسي ترڅو په سخت باران کې له دې باراني چینو د راختلو له زیان څخه بچ شي

پي ډي ایم اې  سیلګرو و او مسافرو ته ځانګړې سپارښتنه کړې  چې د باران او واورې ورېدو پر مهال دې له غیر ضروري سفر څخه ډډه وکړي

پي ډي اېم اې عامو خلکو ته خبرداری ورکړی چې د باران، تېزو بادونو او ږلې وریدلو پر مهال له برېښنايي ستنو، له اشتهاري لوحو او کمزورو ودانیو لرې پاتې شي ترڅو ددوی ژوند خوندي شي

همدارنګه، خلکو ته لارښوونه شوې چې د ځمکې ښویېدنې له خطرناکو سیموته غیر ضروري تګ راتګ ونه کړي

Related Articles

په کابل کې د پاکستان هوايي برید د طالبانو تړلي ترهګرې وېبپاڼې هدف ګرځولي. د طالبانو د ملکي خلکو په اړه جعلي ادعاوې د سرحدي ګواښونو دوام ښيي

March 17, 2026

سویلي افریقا په هېملټن کې په زړه پورې T20 نړیواله لوبه کې نیوزیلینډ ته ماتې ورکړه او د لړۍ وضعیت یې د دریمې پرېکړندویې لوبې دمخه برابر کړ

March 17, 2026

امریکا نړیوال متحدینو ته سپارښتنه کوي چې د جګړې بیړۍ ځای په ځای کړي، ځکه چې د ایران سره تنشونه ډېر شوي او د خلیج امنیت او د نړۍ د انرژۍ رسولو باندې اغېز کوي

March 17, 2026

د طالبانو مشر اخندزاده په خپل د اختر پیغام کې د غزې او فلسطین یادونه ونه کړه، چې دا د تیرو بیانونو په پرتله یوه مهمه بدلون ګڼل کیږي

March 17, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *