تازه خبرونه

په سیمه کې ترهګریز ګواښونه: د پاکستان او چین پلاوي په سیمه کې  راپیښ ګواښونه ترخبرولاندې راوستلي

د پاکستان لوري افغانستان لپاره ځانګړې استازې محمد صادق په اسلام آباد کې د چین پلاوي سره ملاقات کړې دې

1 min read

د پاکستان او افغانستان ترمنځ په دې وروستیو کې اړیکې ډیرې ترینګلې شوي دي

د سرچینو ترمخه د پاکستان افغانستان لپاره ځانګړې استازې چینایی پلاوي سره په سیمه کې د امنیتي ځواکونو لوري د امنیت ټینګښت او یو شمیر نورو مهمو ټکو باندې خبرې کړي دي

December 12, 2025

اسلام اباد: د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړې استازې محمد صادق خان او د چین د افغانستان لپاره ځانګړې استازې ترمنځ مهمه لیدنه شوې ده

محمد صادق خان د چین افغانستان لپاره ځانګړې استازې  یوی شیاویونګ سره لیدلي، په دې مهمه لیدنه کې ی د افغانستان پر خاوره  کې مېشتو ترهګریزو ډلو له لوري پر سیمه‌ییز امنیت د رامنځته شوي ګواښ په اړه خبرې اترې کړي دي

دلته مهمه ده چې باید یادونه وشی چې د چین  سفیر یوی اسلام آباد  ته راتګ  د پاکستان او چین د منظم مشورو یوه برخه ده چې موخه یې د ترهګرۍ ضد همکارۍ لا پیاوړتیا ده ترڅو دواړه هیوادونو د ترهګرۍ د مخنیوی لپاره خبرې وکړې

د پاکستان او افغانستان اړیکې ولې ترینګلې دې؟

د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې د روان کال د اکتوبر میاشت کې ترینګلې شوې کله چې په افغانستان کې د ترهګرو مرکزونو باندې بریدونو وشو او په غبرګون کې ی افغانستان ځواکونو پر پاکستاني سیمو بریدونه وکړل

د امنیتي سرچینو ترمخه په ۱۰ او ۱۱م اکتوبر د افغان لوري په پاکستاني سیمو بریدونه وشو چې په غبرګون کې ی پاکستان د احتجاج په توګه له ۱۲ م اکتوبر څخه  افغانستان سره خپل ټول سرحدونه د تجارت پر مخ وتړل

افغان سوداګرو پر طالبانو نیوکې

نن ۶۲ دوه شپیته ورځې پوره کیږي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدونه تړلي دي ، افغان سوداګرو د سرحدونو تړل په کله غندلي دي او د افغان طالبانو د ضد سیاست او سخت دریځ ته ی هم سخت غبرګون ښودلې او پر افغان طالبانو ی سختې نیوکې هم کړي دي

افغان سوداګرو په دې وروستیو کې په جلال آباد کې د یوې غونډې په ترڅ کې ویلي دي چې هره ورځ د سرحد تړلو له امله تر درې ملیونه ډالر پورې تاوان رسیږي او سرحد باید نور و نه تړل شي

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې پاکستان د انساني خدمت تر اصولو لاندې د ملګرو ملتونو په غوښتنه انساني مرستو ډکو ګاړو ته اجازه ورکړې چې افغانستان ته ورسول شي ،یاد وزارت په بیان کې وایی چې وس افغان طالبانو کار دې چې دې مرستو لپاره سرحد خلاصوي او که نه ؟

له افغان خاوري پر چینایی وګړو برید

دا هم باید یادونه وشی چې د پاکستان او چین افغانستان لپاره ځانګړې استازو لیدنه په داسې وخت کې ترسره شوې چې په دې وروستیو کې د افغانستان او تاجکستان په سرحد د افغان لوري په ډرون برید کې د تاجکستان په سیمه کې درې چینایی وګړي چې د چین په یو شرکت ی کار کولو له منځه یوړل شول

نورخبرونه

افغان لوري ډرون برید: تاجکستان کې درې چینایی وګړي له منځه وړي

بدخشان کې بیا خونړۍ پېښه؛ په یوه اونۍ کې دویم ځل چینايي وګړي ووژل شول

افغانستان د تاجکستان په سرحد د چینایي وګړو د وژنې په اړه خپل رول رد کړی

Related Articles

د پاکستان او امریکا تر منځه دفاعي اړیکی د باوری او ژورې سټرټیجیکی همکارۍ څرګندونه کوي

December 12, 2025

د پاکستان او افغان طالبانو حکومت ترمنځ د روان کړکیچ کمولو لپاره قطر، ترکي او سعودي عرب خپل رول ادا کړې خو ترواسه ی څه مثبته پایله نه ده ورکړې

December 12, 2025

کارپوهان وایي په قبایلی ضلعو کی ښونځی په بمونو الوزول د سیمه‌ییزو ټولنی له پاره اقتصادي او امنیتي زیان خبرداری ورکوي

December 12, 2025

د ضلع خیبر وادي تیراه مشرانو لوړ پوړه چارواکو ته د لیکلې غوښتنو یو لسټ ورکړې چې پکې ی د سیمې بشپړ امنیت لپاره د لیکلي ضمانت ورکولو غوښتنه کړې

December 12, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *