پیښور: د خیبر پښتونخوا لوی خطیب، د تاریخي مسجد مهابت خان امام او خطیب او د جامعې اشرفیه مهتمم مولانا محمد طیب قریشي له لوري د افغانستان د زرګونو علماوو د پریکړه تود هرکلې شوې دې
د خیبر پښتونخوا لوی خطیب مولانا محمد طیب قریشي د افغانستان د زرو علماوو هغه ګډ بیان ته ښه راغلاست ویلی چې پکې د افغانستان له خاورې څخه پاکستان کې ترهګرۍ ترسره کول حرام ګرځول شوې
لوی خطیب ویلي دي چې افغان دیني عالمانو له طالبانو امیرالمؤمنین څخه غوښتنه شوې چې هغه کسان چې افغان خاوره د پاکستان پر ضد ترهګریزو بریدونو لپاره استعمالوي، باغیان وګرځول شي
مولانا طیب قریشي وویل چې دغه ډول بیانونه او دریځونه به دواړه ګاونډي هېوادونه یو بل ته نږدې کړي او د باور فضا به پياوړې کړي
لوی خطیب وویل چې پاکستان تل د افغان حکومت څخه غوښتنه کړې چې افغان طالبان پاکستان له باور ورکړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد نه کارول کېږي نوموړي زیاته کړه چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ تاریخي، دیني او فرهنګي اړیکې لرغوني دي او موږ تل د غوره اړیکو غوښتونکي یو
مولانا طیب قریشي وویل چې تاریخ شاهد دی چې پاکستان د افغان وروڼو لپاره پراخې قربانۍ ورکړې دي. وې ویل او زیاته ی کړه چې په ځانګړې توګه د پاکستان حکومت او دیني مدارسو د طالبانو هر اړخیز ملاتړ کړی و، چې له امله یې حکومت او مدرسو درانه زیانونه هم وګالل، خو د طالبانو د حکومت له راتګ وروسته هغه هیلې پوره نه شوې چې تمه یې کېدله
افغان طالبان باید د ضد سیاست پریږدي: مولانا طیب قریشي
هغه خبرداری ورکړ چې د افغان حکومت سخت دریځ او ضد به تر ټولو زیات تاوان همدغې حکومت ته ورسوي، او ګټه به یې د افغان طالبانو مخالفو ډلو ته ورسېږي چې د یوې ناوړه پېښې د رامنځته کېدو په څار کې دي
مولانا طیب قریشي د افغانستان او هند د زیاتېدونکو اړیکو په اړه سختې اندېښنې څرګندې کړې او ویې ویل چې دغه پاليسي د کشمیر د مظلومو مسلمانانو او په ګجرات کې د نریندرا مودي له لوري د وژل شوو زرګونو مسلمانانو د زخمونو باندې مالګه پاشلو برابر دي
هغه وویل چې افسوس دی، کله چې د افغانستان د سوداګرۍ وزیر هند ته په سفر بوخت و، په هماغه ورځ مودي د بابري جومات د ویجاړې شوې ودانۍ پر ځای د نوي مندر د پرانیستې مراسم ترسره کول، چې په هند او نړۍ کې میلیونونه مسلمانان ددې بر ضد په احتجاج وو
وخت رارسیدلې چې ټول خپل مسولیت اوپیژنو: مولانا طیب قریشي
ده پوښتنه وکړه چې د سوداګرۍ لپاره افغانستان ته د اووه پنځوس اسلامي هېوادونو له ډلې یو هېواد هم دوی پیدا نه کړو چې اقتصادي اړیکې او تجارت ورسره وکړي؟
په پای کې مولانا محمد طیب قریشي وویل چې وخت رارسېدلی دی چې ټول د خپل مسؤلیت احساس کړو او د سیمې د سولې، ثبات او هوساینې لپاره ګډ ګامونه پورته کړو
ده زیاته کړه چې موږ باید د ښه ګاونډیتوب په اصولو سره یو د بل د ګټو خیال وساتو، د غربت او بېروزګارۍ د کمولو لپاره ګډ کار وکړو، او د راتلونکو نسلونو لپاره داسې مثبته فضا پرېږدو چې هغوی د هغو کړاوونو سره مخ نه شي چې نن موږ او په ځانګړي ډول افغانستان ورسره لاس او ګرېوان دي
نورخبرونه: هند غواړي د افغان طالبانو حکومت د پاکستان پر ضد وکاروي
هیڅوک اجازه نه لري چې له افغانستان څخه د بل هیواد پر ضد جګړې له لاړ شي: افغان دیني عالمان