تازه خبرونه

هیڅوک اجازه نه لري چې له افغانستان څخه د بل هیواد پر ضد جګړې له لاړ شي: افغان دیني عالمان

د افغان طالب چارواکو سره په ګډه غونډه کې افغان دیني عالمانو په ګډه اعلامیه کې ویلي چې د بهرني تجاوز په صورت کې د نظام او خاورې دفاع فرض عین ګڼل کېږي

1 min read

د افغانستان او پاکستان ترمنځ په دې وروستیو کې اړیکې ترینګلې شوي دي او دوه میاشتې وشوې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ دروازې د سوداګرۍ پر مخ هم تړلې دې

د افغانستان طالبانو حکومت مشرانو سره دیني عالمانو په ګډه ویلي دي چې هغه کسان چې بهر ته د نظامي فعالیت لپاره ځي د افغانستان د شرعي امیر له امر سرغړونه کوي

December 11, 2025

د  افغانستان طالبانو  مشر ملا هبت الله په لارښوونه کابل کې دیني عالمانو یو پرېکړه لیک کې فتوا جاري کړې

د افغانستان دیني عالمانو په پریکړه لیک کې ویل شوي  چې ملا هبت الله هېچا ته له افغانستان نه بهر د نظامي فعالیت اجازه نه ده ورکړې او که څوک تخلف وکړي طالبان به یې مخنیوی کوي

پرونه د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه  راټول شوو  د طالبانو دیني عالمانو، مفتیانو او مشایخو د یوې غونډې په پای کې د دې ډلې د اوسنۍ ادارې او له افغانستان نه بهر د نظامي فعالیتونو په اړه خپل رسمي پرېکړه‌لیک خپور کړی دی

په پرېکړه‌لیک کې د طالبانو امارت د  شرعي نظامه په توګه یاد شوی او اطاعت، ملاتړ او دفاع یې د افغانانو لپاره وجیبه ګڼل شوې ده

په پرېکړه‌لیک کې راغلي چې مسلمانان د شرعي نظام په ساتنه مکلف دي او دیني عالمان باید د اوسني نظام په ملاتړ مشورې وړاندې کړي

د غونډې ګډونوالو ویلي چې امارت د  شریعت د امنیت، اتحاد او د ديني ارزښتونو د ساتنې  سبب شوی او اطاعت یې واجب دې

د افغان دیني عالمانو فتوی کې  ټینګار شوی چې د بهرني تجاوز په صورت کې د نظام او خاورې دفاع  فرض عین  ګڼل کېږي او دا عمل یو مقدس جهاد بلل شوی دی

د امیر حکم پرته جګړه به بغاوت وي: دیني عالمان

افغان طالب چارواکو سره په ګډه غونډه کې د افغانستان دیني عالمانو اعلان کړې دې چې د امیر امر او حکم پرته جګړه به بغاوت وي

دلته مهمه ده چې یاد شي چې جاري شوي  پرېکړه لیک یوه ماده له افغانستان نه په نورو هېوادونو کې د جګړه ییزو فعالیتونو څرنګتیا ته بېله شوې، چې ظاهرا د ټي ټي پي فعالیتونه او په پاکستان کې د افغان طالبانو جګړه ییز فعالیتونه ترې هدف دي

پرېکړه‌لیک وايي چې د طالبانو د ژمنې له مخې باید د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد ونه کارول شي او هغه کسان چې بهر ته د نظامي فعالیت لپاره ځي د افغانستان د شرعي امیر  له امر سرغړونه کوي

په پرېکړه لیک کې ویل شوي، چې   د مسلمانانو عزت او وقار په وحدت او اتفاق کې نغښتی دی، پر ټولو مسلمانانو او اسلامي هېوادونو لازمه ده چې له یو بل سره د اخوت په چوکاټ کې نيک او رغنده اړيکې ولري او يو بل ته نفع ورسوي

که څه هم طالبانو په دغه پرېکړه لیک کې د پاکستان نوم نه دی اخیستی خو د طالبانو او پاکستان تر منځ وروستیو کړکېچونو ته په کتلو یاد پیغامونه پاکستان ته متوجې دي

دلته مهمه ده او باید چې یادونه وشی چې دا لومړی ځل دی چې افغان  طالبان دا ډول یوه پرېکړه لیک، یا غیر رسمي فتوا خپروي، په داسې وخت کې چې د افغان لوري د ترهګرو پر ضد اقدام نه کولو وروسته د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې ترینګلې شوي دي

د پرېکړه‌لیک بل ټکي کې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د وحدت او همغږۍ غوښتنه شوې، او عالمانو ته سپارښتنه شوې چې له منابرو د دغو موضوعاتو په اړه خلکو ته پوهاوی ورکړي ترڅو دوی د افغان طالبانو شرعي نظام څخه خبر شي

نورخبرونه: افغانستان کې بریدونه: پاکستان له افغان لوري تورونه په کلکه رد کړي

 افغانستان لوري برید: پاکستان خپل ټول سرحدونه د احتجاج په توګه وتړل

Related Articles

د نړيوالو بشري حقونو په ورځ نړی وال هېوادونو خبرداری ورکړی چې د طالبانو پاليسۍ د سولې او امنيت لپاره مستقيم ګواښ دی.

December 11, 2025

د بشري حقونو په نړیواله ورځ، یوناما له نړیوالې ټولنې د لا زیات تعامل غوښتنه کوي – له ۵۶ ډېر هېوادونه د افغانستان د وضعیت په اړه ګډ اعتراض څرګند کړی چی بشری حقونو ته پام لرنه اوکړي

December 11, 2025

افغان طالبانو وایی چې هیواد ته راستانه شوي ۴۱۰ کورنۍ او (۲۳۲۴)افراد خپلو سیمو ته ولیږل شو

December 11, 2025

اسلام‌اباد وایي چې د پولې دواړو غاړو د ناامنۍ سرچینه د TTP خوندي پټ ځایونه دي.

December 10, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *