تازه خبرونه

امنیتي اندېښنې د پاکستان د سوداګرۍ بندیز اصلي لامل دی – افغان سوداګر د طالبانو تر فشار لاندې چپ پاتې دي

اسلام‌اباد وایي چې د پولې دواړو غاړو د ناامنۍ سرچینه د TTP خوندي پټ ځایونه دي.

1 min read

امنیتي اندېښنې د پاکستان د سوداګرۍ بندیز اصلي لامل دی - افغان سوداګر د طالبانو تر فشار لاندې چپ پاتې دي

د تورخم پولې ته نږدې د بار وړونکو موټرو اوږده لیکه په انتظار ده

December 10, 2025

امریکایی ورځپانړه نیویارک ټایمز په خپل رپورټ کی وایی د پاکستان له لوري د افغانستان سره د پولې پر سر سوداګریز بندیز چې دوو میاشتو ته رسیدلی په پوله دواړو خواوو کې پراخه اقتصادي زیانونه رامنځته کړي دي. خو له اقتصادي انځور څخه د دې کړکېچ کړي د امنیتي اندېښنو په ژوره او پېچلې برخه کې نغښتې ده

ورځپانړی وایی هغه دوامداره سرحدي ناامني او د افغان خاورې د وسله‌والو لخوا د کارونې اندېښنه چې اسلام‌اباد یې د خپل اقدام اصل دلیل ګڼړی، تمرکز پر سوداګریزو او بشري اغېزو کوي، د پاکستان چارواکي ټینګار کوي چې دا بندیز اقتصادي سزا نه بلکې امنیتي اړتیا ده. د پاکستان حکومت وایي چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) وسله وال له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې میشت دی او له همدې ځایه د روزنې، انتظام او بریدونو د پلان لپاره استفاده کوي—هغه بریدونه چې په تېرو کلونو کې یې سلګونه پاکستانی سرتېري او پولیس وژلي دي.

د پاکستان اساسي دریځ

تر هغې امنیت نه نشته، تجارت ته به دوام میلاو نه شی

په رپورټ کی پاکستانی چارواکو د اوږدو خبرو اترو یادونه کړې چې د طالبانو حکومت له لوري د TTP پر وړاندې د عملي او تصدیق وړ ګامونو د نشت له امله بې‌پایلې پاتې شوې دي. اسلام‌اباد په خیبر پښتونخوا، بلوچستان، او حتی په اسلام‌اباد کې وروستیو بریدونو ته په کتو سره وایي چې ګواښ لا پسې جدي شوی دی.

د پاکستان پیغام روښانه دی:
“امنیت د سوداګرۍ نه مخکې دی.”

د پاکستان پوځي مشرتابه وایي چې د همدغو امنیتي ګواښونو له منځه وړلو پرته سوداګري بېرته پرانیستل د یوې خطرناکې اړیکی دوام دی—هلته چې ګټې یې ترلاسه کېږي؛ خو امنیتي بار یې یوازې په پاکستان پرېوزې.

افغان سوداګر د طالبانو تر فشار لاندې چپ پاتی دی.

څیړنی ښيې په افغانستان کې د سوداګرۍ تړل کېدو د خلکو اقتصادي ستونزې نورې هم زیاتې کړې؛ خو یوه مهمه موضوع چې په نیویارک ټایمز هم ورته اشاره کړی هغه دا ده چې افغان سوداګر نه شي کولای په ښکاره ډول خپلې ستونزې بیان کړي.

په ننګرهار، کابل او کندهار کې سوداګرو د منځګړو له لارې ویلي چې مالونه خرابیږی ، د ترانسپورټ لګښتونه ی زیات شوی او د زیاتو ټيکسونو سره مخ دي؛ خو په عامه توګه د طالبانو د سیاستونو انتقاد نه شي کولای.

سوداګر وايي

  1. له پولې د تړل کېدو اقتصادي زیان ژوند د خطر سره مخ کړی
  2. او طالبان اجازه نه ورکوي چې څوک د حکومت په ناکامیو غږ پورته کړي.

د سوداګرو اتحادیې هم هڅه کوي چی په احتیاط خبرې وکړي ترڅو د طالبانو له غبرګون سره مخ نه شي.

دا مسئله—چې د افغان سوداګرو ویره او چوپتیا ده—په نړیوالو راپورونو کې له پامه غورځول شوې مهمه برخه ده.

اقتصادي تاوان دواړو لورو ته رسېږي، خو اصل ستونزه امنیت دی:

نړی والی ورځپانړی وایی د سوداګرۍ بندېدو پراخې اغېزې رامنځته کړې دي چی له امله ی
زرګونه د سمنټو ګاډی، سکرو، پنبې، خوړو او درملو بار له اکتوبر ۱۱ راهیسې په پوله بند پاتې دي.
افغان صادرونکو د پاکستان ۲۵۰ میلیوني بازار ته لاسرسی د لاسه ورکړی.

بشري مرستې په بندرونو او ګمرکي دروازو بندې پاتې دي

خو پاکستانی چارواکي وایي چې اقتصادی تاوان نشي کولی د هېواد د امنیت پیاوړې اړتیا تر سیوري لاندې راشي.

یو اوږد پوځي-سیاسي ټکر چې حل یې نه ښکاري:

له ۲۰۲۱ کال راهیسې سرحد څو څو ځله تړل شوی، خو شنونکي وایي چې د اوسني بحران علت د پخوا په پرتله ژور دی: هغه دا چې طالبان د TTP پر ضد د اقدام اراده نه لري.

د ترکیې، قطر او سعودي وساطت کوم عملي پرمختګ نه دی راوستی. د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو د اکتوبر اوربند هم ډېر نازک حالت لري.

د اسلام‌اباد دریځ

د ترهګریز بریدونو په دی لری کې د سوداګرۍ پرمختيا ناممکنه ده او دا چی ثبات د TTP پر ضد د عملي ګامونو پورې تړلی دی.او اقتصادي همکاري یوازې هغه وخت دوام کولی شي چې امنیتي ګواښونه ختم شي.
په دې چوکاټ کې پاکستان دا بندیز د افغان ولس پر ضد اقدام نه، بلکې د ملي امنیت یو ضروري ګام بولي.

د حل لارې

د پولې دواړو غاړو سوداګر سخت زیان ویني—او افغان سوداګر لا هم د طالبانو له ویرې په ښکاره خبرې نه شي کولی. تر هغو چې طالبان د TTP پر ضد عملي ګامونه وانخلي، پاکستانی چارواکي وایي چې د سوداګرۍ عادي کېدل به ډېر ستونزمن وي.
پوهان وایی دا کړکېچ یوازې د اقتصاد موضوع نه ده؛ دا د امنیت، سرحدي مدیریت او د سیمې د ثبات یو ګډ بحران دی

Related Articles

این ار ایف وایي برید په دوو مرحلو کی نصب شوي بم او راکټي حملو—کې ترسره شوی او د طالبانو د بټالین د رئیس الارکان هم وژل شوي

December 10, 2025

روس هم په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په اړه د سختې اندیښنې څرګندونه کړې ده او دا ترهګرۍ ډلې ی د افغانستان او ګاونډي هیوادونو لپاره لوی ګواښ بللې

December 10, 2025

له روس څخه د تیل وړونکي کارګو اورګاړې د افغانستان هرات ولایت ته رارسیدلې دې

December 10, 2025

افغان طالبان وایی چې له کابل څخه خپلو ولایتونو ته لیږل شوو کورنیو ته ۱۰۳۶۲۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوه

December 10, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *