تازه خبرونه

افغانستان انټرنیشنل بانک:  له ۲۰۲۱ وروسته امریکا  افغان طالبانو ته ۶ میلیارده ډالر ورکړي  

امریکا لوري افغان طالبانو سره مرستې: سیګار څرګندوي چې طالبانو د نغدو مرستو پروګرامونه په نښه کړي، له مستحقینو څخه مالیه اخیستل شوې او مرستندویه ادارو ته اداري فشارونه زیات شوي دي
امریکا لوري افغان طالبان حکومت سره مرستې: سیګار راپور وایی چې باید دا مالي او بشري مرستې د افغان ولس د خیرښیګړې لپاره مصرف شوې وې خو دا پیسې په نور کارونه لګول شوي دي

د امریکا له لوري افغان طالبان حکومت ته د بشري مرستو په نوم لېږل شوې نغدې پیسې د افغانستان د ثبات پر ځای د فساد، ضایع، درغلۍ او د طالبانو د مالي ځواک د پیاوړتیا لامل شوي

د افغانستان انټرنیشنل بانک چارواکي وایي چې له ۲۰۲۱ کال وروسته امریکا شاوخوا ۶ میلیارده ډالر نغدې پیسې د بشري مرستو په نوم کابل ته استولي، خو وروستي ارزونه ښيي چې دغه پیسې د ولس د اقتصاد د ژغورلو پر ځای د فساد، درغلۍ او د طالبانو د نظام د لا پیاوړتیا لامل شوې دي

تر هغه وروسته چې د افغانستان بانک اقتصادي سقوط تجربه کړي ملګرو ملتونو د امریکا په ملاتړ د نیویارک څخه کابل ته د نغدو ډالرو لېږد پیل کړ. دغه پیسې په افغانستان انټرنیشنل بانک کې د امانت په توګه کېښودل شوې او د هېواد د نقدو پیسو اصلي سرچینه وګرځېده

دغه ډالر طالبانو ته زمینه برابره کړه چې د بانک محدودیتونه کم کړي، د افغانۍ بیه ثابته وساتي او د اقتصاد د مصنوعي ثبات انځور رامنځته کړي

خو د سیګار له راپورونو ښکاري چې دغه پیسې عامو افغانانو ته د حقیقي مرستې پر ځای، طالبانو ته د پیسو د تبادلې، مالیې راټولولو او پر بشري موسسو د فشار له لارې د مالیې د لا ډېرو منابعو ترلاسه کولو فرصت ورکړی

بشري مرستندویه ادارو ویلي چې د طالبانو له لوري د باج اخیستنې، فشارونو او لاسوهنې له امله ډېری پروګرامونه د ګډوډۍ او ځنډ سره مخ شوي

راپورونه ښيي چې له ۲۰۰۲ وروسته په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د امریکا له لوري د بیا رغونې له بودجې څخه له ۲۶ میلیارده ډالرو څخه ډېرې پیسې د ضایع، درغلۍ، فساد او ناسم مدیریت له امله له منځه تللې دي

د څار کمزوري میکانیزمونه، د حساب ورکولو نشتوالی او د دقیقو معلوماتو نادره شتون د دې لامل شوی چې پیسې د زورواکو، وسله‌والو شبکو او سیاسي ډلو لاس ته ولوېږي

سیګار څرګندوي چې طالبانو د نغدو مرستو پروګرامونه په نښه کړي، له مستحقینو څخه مالیه اخیستل شوې او مرستندویه ادارو ته اداري فشارونه زیات شوي دي

د تېرو شلو کلونو د ناکامیو تکرار

د سیګار پخوانیو راپورونو ته په کتو له ۲۰۰۲ نه تر ۲۰۲۱ پورې د امریکا له لوري په افغانستان کې د بیا رغونې پروژو کې ۲۶ میلیارده ډالر هم ضایع، لوټ او د درغلۍ ښکار شوي وو

اوس تازه موندنې ښيي چې له ۲۰۲۱ وروسته د افغانستان انټرنیشنل بانک له لارې لېږل شوې میلیاردي نغدې مرستې هم د همدې سرنوشت سره مخ شوي

دلته باید دا یادونه هم وشي چې پر ولس د ثبات او مرستې پر ځای دا پیسې له طالبانو سره د مالي ځواک، ادارې نفوذ، او د ټولنیز کنټرول د پراخېدو سبب شوي دي، که څه هم دا پیسې یو رقم بشري مرستې دي او باید چې د نارینه ،ښځینه او ماشومانو د خیرښیګړې لپاره لګول شوې وې خو له بده مرغه دا پیسې په دې سیکترو کې نه دي لګول شوې او ضایع شوي دي

Related Articles

د ځایی مشرانو ترمخه د منځني کرمې ضلعې مناتو په ضلع کې د یو هایر سیکنډرې سکول ودانۍ شته کومه چې په بیړني توګه د کیډټ کالج کلاسونو پیل کولو لپاره مناسبه ده

January 28, 2026

د افغان پروپاګنډا سوشل میډیا پاڼو باندې داسې جعلي خبر خپور شوې وو چې پکې ادعاوی شوې وه چې یو پوځي په غزی کې له منځه تللې خو دا دروغ ثابت شو

January 28, 2026

د افغانستان ډیپلوماتیک مامورنیو د شورای په یو بیان کې ویلي دي چې د طالبانو دا نوې قانون له بشري حقونو څخه ښکار سرغړونه ده

January 28, 2026

د قطر هیواد له لوري د پاکستان طب په میدان کې کارکوونکو کسانو لپاره د قطر هیواد د نوې پالیسۍ له مخې، د سي پی ایس پي فېلوشېپونه د قطر د طبي لایسنس سیسټم کې لوړې او غوره کټګورۍ ته منتقل شوي دي

January 28, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *