تازه خبرونه

 افغانستان کې ترهګرې ډلې د پاکستان او سیمې لپاره لوی خطر

روس هم په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په اړه د سختې اندیښنې څرګندونه کړې ده او دا ترهګرۍ ډلې ی د افغانستان او ګاونډي هیوادونو لپاره لوی ګواښ بللې
د پاکستان او افغانستان ترمنځ شخړه دومره زیاته شوي چې نن دوه میاشتې پوره شوي او د پاکستان او افغانستان ترمنځ تجارت نن هم بند دې

د پاکستان د فاعي ځواکونو مشر جنرال عاصم منیر وړمه ورځ افغان طالبانو ته ښکار ویلي دي چې دوی دې یوه لار خپله کړي، یا دې پاکستان سره شي یا دې خوارج واخلي …. فایل فوټو: د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحد باندې یو سرتیرې ، کال ۲۰۲۱

یوې اروپایي جریدې یوریشیا ریویو په خپل خپور راپور کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون د پاکستان او سیمې لپاره جدي خطر بللی دی

دې اروپایی جریدې د خپور راپور ترمخه روس هم هغه هیواد دې چې په افغانستان کی د ترهګرو ډلو په اړه ی اندیښنې څرګندې کړي

راپور کې وایی چې افغانستان کې سخت دریځه ډلې د منځنۍ آسیا سره نزدې په سرحدي سیمو کې خپل فعالیتونه پراخوي

 په دې راپور کې وایی  چې افغانستان کې ددې ډلو شتون پاکستان او سیمې هیوادونو لپاره  یو لوی ګواښ دې

اروپایی جریدې د روس څارنو ترلاندې لیکلي دي چې په افغانستان کې داعش او یو شمیر نورې ترهګرې ډلې پیاوړې کیږي چې سیمې لپاره یو لوی ګواښ جوړیدلې شي

  پاکستان په ملګرو ملتونو کې او نورو نړیوالو پیلټ فارمونو بیا بیا ویلي دي چې افغانستان کې ترهګرې ډلې شتون لري

د ملګرو ملتونو راپور ترمخه هم د پاکستان دریځ تاید شوې دې او په افغانستان کې ی ناقانونه ګرځول شوې ډله تحریک طالبان پاکستان ،داعش او دې سره نورې ترهګرې ډلې د سیمې لپاره یو لوی ګواښ بللې

راپور کې ویل شوي چې د ملګرو ملتونو لپاره د روسیې استازي، واسیلي نیبینزیا، په افغانستان کې د داعش خراسان د فعالیتونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده

دلته مهمه ده چې یادونه وشی چې پرون هم د پاکستان د دفاعي ځواکونو مشر، فیلډ مارشل سید عاصم منیر، په خپل بیان کې ویلي وو چې موږ طالبانو ته روښانه کړې چې هغوی باید د پاکستان او خوارجو تر منځ یو انتخاب وکړي

د پاکستان فیلډ مارشل عاصم منیر دا اشاره چې افغانستان دې یو  انتخاب  وکړي ، دا ښایی چې  په افغانستان کې ناقانونه ګرځول شوې ډله تحریک طالبان پاکستان د افغانستان خاوره پاکستان پر ضد کاروي ، په افغانستان کې بریدونه پلانوي او بیا پاکستان کې ترسره کوي  

د افغانستان ضد: سرحدونه نه هم د تجارت پر مخ تړلي

دلته دا یادونه ضروري ده چې وشي، نن دوه میاشتې پوره شوې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدونه د تجارت پر مخ تړلي دي

د پاکستان امنیتي چارواکو ترمنخ د پاکستان او افغانستان ترمنخ د کړکیچ کمولو لپاره په دوحه ،استنبول او په د وروستیو کې سعودي عربستان کې هم مذاکرات وشي خو د افغانستان لوري د همکارۍ ژمنه نه کولو له امله دا مذاکرات ناکام شول

د چارواکو ترمخه پاکستان لیکلې ژمنه غواړي چې د افغانستان خاوره به د پاکستان او پر ضد نه کارول کیږي، افغانستان له دې انکار کوي او لیکلې ژمنه نه ورکوي او هم دای لامل دې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ نن دوه میاشتې (۶۰ ورځې ) وروسته هم د سپین بولدک او تورخم دروازه د سوداګریزو فعالیتونو پر مخ تړلي دي

دا هم باید یادونه وشی چې د افغانستان سوداګرو هم د افغان چارواکو ددې ضد سیاست باندې ډیرې نیوکې کړي دي او ویلې ی دي چې د سرحد تړلو له امله دوی ته په ملیونونو ډالره زیان رسیدلې دې او له حکومت څخه ی غوښتنه کړې ده چې باید افغان سوداګر له نور زیان څخه وژغورل شي

Related Articles

د عبدالبصیر جنجالي وینا په ټولنیزو رسنیو کې بحثونه راپارولي؛ شنونکي وایي دا ډول څرګندونې د سیمې د امنیت لپاره اندېښنې زیاتوي

March 11, 2026

پاکستان د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل چې د يوناما راپور د ترهګرۍ، ناقانونه وسلو د راتګ، او سیمه‌ییزو امنیتي ګواښونو بشپړ انځور نه ښيي

March 11, 2026

پاکستان څو ټانکرونو د راتګ سره د تېلو د ۳۰ ورځو ذخیره خوندي کړه، د سونګ توکو بحران یې مخنیوی وکړ او کورنۍ عرضه یې باثباته کړه

March 11, 2026

دا پوښتنه خپل ځای لري چې ولې حکومت او دولتي ادارې د دې زیاتیدونکي ګډوډۍ مخنیوي کې په وخت ناکامه ښکاري. ولې هر ځل همدا صحنه تکراریږي: لومړی له تحریکی څرګندونو سره مخ کیږو، بیا د احتجاج بلنې راځي، وروسته سړکونه بندېږي، بیا تاوتریخوالی رامنځته کېږي، او په پای کې دولت حرکت کوي

March 11, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *