ملګرو ملتونو/نيويارک — له ۶۰ زياتو هېوادونو، چې پکې استراليا، کاناډا، انګلستان، پاکستان، جاپان، د کوريا جمهوريت، د اروپايي ټولنې اکثره غړي او د لاطينی امريکا، منځني ختيځ او اوقيانوسيا يو شمېر هېوادونه شامل دي، د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا په غونډه کې د طالبانو د بشري حقونو سرغړونې په کلکو ټکو وغندلې او غوښتنه يې وکړه چې شورا دې د خپلو ټولو پرېکړو په مرکز کې د بشري حقونو موضوع تضمين کړي.
دغه اعلاميه د يو پراخ ائتلاف له لوري ولولل شوه، چې پکې د اروپا ډېری هېوادونه، د بالکان، اسکنډینیویا، شمالي امريکا، آسيا–پسيفيک او لاتين امريکا استازي شامل وو. په ګډه ټينګار وکړ چې د بشري حقونو بحث د امنيتي شورا د کار يوه نهبېلېدونکې برخه ده.
د امنيتي شورا د کار بنیاد :
دغه ایتلافي هېوادونو په ګډه وويل چې د نړيوالو بشري حقونه چې نږدې ۸۰ کاله وړاندې تصويب شوې، روښانه کړې ده چې هر انسان د بغیر د څه توپیر پرته د بشپړ حقونو خاوند دی.
ائتلاف خبرداری ورکړ چې پراخې او دوامدارې سرغړونې جګړې اوږدوي او کړکېچونه ژوروي، او د نړیوالې سولې لپاره جدي خطر دی. له همدې امله، د بشري حقونو ارزونه، څارنه او مشورې د شورا د سولې او ثبات د ماموريت لپاره حياتي دي.
په بیان کې ویلي شوی د جدي سرغړونو عاملين بايد د قانون له لارې وڅېړل شي، محاکمه شي او حساب ورکړي، ځکه معافیت نه يوازې د عدالت ناکامي ده، بلکې د شخړو، بېثباتۍ او ناامنیو مستقيم لامل ګڼل کېږي.
د طالبانو د بشري حقونو پر کارکردګۍ سخت تنقید :
ائتلاف د افغانستان د وضعیت په اړه وویل چې اوسمهال د طالبانو تر حاکميت لاندې بشري حالت په نړۍ کې تر ټولو خراب بلل کېږي.
په اعلامیه کې ویلي شوی چی
د ښځو او نجونو پر وړاندې منظم او پراخه ظلم روان دی په زده کړه، کار، تګ راتګ او ټولنیز ژوند کې سخت محدودیتونه لګوي رسنۍ غلی کوي، خبریالان او مدني فعالان ګواښي
قومي او مذهبي لږکي په نښه کوي
د بدني سزاګانو عملي کول، او بېدلیله نیونې کوي
او ټولې سرغړونې له بشپړ معافیت سره ترسره کوي
ائتلاف دا کړنې د بشري حقونو پر نړیوالو معیارونو “ژور برید” وباله او یو این وومن د جنسیتي تاوتریخوالي پر ضد د ۱۶ ورځني کمپاین په پای کې یې د افغان مېرمنو د زغم او مقاومت ستاینه وکړه.
هېوادونو یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې:
د ښځو او نجونو ټول بندیزونه ژر تر ژره پای ته ورسوي
د بشري حقونو سیسټماټیک سرغړونې ودروي
د کورنیو او نړیوالو خپلواکو څارنو مخه پرې نهنیسي
او د افغانستان نړیوالو بشري ژمنو ته درناوی وکړي
بشري حقونه؛ د سولې شرط، نه ضمیمه
ائتلاف په پای کې وویل چې افغانستان ته تلپاتې سوله هغه وخت راتللی شي چې د بشري حقونو ناشونې سرغړونې پای ته ورسېږي. د هېوادونو په وینا، بشري حقونه د سولې او امنیت ضمیمه نه ده، بلکې بنسټیز شرط دی.
هېوادونو د امنيتي شورا څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د حساب ورکونې تقویه، د بشري حقونو ملاتړ او د ښځو د حقونو د بیا احیا غوښتنې باید د سولې او ډيپلوماسۍ د ټولو هڅو محور وګرځي.