تازه خبرونه

 پاکستان کې د ښځو او نجونو پر ضد ډیجیټل او جسماني تشدد مخنیوي په اړه لویه غونډه

د مردان عبدالولي خان پوهنتون او ملګری ملتونو په مرسته د ډیجیټل تشدد په نوم سیمینار راجوړ کړي شوی وو ، په سیمینار کې زیات شمیر کې پوهانواو ځوانانو او زده کوونکو ګډون وکړو

1 min read

د عبدالولي خان پوهنتون په ګارډن کیمپس کې د ښځو او نجونو پر ضد ډیجیټل تشدد د مخنیوي په اړه ملي سیمینار جوړ شوې وو او چې پکې یو شمیر ګډون والو ګډون وکړو

د مردان عبدالولي خان پوهنتون کې راجوړ شوي دي سیمینار کې کارپوهانو د آنلاین او جسمانی تشدد د زیاتېدو په اړه سختې اندېښنې څرګندې کړې او غوښتنه ی وکړه چې ددې تشدد باید مخه ونیول شي

December 7, 2025

مردان :  د عبدالولي خان پوهنتون مردان د سوشیالوجی څانګې د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق  پاکستان په همکارۍ د ښځو د تشدد د مخ نیوی سرلیک لاندې قامی سیمینار ترسره شو. دغه غونډه د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د نړیوالو ۱۶ ورځنیو فعالیتونو د لمانځنې برخه وه. د سیمینار اصلي تنظیموونکی د سوشیالوجی څانګه وه

پروفیسر ډاکټر محمد اعظم خان، د سوداګرۍ او اقتصاد پوهنځي ډین، د سیمینار ته په خپله وینا کې اویل چې په پاکستان کې د ښځو او نجونو پر ضد ډیجیټل او فزیکي تاوتریخوالي لپاره  هیڅ ځای نشته. هغه د ټولو په ګډو هڅو د خوندي او درناوي ډیجیټل زدکړو پر جوړولو ټینګار وکړ

 څرګندونې او اندېښنې

 د خیبرپښتونخوا د ښځو  د حقونو د کمیشن پخواني مشره  ډاکټره رفعت سردار، وویل چې د ښځینه ولسي استازو او کارکوونکو پر ضد پر انلاین او عامه ځایونو کې بد چلند او سپکاوی نن سبا ډیر زیات شوی. هغې دا کار په هیواد کې د ښځو د تاوتریخوالي تر ټولو خطرناک ډول وباله

د عورت فاونډیشن د پروګرام مشره، صائمہ منیر، وویل چې د ښځو پر ضد تاوتریخوالی مخ پر زیاتېدو دی، او ټولنیزې رسنۍ د دې تاوتریخوالي لوی مرکز ګرځېدلی دی. هغې وویل چې که څه هم ټولنیزې رسنۍ د مدنې مبارزې ځای دی، خو کله چې ښځې پخپله ظلم ویني، همدا رسنۍ چپه خوله پاتې کېږي

د اواز اداری  د خیبرپښتونخوا مشره، شبینه ګلزار، څرګنده کړه چې ښځې، ماشومان او محرومې ډلې لا هم له ګڼ شمیر بشري ننګونو سره مخ دي. هغې وویل چې د دوی پروګرام د ټولنیز پوهاوي او ټولنیز مشارکت له لارې د جنسي تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره کار کوي

د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې مشرې  پروفیسر ډاکټر منهاس مجید خان، وویل چې د جنسي تاوتریخوالي هر ډول بڼه د بنسټیزو انساني حقونو ښکاره خلاف ورزی ده . هغې زیاته کړه د خیبر پښتونخوا د ښځو کمیشن ، قانون جوړونکی، پالیسي مشورو او اداري ملاتړ له لارې د ښځو د خوندیتوب لپاره کار کوي.

د خیبرپښتونخوا  صوبایی محتسب  دفتر د بشري حقونو همغږي کوونکې ډاکټره رابعه وویل چې د رباب مهدي په مشرۍ دغه اداره د ښځو د ملکیت حقونو او په کاري چاپېریال کې د ښځو د خونديتوب لپاره فعال رول لوبوي. هغې وویل چې یاد دفتر د چټک انصاف او ښه حکومتولۍ لپاره مهمه وسیله ده

د څیړنو نتیجې

د اقتصاد استادې ډاکټر نور جهان د خپلې څېړنې مهمې پایلې وړاندې کړې. هغې وویل چې پلارنی دودونه د دې ټاکنه کوي چې څوک ډیجیټل فضا ته لاسرسی لري او څنګه یې کاروي، او دا چې دغه دودونه د ښځو ډیجیټل واک محدودوي

پوهانو اویل په تېرو پنځو کلونو کې ۱.۸ میلیونه پاکستانۍ ښځې د تاوتریخوالي ښکار شوي دي

د پاکستان ۴۰٪ ښځې سایبري ځورونې تجربه کوي

د ایف آیی اې سایبرکرایم وینګ  وایی ۸۰٪ شکایتونه د ښځو او نجونو له خوا کېږي

Related Articles

هندي چارواکي وایی دوی پلټنې پیل کړي دي چې معلومه کړې چې د اورلګیدنې اصلي لامل معلوم کړي

December 7, 2025

تورخم کې د ماشومانو نیول: د سرچینو ترمخه داسې ماشومان جرایم پیشه ګروپونه او ترهګر دخپلو ناوړه مقصدونو لپاره کاروي، ځایی اولس د لنډي کوتل پولیسو لوري ماشومان په خپل حفاظت کې اخستل ستایلي

December 7, 2025

شهزاد اکبر او عادل راجا دواړو ویلي چې د دوی واپس غوښتل سیاسي غچ اخیستنه ده، ځکه دوی د پوځ د زیاتېدونکي نفوذ په اړه نیوکې کوي

December 6, 2025

په افغان چارواکو به د مالي او سفری بندیزونو نوې تګلاره پر طالبانو فشار زیات کړي او د وسلو پر لېږد هم بشپړ بندیز لګوي

December 6, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *