تازه خبرونه

    د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیموکې په سکولونو بریدونه: د نوي نسل راتلونکې لوی خطر سره مخ دې

کارپوهان وایي په قبایلی ضلعو کی ښونځی په بمونو الوزول د سیمه‌ییزو ټولنی له پاره اقتصادي او امنیتي زیان خبرداری ورکوي

1 min read

د خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې تازه د ترهګرۍ څپو ځایی خلک سختو اندیښنو سره مخ کړي دي

په دې وروستیو کې په یو شمیر قبایلي سیمو کې د هلکانو او جونو ښوونځي له ترهګرو لوري په بمونه الوزل شوي دي

December 12, 2025

شمالی وزیرستان/اسلام‌اباد:  د شمالي وزیرستان د ایاز کوټ په سیمه کې د یوې ابتدایي مدرسې چاودنه یو ځل بیا دا تریخ حقیقت بربنډ کړی چی د پاکستان د پخوانیو قبایلي سیمو زرګونه ماشومان لا هم له تعلیم د ګواښ سره مخ دي

 که څه هم حکومت په دې سیمو کې د جګړو له کلونو وروسته د بیارغونې،  پیاوړتیا او انضمام هڅې ترسره کړي، خو په ښوونځیو باندې بریدونه  په ځانګړي توګه د جینکو په ښوونځیو بریدونه د یوې بشپړې نسلې پرمختګ نړیدلو په اړه لوی اندیښنې او ګواښونه رامځته کوي

په  وزیرستان کی وروستي برید کې د خوشالي سیمې یوازینۍ فعاله سکول له منځه لاړ چې له امله یې د ۶۰۰ څخه ډېر زده‌کوونکي د تعلیم حاصلولو له حق څخه بې برخې شول.

 د نجونو لپاره دغه زیان څو برابره دروند دی او جګړه‌ځپلو سیمو کې کله چې ښوونځي وتړل شي، نجونې د هلکانو په پرتله ډېرې  کمه بېرته راستنېږي او سکولونو کې زده کړې پیل کوي

په خیبر پښتونخوا کی د تعلیم کارپوه پروفیسر ګل حسین وایی ,,زده کړه نه یوازی ماشومان کی شعور بیداره وی بلکه هغوی د خپل راتلونکی په حواله حوصله مند ساتي دوی زیاتوي تعلیم تر ټولو زیات جینکو دپاره مهم دی ځکه چی دوی یو نسل پالی او کله چې هم ښځې د تعلیم څخه بی برخی شی نو هغه په راتلونکی نسل منفی اغیزی پرې باسي

څیړونکی وایي په تعلیمی مرکزونو  بريدونه د وسله‌والو له لسګونو کلونو  زوړ فکر او سوچ څرګندوی

 د څیړنو تر مخه  تعلیم په وړاندې مستقیم برید  د کال ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۵ پورې وسله‌والو د سیمې په ښوونځیو د سلګونو بریدونو له لارې هڅه کوله چې حکومتی واک کمزوری کړي او خپله ایډیالوژي یا سوچ په خلقو کی خور کړي. د ډان د   ورځپانړی د راپور له مخې، یوازې په دې کلونو کې لږ تر لږه ۸۶۷ ښوونځي په نښه شوي، چې ډېری یې د نجونو ښوونځي وو

د بشري حقونو نړيوال سازمان هيومن رایټس واچ هم وايي چې د سوات په سیمه کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال (۲۰۰۷–۲۰۰۹) له ۹۰۰ د نجونو ښوونځیو څخه زیات تړل شوي وو او ۱۲۰ زره نجونې له تعلیمه  بې برخې پاتې شوې

که څه هم پاکستان د ضرب عضب، ردالفساد، او د خیبر څلور عملیاتو کې پراخ امنیتي پرمختګونه کړي، خو د پولو هغه خوا بیا راټوکېدلي شبکې، په ځانګړي ډول افغانستان کې د ۲۰۲۱ وروسته حالات، وسله‌والو ته د بیا منظمېدو زمینه برابره کړې.

د افغانستان د طالبانو له لوري د نجونو د تعلیم بندیز په سیمه کې د سخت‌دریځۍ لپاره خطرناک مثال ګرځېدلی دی او د هغې وروسته په یوازی په پاکستان کی ترهګري زیاته شوی بلکه تعلیمی ادارې یو ځل بیا د وسله والو په نښه دی

د ناپوهۍ او بې‌ثباتۍ پرله‌پسې دوره

کارپوهان وايي چې که د تعلیم پر ضد دا لړۍ دوام وکړي، د پخوانیو قبایلی سیمو راتلونکی به د څو لسیزو لپاره اغېزمن شي

د زده‌کړې دایمي زیان

هر وران شوی ښوونځی د زده‌کوونکو د کلونو زده‌کړې ضایع کوي. ډېری ماشومان ،  په ځانګړي ډول نجونې ،  بیا هیڅکله بېرته ښوونځي ته نه راګرځي. دا کار په سیمه کې د ناپوهۍ کچه نوره هم لوړه کوي

اقتصادي وروسته‌پاتې کېدل

تعلیم د عوایدو او اقتصادي پرمختګ بنیاد دی. بې‌سواده ټولنې د څو نسلونو لپاره د غربت په کړۍ کې بندېږي، چې وسله‌وال په همدې کړۍ کې وده کوي

د جنسیت توپیر زیاتېدل

کله چې د نجونو ښوونځي په نښه کېږي، کورنۍ د امنیت له وېري خپلې لوڼې له زده‌کړې منع کوي. دا د ښځو ټولنیز رول محدودوي او اقتصادي پرمختګ هم په ودروي

د دولت د واک کمزوري

د ښوونځیو په څېر د دولت د موجودیت نښې په نښه کول ولس ته دا پیغام ورکوي چې دولت نشي کولی د دوی امنیت خوندي کړي. دا کار د دولت او ولس ترمنځ بدګماني او اړیکې خرابوي

امنیتي اغېزې

بې‌تعلیمه ځوانان د سخت‌دریځو نظریاتو ښکار کېږي. تعلیم د سخت‌دریځۍ پر ضد د لومړۍ کرښې دفاع ده. هر وران شوی ښوونځی د افراطیت لپاره تشه رامنځته کوي

 اوږدمهاله ملاتړ اړتیا

سره له وېرې، ولسي خلک د تعلیم پلوي دي. د ایاز کوټ مشرانو ویلي چې ښوونځی د سیمې “یوازینی هیلې څراغ” و. دوی ټینګار کوي چې تعلیم باید دوام وکړي. خو پرته له ټینګې امنیتي ستراتیژۍ، رواني ملاتړ، او چټک بیارغونې څخه، یوازې ولسي مقاومت کافي نه دی

پاکستان د قبایلی ضلعو د انضمام وروسته د تعلیم په برخه کې مهم ګامونه پورته کړي ،  د ښوونځیو بیارغونه، د کیډیټ کالجونو پراختیا، بورسونه، او د اردو ښوونځیو شبکه.، خو وسله‌وال لا هم د دې پرمختګ د شنډولو هڅه کوي

جګړه یوازې د سیمې په خاوره نه ده — د ماشومانو په راتلونکي ده

د شمالي وزیرستان وروستۍ چاودنه یوازې یوه پېښه نه ده؛ دا د هغه اوږد فکر او سوچ جګړه  ده چې هدف یې د پخوانیو قبایلي سیمو راتلونکی نسل دی. که ښوونځي خوندي نشي، ژر بیا و نه رغول شي ، او ټولنې پیاوړې نه شي، نو سیمه  کې راروان  بل نسل د وېرې، ناپوهۍ، او وروسته‌پاتې کېدو سره مخ شي، په داسې وخت کې باید  د سیمی خلق د خپلو راتلونکو نسلونو دپاره ډال جوړ شې

نورخبرونه: ټانک کې د جونو او هلکانو سکولونو په بمونو والوځول شول

Related Articles

د پاکستان او امریکا تر منځه دفاعي اړیکی د باوری او ژورې سټرټیجیکی همکارۍ څرګندونه کوي

December 12, 2025

د پاکستان او افغان طالبانو حکومت ترمنځ د روان کړکیچ کمولو لپاره قطر، ترکي او سعودي عرب خپل رول ادا کړې خو ترواسه ی څه مثبته پایله نه ده ورکړې

December 12, 2025

د پاکستان لوري افغانستان لپاره ځانګړې استازې محمد صادق په اسلام آباد کې د چین پلاوي سره ملاقات کړې دې

December 12, 2025

د ضلع خیبر وادي تیراه مشرانو لوړ پوړه چارواکو ته د لیکلې غوښتنو یو لسټ ورکړې چې پکې ی د سیمې بشپړ امنیت لپاره د لیکلي ضمانت ورکولو غوښتنه کړې

December 12, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *