تازه خبرونه

خیبر پښتونخوا کی د سې ټی ډی او پولیسو ګډ عملیات؛ د ناقانونه ګرځول شوي تنظیم  ټي‌ټي‌پي مهم غړی له منځه وړل شوي  

د مردان او سوات سی ټی ډی ټیم او نوښار پولیسو استخباراتي عملیات ترسره کړل؛ سختې نښتې وروسته د انتخاب عالم ډلې یو مهم کمانډر له منځه وړل شوی، وسلې هم نیول شوي

1 min read

په خیبر پښتونخوا کې د امنیتي چارواکو وینا ده چې د ترهګرو پر ضد به عملیات دوام وکړي ترڅو ترهګر او ترهګري له جرړو اوباسي

د خیبر پښتونخوا په بیله بیلو سیمو کې ترهګریز بریدونه زیات شوي او د یو شمیر ځانمرګي بریدونه ذمه واري هم ناقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې په غاړه اخستې

December 6, 2025

پېښور:  د  ترهګری په ضد  ادارې سي ټی ډی په  مردان ریجن او نوښار پولیسو د نظام‌پور په لری پرته  غريزه سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ځانګړي عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې د کالعدم ټي‌ټي‌پي د انتخاب عالم ډلې یو مهم ترهګر وژل شوی دی

د محکمې په وینا سوات ځانګړي ټیم او نوښار  پولیسو په نظام پور کې عملیات پیل کړل، خو د سیمې له ننوتلو سره سم وسله‌والو پر پولیسو د خودکارو وسلو ډزې وکړې. چارواکي وايي چې پولیسو د ځان ساتنې لپاره ځوابي ډزې وکړې او جګړه څو دقیقې روانه وه

د سختې نښتې وروسته یو مهم وسله‌وال پر ځای ووژل شو، خو د هغه څو ملګري تیښته کې بریالي شول

وژل شوي ترهګر پیژندګلو د  حماد ظاهر ولد ظاهر بادشاه په نوم شوې، او چارواکي وايي چې نوموړی د پولیس کانسټېبل مقصود د هدفي وژنې په ګډون په ګڼو ترهګریزو بریدونو کې ککړ و. همدارنګه، هغه د قتل، اقدام قتل، بډو اخیستلو او نورو درنو جرمونو په تور هم مردان او نوښار پولیسو ته مطلوب و

امنیتي ځواکونه وايي چې د سیمې لټون روان دی او د تښتېدلو کسانو د نیولو لپاره پراخ عملیات پیل شوي دي

نورخبرونه: د خیبر پښتونخوا پولیسو په صوبه کې د ترهګریزو پیښو په اړه مهم رپورټ خپور کړې

Related Articles

په افغان چارواکو به د مالي او سفری بندیزونو نوې تګلاره پر طالبانو فشار زیات کړي او د وسلو پر لېږد هم بشپړ بندیز لګوي

December 6, 2025

د افغان طالبانو مخالف ګروپ این ایم ایف دعوی کوی ډرون او زمکنی برید د هند د استخباراتو په مرسته په دوه‌ پړاوو کی پلان شو ې و

December 6, 2025

بیګا شپې د پاکستان او افغانستان ځواکونو ترمنځ په سپین بولدک سرحد یو بل د درنو ډزو کولو خبرونه خپاره شول،ویل کیږي دواړو لوري ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي

December 6, 2025

امنیتي سرچینې وایی په چمن سپین بودلدک سرحد افغان لوري پر پاکستاني مورچو ډزې وشې چې بیا پاکستان ځواکونو هم ددې برید ځواب ورکړو

December 6, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *