تازه خبرونه

افغان طالبان: پاکستان څخه واپس راستنې شوې ۷۰۴ کورنۍ چې   ۳۷۸۳ غړي ی وو خپلو کورونو ته ولیږل شو

افغان طالب چارواکي وایی د اسلام کلا له لارې (۳۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۲۵) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي

1 min read

پاکستان تورخم او سپین بولدک سرحد د افغان مهاجرینو پر مخ خلاص کړي دی

افغان طالب چارواکي وایی دوی پاکستان څخه راستانه شوي افغان مهاجرینو لپاره په سرحدي سیمو کې کمپونه جوړ کړي او دوی سره مرستې کوو

December 5, 2025

کابل/تورخم: د افغان طالبانو حکومت د  مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د کمېټو ورځنی کاري راپور خپور شوې ، راپور چې د  پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۶/۱۳هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۹/۱۳هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي دي

د اسلام کلا له لارې (۳۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۲۵) تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي ، د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۵) کورنیو سره مجموعًا (۲۴۲۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې (۱۶)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷۶)تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز (۱۴۷۳)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي. د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۵)کورنیو سره مجموعًا (۴۸۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول

روغتیا: په ورېښمو لار کې (۷۷۵)تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي

مخابرات: په ورېښمو لار کې مهاجرینو ته (۵)عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو

د سپین بولدک له لارې (۳۶۳)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۹۵۲)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي. له سپین بولدک څخه (۲۶۲)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۳۶۹)تنه و، غزني، لوګر، پکتیا، هلمند، کندهار، هرات او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته (۲۲۵۹۵۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۶۱)کورنیو سره مجموعًا (۳۰۴۴۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي

غذا: په سپین بولدک کې (۱۵۰۰۰)خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۴۲۲)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي

د تورخم له لارې (۱۹۶)کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو (۷۸۰)تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي. له تورخم څخه (۱۲۹)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷۰۲)تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۷۷۰۷۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۵۳)کورنیو سره مجموعًا (۱۲۸۶۰۰۰)افغانۍ  مرسته شوې ده.د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۷۶)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي

 په تورخم کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو

د بهرامچې له لارې (۱۵)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۸۳)تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي. د هلمند له بهرامچې څخه (۲۶)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۴۹)تنه و، ګرمسیر، خانشین، دیشو ولسوالیو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادې کورنۍ ته (۲۴۹۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۲)کورنیو سره مجموعًا (۱۹۶۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.له کابل څخه (۲۸۷)‍کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۵۶۳)تنه و، کندوز، بغلان، تخار، جوزجان، سرپل، لوګر، سمنګان، بلخ، دایکندي او ننګرهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۱۳۰۸۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده. د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي

ثبت شـــــوي مهـاجرین:               (۶۲۷)کورنۍ او (۳۰۱۶)افراد

لېږدول شـوي مهـاجرین:               (۷۰۴)کورنۍ او (۳۷۸۳)افراد

مرسته شوي مهــاجرین:              (۵۷۶)کــورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:              (۶۰۳)عــــدده

Related Articles

د پاکستان پوځ ویاند وویل چې د پي ټي آیی مشرتابه وایی پوځ سیاست کوي، جنګ نه شي کولې، ولې دوی و نه لیدل چې د پاکستان پوځ څنګه جنګ وکړو؟

December 5, 2025

د روسیې ولسمشر د طالبانو د واک تثبیت مني، خو د هغوى پر وړاندې د سیمه‌ییزو اندېښنو یادونه مهمه ګڼل کېږي

December 5, 2025

د پاکستان او قرغزستان د سیمه‌ییز اتصال، توانايی د پروژو، او ګډو ستراتیژیکو همکاریو پر پراخولو هوکړه وکړه؛ د ۲۰۲۷–۲۸ لپاره د ۲۰۰ میلیونه ډالرو نوې سوداګریز هدف ټاکل شوی

December 5, 2025

پاکستان د ملګرو ملتونو د غوښتنې وروسته دا پریکړه وکړه چې د ملګرو ملتونو د مرستو ډک کانټینرونه به له پاکستان لارې افغانستان ته انتقال کړې شي

December 5, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *