تازه خبرونه

افغان طالب چارواکو په پروان کې د عمومي بخښنې سربېره د پخواني افغان پوځ پنځه غړي نیولي او زندان ته ی لیږلي

له افغان طالبانو لوري نیول شوي کسان د پنجشیر له یوې کورنۍ دي؛ سرچینې وایي چې له ایرانه د واپس کېدو وروسته یو طالب چارواکي له دوی د ۱۰۰ زره افغانیو رشوت غوښتنه کړې وه، د پیسو نه ورکولو وروسته دوی ونیول شو
افغان طالب چارواکو نیول شوي افغانان د پنجشیر دا وګړي د افغان استخباراتي مرکز ته لیږدول شوي دي

افغان طالب چارواکو پرته د عامې معافۍ په بیله بیلو سیمو کې په سلګونو د افغان طالب حکومت مخالفین نیولي دي

 پروان:  د طالبانو امنیتي ادارو د پروان ولایت په سیمه کې د افغان ملي پوځ پنځه پخواني منسوبین نیولي دي، چې ټول د پنجشیر د یوې کورنۍ غړي دي، سره له دې چې اسلامي امارت تر خپل حاکمیت وروسته د “عمومي بخښنې” اعلان کړی وو

د سیمه‌ییزو معلوماتو له مخې نیول شوي کسان کرنل شیرام‌الله، ګل بدین، علیم، جان محمد او سلیمان دي. د سرچینو په وینا، دا کسان هغه مهال ونیول شول چې له ایران څخه د شړل کېدو وروسته پنجشیر ته اړول کېدل

سرچینې زیاتوي چې د سیمې یو طالب قوماندان له دوی څخه د ۱۰۰ زره افغانیو د ورکړې غوښتنه کړې وه، خو د پیسو د نه برابرولو له امله پر دوی د ملي مقاومت جبهې سره د تړاو ادعا وشوه او وروسته د پنجشیر یو د استخباراتي  مرکز ته انتقال کړل شول

د بشري حقونو څارونکي او ځایي شبکی وایي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې په پنجشیر کې فشارونه ډېر شوي، چې پکې پراخې ګرفتارئ او د خلکو لادرکۍ شاملې دي. یوازې د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې له ۱۸۰۰ څخه ډېر کسان نیول شوي، او ځینو ولسوالیو کې په څو اونیو کې د ورکو کسانو پرله پسې پېښې ثبت شوې دي

نوې قضیې چې د ټولنې له خوا راپور شوې، د طبي کارکوونکو، پخوانیو سرتېرو، ښوونکو او بزګرانو نیول، او همدارنګه د ځینو اعدام شوې پېښې ،  لکه د پخواني قاضي عبدالملّتین د ۲۰۲۵ کال په منځ کې وژل هم  پکې شامل دي. راپورونه همدارنګه د بازارک په سیمه کې د یو نوي بندیزي مرکز د جوړېدو خبره هم کوي.

افغان طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښوولی

Related Articles

د قطر هیواد له لوري د پاکستان طب په میدان کې کارکوونکو کسانو لپاره د قطر هیواد د نوې پالیسۍ له مخې، د سي پی ایس پي فېلوشېپونه د قطر د طبي لایسنس سیسټم کې لوړې او غوره کټګورۍ ته منتقل شوي دي

January 28, 2026

دفاع وزیر خواجه آصف هم په خبري غونډه کې ویلي دي چې وفاق په وادي تیراه کې د پوځي اپریشن په اړه کومه اعلامیه نه ده خپره کړې

January 28, 2026

د افغان طالبانو مشر هیبت الله په مشرۍ کې یو کمیسیون جوړ شوې چې موخه ی دا ده چې په سرحدي سیمو کې قبایلي مشرانو سره غونډې تابیا کړې ترڅو په سرحدي سیمو کې د پاکستان پر ضد تحریکونه راپیدا کړي

January 28, 2026

شنونکي وايي د هند دوه‌ګونې تګلاره د لوېدیځ باور کمزوری کوي او په سویلي اسیا کې د بې‌ثباتۍ خطر زیاتوي

January 27, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *