تازه خبرونه

موږ له افغان طالبانو څخه لیکلې ژمنه غواړو: پاکستان

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چې پاکستان د انساني خدمت تر اصولو لاندې د ملګرو ملتونو امدادي کاروان ته اجازه ورکړې او امدادي کاروان تیار ولاړ دې ،وس خوښه د طالبانو ده
د پاکستان او افغانستان ترمنځ نن سرحد نن په ۶۱مه ورځ هم د اقتصادي هلوځلو پر مخ تړلې دې

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د پاکستان وسله‌وال ځواکونه د هېواد د پولو د ساتنې لپاره بشپړه عزم لري او دوی چمتو دي چې سرحدونه خوندي کړي

 داسلام اباد:  د  پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي  چې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ په روایتي معنا کې اوربند موجود نه دی.

 ویاند زیاتوي چې لاهم وضعیت داسې نه دی چې ووایو د اوربند په حالت کې ښه والی راغلی دی، ټینګار ی وکړو چې موږ ته د افغان مشرانو له لوري لیکلې ضمانتونه پکار دي

د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د اوونیزې خبري ناستې پر مهال وویل چې په افغانستان کې منظوره شوې پرېکړه لیک مسوده مو نه ده لیدلې ،  هغه وویل چې د افغانستان له لوري د خپل خاوري د اتباعو له خوا هر ډول ترهګري منل یو مثبت پرمختګ دی، خو بیا هم موږ د یادې پرېکړه لیک مسودې ته په تمه یو او له دې سره ـ سره موږ ته د افغان مشرانو لیکلې ضمانت ضروري او په کار دې

ویاند زیاته کړه چې افغانستان ته لېږل شوی امدادي کاروان زموږ له خوا بشپړ تصدیق شوی او تیار پروت دې، ویاند زیاته کړه چې  اوس دا د طالبانو اختیار دی چې دغه امدادي کاروان ترلاسه کوي او که نه.

 هغه وویل چې د افغان ولس د سختو ستونزو په لیدلو، د ملګرو ملتونو د غوښتنې پر اساس دغه امدادي کاروان ته اجازه ورکړل شوه چې افغانستان ته ورسول شي

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې په افغانستان کې زموږ دیپلوماتیک ماموریت فعال دی، او زموږ ماموریت به د افغانستان چارواکو ته د وروستیو ترهګریزو بریدونو او ددې بریدونه ماسټر پلان کوونکو په اړه معلومات ورکړي وي

پاکستان د هند بهرنیو چارو وزیر بیان رد کړې

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند اندرابي  وویل چې د هندوستان د بهرنیو چارو د وزیر پاروونکی بیان ردوو. د پاکستان وسله‌وال ځواکونه د هېواد د پولو د ساتنې لپاره بشپړه عزم لري او دوی چمتو دي چې سرحدونه خوندي کړي  
هغه زیاته کړه چې د پروپاګند له لارې حقایق نه شي مسخ کېدای. پاکستان د سولې پر بنسټ د ګډ دوه اړخیزه امن باندې باور لري او د خپلو ملي ګټو او خپلواکۍ به په هر حالت کې دفاع وکړي

نورخبرونه: پاکستان ستونزې د امن او خبرواترو له لارې هوارول غواړي: د پاکستان بهرنیو چارو وزارت

پاکستان د هند د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې لمسوونکې، بې‌اساسه او پروپاګنډه وبللې

د متقي لوري پر پاکستان نیوکې: څیړونکو د متقي نیوکې غیرمسولانه بللي

Related Articles

د امریکا–پاکستان شنه اتحاد د لمریزې او بادي انرژۍ په ودې تمرکز کوي، د پاکستان د ۲۰۳۰ کال د پاکې بریښنا هدف ملاتړ کوي.

March 18, 2026

د کمېشن په وینا، د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ښځو په تعلیم، کار او عامه ژوند کې محدودیتونه لګول شوي، چې له امله یې په هېواد کې د بشري حقونو وضعیت نړیواله اندېښنه راپارولې ده

March 18, 2026

د کراچۍ په سی ټي ډي عملیاتو کې د بلوچستان لبریشن ارمي لوړپوړی قوماندان سهیل “ګرک” وژل شوی، چې پلان شوې ترهګریزې حملې یې شنډې کړې او وسله والو شبکو ته یې لویه ضربه وهلې ده

March 18, 2026

د ایاز سید جنجالي ټویټ چې په کې یې د پاکستان دفاعي عملیات «تېروتنه» بللي، د ترهګرۍ ضد مبارزې او ملي امنیت په اړه د عامې بحثونو سبب شوی

March 18, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *