تازه خبرونه

پاکستان او افغانستان ځواکونو ترمنځ بیا نښته شوې

امنیتي سرچینې وایی په چمن سپین بودلدک سرحد افغان لوري پر پاکستاني مورچو ډزې وشې چې بیا پاکستان ځواکونو هم ددې برید ځواب ورکړو

1 min read

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د جنګ پیلیدو په اړه افغان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د پاکستان او افغان ځواکونو ترمنځ ډزو تاید کړې دې

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د افغان لوري ترهګرو پر ضد د اقدام نه کولو وروسته کړکیچ رامنځته شوې دې او پوله نن په ۵۶مه ورځ هم تړلې ده

December 6, 2025

پاکستاني امنیتي سرچینو ادعا کړې چې د جمعې  د شپې ناوخته  افغان سرحدي ځواکونو د سپین بولدک ـ چمن په وېش، مازل‌ګلۍ او لقمان کلي کې بې اشتعال ډزې پیل کړې، چې وروسته دواړو لورو تر نږدې څلورو ساعتونو جګړه شوی

. سرچینې وایی  پاکستاني ځواکونو د افغان برید ته کلک غبرګون وښود او د برید ځواب ی  ورکړ او حتی د ځوابي برید پرمهال عصري ډرونونه هم وکارول شول، چې له امله یې پر افغان مورچو خاموشي خپره کړې، سرچینې وایی چې د پاکستاني لوري د ډرونونو وروسته افغان ځواکونه له مورچو وتښتیدل

عیني شاهدان وايي، جګړه د شپې لس بجې پیل شوه او د هاوانونو، لاسي بمونو او درنو وسلو د ډزو له امله د سیمې اوسېدونکي تر سهاره په وېره کې پاتې شول. د ځایي سرچینو د معلوماتو له مخې، د هاوان مرمیو لګېدو له کبله څلور  افغان ملکي وګړي شهیدان شوي او څلور نور ټپیان دي. د ټپیانو په ډله کې د یوې ښځې او یو سړي حالت مرګونې دی او دا مهال په  روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

افغان سرچینې تور لګوي او  زیاتوي چې جګړه وروسته له هغې ونښته چې پاکستاني سرتېرو «په ناڅاپي توګه» د سرحد دې غاړې ته لاسي بمونه وغورځول، خو پاکستاني چارواکي بیا ټینګار کوي چې د جګړې پیل د افغان لوري وشو

په همدې حال کې، د افغان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم د نښتو تایید کړی او ویلي چې لومړۍ پېښه په باډیني سرحدي سیمه کې شوې، چې فائرنګ بیا وروسته بند شو، خو ځاني زیان پکې نه دی ثبت شوی. د بابِ دوستی په سیمه کې د درنیو ډزو تبادله شوې ده

د جګړې د پراخېدو له امله د سرحد دواړو غاړو کې سیمه ییز خلک خپل کورونو پرېښودو ته اړ شول او نورو سیمو ته لاړل، دواړه هېوادونه تر دې دمه په لوړې تیارۍ کې دي او سرحدي وضعیت لا هم ترینګلی بلل کېږي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځه د تیرو دری میاشتو راهسی اړیکی ترینګلي دی او وخت په وخت د دواړو هېوادونو ترمنځه په پوله ډزی کیږی. په قطر دوحه کې د ترکیی  او قطر په منځګړتوب اور بند شوی وو په نومبر کې هغه اور مات شوی پاکستان تور لګوی چی په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کی د بد امنی او ترهګریز بریدونو دپاره د افغانستان خاوره کارولی کیږی خو افغانستان دا تورونه رده وی

دا هم باید یادونه وشی چې په اکتوبر میاشت کې د دوحه خبرو وروسته په استنبول کې هم د پاکستان او افغانستان ترمنځ خبرې ناکامه شوې وې خو دواړه لوري په اوربند راضي وو او په دې وروستیو کې سعودي عربستان کې هم خبرې پرته له کومې مثبتې پایلې ختمې شوې خو د پلاویو سرچینو ترمخه دواړه لوري په ډزبندۍ راضي شوي وو

نورخبرونه: سعودي عربستان کې د پاکستان او افغانستان خبرې ناکامه شوي

د متقي لوري پر پاکستان نیوکې: څیړونکو د متقي نیوکې غیرمسولانه بللي
د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د سرحد په پرانستلو جنجال- افغان لوري باور غواړي-پاکستان هم لیکلې ژمنه غواړي

Related Articles

بیګا شپې د پاکستان او افغانستان ځواکونو ترمنځ په سپین بولدک سرحد یو بل د درنو ډزو کولو خبرونه خپاره شول،ویل کیږي دواړو لوري ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي

December 6, 2025

د پاکستان پوځ ویاند وویل چې د پي ټي آیی مشرتابه وایی پوځ سیاست کوي، جنګ نه شي کولې، ولې دوی و نه لیدل چې د پاکستان پوځ څنګه جنګ وکړو؟

December 5, 2025

د روسیې ولسمشر د طالبانو د واک تثبیت مني، خو د هغوى پر وړاندې د سیمه‌ییزو اندېښنو یادونه مهمه ګڼل کېږي

December 5, 2025

د پاکستان او قرغزستان د سیمه‌ییز اتصال، توانايی د پروژو، او ګډو ستراتیژیکو همکاریو پر پراخولو هوکړه وکړه؛ د ۲۰۲۷–۲۸ لپاره د ۲۰۰ میلیونه ډالرو نوې سوداګریز هدف ټاکل شوی

December 5, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *