تازه خبرونه

نن په ۵۸مه ورځ هم پاک افغان سرحد د کاروباري هلوځلو لپاره تړلې دې

پاک افغان سرحد په تړلو جلال آباد کې افغان سوداګرو سختې اندیښنې څرګندونه کړې ده
سرچینې وایی پاک افغان پوله تړلو له امله په ننګرهارکې خوراکي توکي ګران شي او په زیاتو سیمو کې د دارو درملو کمښت هم راغلې دې

فایل فوټو: افغان سوداګرو جلال اباد کې د یوې غونډې په ترڅ کې ویلي دي چې د سرحد تړلو له وجهې دوه میلون څخه تر ۳ ملیونه ډالره زیان رسیږي،سوداګرو وایی دوی به له ملاعبدالغني برادر سره دا ستونزه را اوچته کړي

د پاکستان او افغانستان ترمنځ سپین بولدک او تورخم پوله نن په ۵۸ اته پنځوسمه ورځ هم د سوداګریزو فعالیتونو پرمخ تړلې ده

د پاکستان امنیتي چارواکو ترمخه پاک افغان پوله هغه ورځ وتړل شوه چې په پاک افغان پوله د دواړو هیوادونو ترمنځ شخړه زیاته شوه

چارواکي وایی چې پاکستان لوري د ترهګرو پټنځایونه په نښه شول چې په غبرګون کې افغان لوري د پاکستان پر سرحدي سیمو بریدونه پیل کړل او پاکستان د احتجاج په توګه له ۱۲م اکتوبر څخه سرحد د تجارتي هلو ځلو پر مخ وتړل

سرچینې وایی چې په ننګرهار کې یو شمیر افغان سوداګرو د بارډر په تړلو د سختو اندیښنو څرګندونه کړې ده او په افغان چارواکو ی سختې نیوکې کړي دي چې دوی باید داسې پریکړه وکړې چې سرحد د کاروبار لپاره خلاص شی او سوداګر له میلیونونو روپیو تاوان څخه بچ کړې شي

اقتصاد پوهان او د سیاسي چارو پوهان وایی چې افغانستان له څلوراړخونو په غرونو کې راګیرهیواد دې او زیات انحصار ی په پاکستان دې نو په داسې وخت کې ترډیرو ورځو پور د سرحدونه تړل د افغانستان ، د افغانستان اولس او د افغان سوداګرو په تاوان تمامیږي

په ننګرهار کې سرچینو رسنیو ته ویلي دي چې په سیمه کې د خوراکي توکو قیمتونه ډیر زیات شوي دي او هغه خوراکي توکي چې افغان سوداګر ی پاکستان ته ایکسپورټ کوي ، د سرحد تړلو له امله ی ډیر لوی مالي زیان سره مخ کړي دي ، دوی اندیښنه څرګنده کړې ده چې پوله زیات وخت لپاره وتړل شي نو افغان سوداګر به د کروړونو روپو مالي زیان سره مخ شی

مهمه ده چې باید یادونه وشی چې په دې وروستیو کې د افغانستان په ننګرهار کې یو شمیر افغان سوداګرو د افغان طالب چارواکو د پاکستان سره روان کړکیچ په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده او ویلي ی دي چې افغان چارواکي باید پاکستان سره دا شخړه له خبرو اترو له لارې هواره کړي چې افغان سوداګر د نور مالي زیان بچ شي

نورخبرونه:  افغانستان لوري برید: پاکستان خپل ټول سرحدونه د احتجاج په توګه وتړل

  افغان سوداګردې نورو هیوادونو سره د تجارت لارې ولټوي: ملا برادر اخند

Related Articles

شنونکي وايي د هند دوه‌ګونې تګلاره د لوېدیځ باور کمزوری کوي او په سویلي اسیا کې د بې‌ثباتۍ خطر زیاتوي

January 27, 2026

فرانسوي چارواکو ټانکر د مارسیل ښار ته نږدې د فوس-سور-میر ساحلي بندر ته د پلټنو لپاره اړولې دې

January 27, 2026

د پاکستان په بیله بیلو صوبو خیبر پښتونخوا، پنجاب ،سندهه او بلوچستان کې د امریکا لنکن کارنر فعالیتونه ددې صوبو د ځوانانو او نورو مسلکی کسانو په روزنه او دوی په مثبتو فعالیتونو کې بوخت کولو لپاره رول لوبوي

January 27, 2026

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار خپل ایران سیالس سره د ټیلفون لارې خبرې کړي او په یو شمیر مهمو ټکو ی ورسره ټینګار کړې دې

January 26, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *