تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو مرستو ډک کانټینرونه تورخم او جمرود ته رارسیدلي

پاکستان د ملګرو ملتونو د غوښتنې وروسته دا پریکړه وکړه چې د ملګرو ملتونو د مرستو ډک کانټینرونه به له پاکستان لارې افغانستان ته انتقال کړې شي
پرون د افغان بهرنیو چارو وزیر له لوري هم د سرحد پرانستلو په اړه یو لانجه من بیان خپور شوې چې افغان لوري باور غواړي چې پاکستان په سرحد نه تړي

په دې وروستیو کې د پاکستان مرستیال وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي وو چې ملګرو ملتونو غوښتي چې د پاکستان لارې د ملګرو ملتونو د انساني مرستو ډک کانټینرونو ته افغانستان ته د تللو اجازه ورکړل شي فایل فوټو: تورخم سرحد له لارې د پاکستان لوري افغانانو لپاره د مرستو ډک کانټینر افغانستان ته داخلیږي

افغانستان لپاره  ته د ملګرو ملتونو له لوري د مرستو د توکو بار شپږ کانټینرونه د تورخم او جمرود ټرمینلونو ته رارسېدلي دي

د پاکستان وزارت خارجه سره مشور او کولو وروسته پاکستان پریکړه وکړه چې د ملګرو ملتونو د مرستو ډل کانټینرونو ته به د پاکستان لارې افغانستان ته اجازه ورکړي ترڅو د انساني همدردۍ لاندې دا مرستې افغانستان ته ورسول شي

په دې وروستیو کې د پاکستان مرستیال وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي وو چې ملګرو ملتونو غوښتنه کړې چې دوی انساني مرستې له پاکستان لارې افغانستان ته لیږل غواړي او پاکستان به په دې اړه ډیره زر پریکړه وکړي

د پاکستان افغان ولس لپاره د همدردۍ او خواخوږۍ پریکړه

پرون پاکستان پریکړه وکړه چې د انساني همدردۍ او خواخوږۍ لاندې د ملګرو ملتونو د انساني مرستو ډک کانټینرونو ته لار ورکړي ترڅو دا مرستې افغانستان ته ورسول شي

 د معلوماتو له مخې، په طورخم ټرمینل کې ۲ او په جمرود ټرمینل کې ۴ کانټینرونه موجود دي چې د درملو او طبي وسایلو څخه ډک دي.

پاکستان د انساني همدردۍ له مخې د ملګرو ملتونو کانټینرونو ته د تورخم او چمن لارې د پرانیستو پرېکړه وکړه

پاکستان ملګرو ملتونو اړوند مرستندویو ادارو ته افغانستان ته د مرستو د لېږد اجازه ورکړې ده.

دغه پرېکړه په دې داسې وخت کې شوې ده چې په دې  وروستیو کې د افغانستان لوري د ترهګرو پر ضد اقدام نه کولو او د افغان لوري لیکلې ژمنه نه کولو وروسته پاکستان او افغانستان ترمنځ شخړه زیاته شوه او پاکستان له ۱۲م اکتوبر څخه خپل ټول سرحدونه هم د تړلو پریکړه وکړه

دلته باید یادونه وشی چې وزارت تجارت د افغان ټرانزټ ټریډ ډی جی او د ایف بي آر د کسټمز د عملیاتو غړي ته په یو لیک کې ویلي چې د ملګرو ملتونو مرستندویو ادارو ته د خوراکي توکو افغانستان د  د لېږد اجازه د وزارت خارجه په سپارښتنه ورکړل شوې ده

د لیک له مخې، د وزارت خارجه په مشوره پرېکړه شوې چې د یونیسف، ورلډ فوډ پروګرام او یونایټډ نیشن پاپولېشن فنډ کانټینرونو ته به په پړاوونو کې کلیئرنس ورکول کېږي.

 د پاکستان روښانه دریځ

دلته مهمه ده چې یادونه وشی چې پرون د افغان بهرنیو چارو وزیر له لوري یو لانجه من بیان هم مخې ته راغلې چې پکې امیر خان متقي ویلي وو چې ترڅو پاکستان موږ ته باور را نه کړي نو پوله به تړلې وې

د سیاسي او اقتصادي کارپوهانو لوري دا نیوکه او بیان ډیر غیرمسولانه وبلل شو او ددې په غبرګون کې د پاکستان لوري هم داسې بیان خپور شوې چې په سرحد کړکیچ د افغان لوري د پاکستان پر ضد د خاورې کارول دي، پاکستاني چارواکو ویلي چې که افغان طالب چارواکي لیکلي ژمنه وکړي دا شخړه په اسانه هواریدلې شي

د پاکستان لوري دا پیغام بیا بیا تکرار شوې دې چې پاکستان له افغان ولس سره کومه ستونزه نه لري که ستونزه لري نو افغان طالب چارواکو سره ی ده چې دوی د ترهګرو پر ضد اقدام نه کوي او خپله خاوره د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره کاروي

نورخبرونه

د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د سرحد په پرانستلو جنجال- افغان لوري باور غواړي-پاکستان هم لیکلې ژمنه غواړي

د متقي لوري پر پاکستان نیوکې: څیړونکو د متقي نیوکې غیرمسولانه بللي

Related Articles

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار خپل ایران سیالس سره د ټیلفون لارې خبرې کړي او په یو شمیر مهمو ټکو ی ورسره ټینګار کړې دې

January 26, 2026

لنډي کوتل ته راغلي سیلانیانو له اړوند ادارو غوښتي چې په لنډي کوتل کې دې سیلګرۍ ته وده ورکولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي

January 26, 2026

د خیبر پښتونخوا صوبایی حکومت کې د مخالف ګوند مشر ډاکټر عباالله پوښتنه کړې چې په دومره لویه اندازه کې صوبایی حکومت ته ورکړل شوې فنډ کوم ځای خرڅ شوې دې

January 26, 2026

د افغانستان طالبانو پر نوی قانون دیني عالمانو د ژورو اندیښنو څرګندونه کړې ده او دای اسلام سره په مخالف بللې دې

January 25, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *