کابل /اسلام اباد: اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد نن په کابل کې ویلی چې افغانستان به هغه مهال له پاکستان سره د سوداګرۍ لارې بېرته پرانیزي، چې اسلاماباد د باور وړ او قوي ضمانتونه وړاندې کړي ترڅو دغه لارې په راتلونکي کې د سياسي فشار د وسيلې په توګه ونه کارول شي
د دواړو هېوادونو ترمنځه په پوله ټولی تجارتی لارې د تیرو ۵۴ ورځو راهسی تړلی شوی چی له امله ی اقتصاد پوهان وایی دواړه اړخه ته سوداګريز تاوانونه اوړي
اقتصاد پوهان وایی چې افغانستان په څیر کمزوري اقتصاد لرونکې هیواد لپاره پاکستان سره سرحد ډیر وخت تړل دا هیواد له اقتصادي ستونز سره مخ کوي ځکه پاکستان لار افغانستان لپاره ډیره اسانه او ارزانه ده
ذبیح الله مجاهد د خبریالانو سره په خبرو کې د سوداګرۍ او ترانزیټ لارو تړل “غیرقانوني اقدام” وباله او ویې ویل چې دا کار د خلکو او سوداګرو حقونه تر پښو لاندې کوي او د اقتصادي فشار یوه څرګنده بڼه ده. هغه زیاته کړه چې د لارو تړل د دواړو هېوادونو عادي خلکو ته د پام وړ زیان اړولی او افغانستان دا مهال خپلې سوداګریزې اړتیاوې د بدلو هېوادونو له لارې پوره کوي
هغوی وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګريزې لارې د پاکستان له لوري غیرقانوني تړل شوې او د سياسي او اقتصادي فشار په توګه ترې استفاده شوې ده.”
افغان طالب چارواکي دې لیکلې ژمنه راکړي: د اسلام آباد غوښتنه
خو اسلاماباد بیا ټینګار کوي چې تر هغه چې کابل ضمانت ورنه کړي چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ ازادي غوښتونکې ډلې له لوري نه کارېږي، د سوداګرۍ لارو پرانیستل به ونه شي. پاکستاني چارواکي همداراز د یوه لیکلي لوظ نامې د لاسلیک غوښتنه کوي، تر څو د یادو ډلو پر ضد ګامونه پکې روښانه شي
د پاکستان چارواکو ترمخه ترڅو چې کابل لیکلې ژمنه و نه کړي چې افغان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارول کیږي، سرحد به تړلې وې
د اکتوبر راهسی روان سفارتی کړکېچ د سیمې امنیتي او سياسي اندېښنې څرګندوي، او دواړه هېوادونه هڅه کوي خپلی قامی ګټې په پام کی اوساتی او په عینی حال کې د انسانی اړتیاوو او سوداګرۍ توازن هم وساتي
مهمه ده چې یادونه وشي چې د افغان لوري پر پاکستاني سرحدي سیمو بریدونو وروسته پاکستان افغانستان سره خپل ټول سرحدونه د تجارت لپاره له ۱۲م اکتوبر څخه تړلي دي او نن به ۵۴م ورځ هم د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحد سپین بولدک او تورخم پوله تړلي دي
نورخبرونه: سعودي عربستان کې د پاکستان او افغانستان خبرې ناکامه شوي
د متقي لوري پر پاکستان نیوکې: څیړونکو د متقي نیوکې غیرمسولانه بللي