تازه خبرونه

خیبرپښتونخوا به د ۱۱م این ایف سي غونډه کې د خپلو مالي حقونو لپاره قوي او مستند دریځ وړاندې کړي

د مرکز له خوا این ایف سی بحث پیلېږي؛ خیبر پښتونخوا د ۳.۵ زره اربه روپو وفاقي بقايا جات، د این ایف سي د لویې ونډې، د برېښنا ګټو او د ضم شويو سیمو لپاره د فنډونو غوښتنه کوي
د خیبرپښتونخوا ویاند شفیع جان د این ایف سي غونډې لپاره د صوبې د مالي دعوو او تیاری په اړه له رسنیو سره خبرې کوي

د خیبر پښتونخوا حکومت ویاند شفیع جان خبرداری ورکړې دې چې د وفاق له لوري د فنډونو په نه ورکولو سره د ضم شويو سیمو امنیتي وضعه نوره هم خرابېږي

اسلام‌اباد/پېښور:  مرکزی حکومت   په ۱۱م قامی  مالیاتي کمیشن   لومړۍ غونډه نن د زیارت په ورځ   رابللی او خیبرپښتونخوا وايي چې په دې مهمه غونډه کې به د خپلو پاتې مالي حقونو لپاره یو قوي، مستند او پر حقایقو ولاړ دریځ وړاندې کړي

وفاقي  د مالیې وزیر محمد اورنګزیب  د غونډی مشري کوي، چې په رسمي ډول به د هېواد قابل تقسیم مالیی د افقي او عمودي وېش لپاره خبرې اترې پیل کړي

د څلورو صوبو د مالیې وزیران او څلور نور اقتصادی پوهان  (نان‌سټیټټري) غړي به د  کمیشن په غونډه  کې ګډون اوکړی . د سند او خیبرپښتونخوا وزیراعلی   چې دواړه د مالیې چارج هم لري ،په دې غونډه کې ګډون کوي. د خیبر پښتونخوا  وزیراعلیٰ سهېل آفریدی سلاکار  مزمل اسلم، د مالیې سیکتر او نور غړي به په مشرۍ د  لوی پلاوی رهبري کوي

د وفاق ایجنډا

 مرکزی ده مالیې وزارت په وینا، غونډه به د ۱۱م این ایف سي  ایوارډ د بحث په اړه د عمومي خبرو اترو له پیل سره شروع شي، چې پکې د موضوعاتي فرعي کمېټو جوړول شامل دي

ورپسې به هره صوبه او وفاق ۱۰ دقیقې وړاندې اجازه ورکول کیږی څو خپل مالي وضعیت تشریح کړي. وروسته به د راتلونکو این ایف سي  غونډو مهال ویش هم وټاکل شي، چې تمه ده په ټولو مرکزي او صوبايي مرکزونو کې ترسره شي

۱۱م این ایف سي  چې د اګست په ۲۲مه جوړ شوی، د آرټیکل ۱۶۰ له مخې د پنځو لویو مرکزی مالیاتي ګټو ته پام لرنه کیږی

د  خیبر پښتونخوا ویاند شفیع جان وویلی چې صوبه به په غونډه کې  مهم مالي مطالبات وړاندې کړي

د نفوس، رقبې او ضم شويو سیمو له زیاتوالي سره سم دخیبرپښتونخوا د این ایف سي  ونډې زیاتول ،د پن بجلي ګټو د پاتې پیسو سمدستي اجرا، د ضم شويو قبایلي سیمو لپاره د وفاق هغه کلنۍ ۱۰۰ اربه روپۍ ژمنه چې لا هم نه ده عملي شوې د ترهګرۍ ضد جګړې لپاره د لا زیاتو فنډونو غوښتنه وکړي، دا  ځکه چې  صوبه د امنیت په میدان کې په لومړۍ کرښه ولاړه ده

شفیع جان وویل چې وفاق لوري خیبرپښتونخوا ته ۳.۵ زره اربه روپۍ پاتې دي، چې دا بقايا جات د صوبې د مالي ثبات لپاره “حیاتي ارزښت” لري

د این ایف سي  د اوسنيې  فارمولې په اړه  اندېښنې

د خیبر پښتونخوا  ویاند په وینا، اوسنی این ایف سي  عملاً “د درې نيم صوبو ترمنځ وېشل کېږي”، چې د آئین د روح خلاف دی او خیبرپښتونخوا په ځانګړې توګه د ضم شويو سیمو تر ادغام وروسته زیانمنوي، هغه ټینګار وکړ چې د صوبې امنیتي بار او د نفوس بدلون باید په نوې ونډه کې ښکاره شي

شفیع جان خبرداری ورکړ چې د وفاق له لوري د فنډونو په نه ورکولو سره د ضم شويو سیمو امنیتي وضعه نوره هم خرابېږي او سیمې د محرومیت له امله له نویو ستونزو سره مخ دي

ده وویل چې د خیبرپښتونخوا حکومت او اپوزېشن دواړه په دې موضوع یو موټی دي، او د صوبې پر مالي حقونو ی هېڅ ډول اختلاف نشته

Related Articles

د وادي تیراه اپریشن پریکړه له هغې وروسته شوې ده چې د وسله والو سره د مشرانو یو شمیر جرګې ترسره شوې او د صوبایی حکومت سره د سلا وروسته د اپریشن پریکړه وشوه

January 23, 2026

د پاکستان پوځ ځوانان او نور حکومتي اهلکار په سختو واورو او بارانونو کې له تیراه څخه په عارضي ډول کډه کوونکو سره مرستې کوي او له سرکونو څخه واورې صفا کوي

January 23, 2026

پاکستان تل په نړیوالو فورمونو او د ملګرو ملتونو په پلیټ فارم د فلسطین په اړه یو روښانه دریځ وړاندې کړې او د یو آزاد او خپلواک فلسطیني ریاست غوښتنه ی کړې چې مرکز ی القدس شری وي

January 22, 2026

امنیتي سرچینې وایی چې د فتنه الخوارج ډلې تحریک طالبان پاکستان کمانډر عمر فاروق وسله ولو د افغانستان په ننګرهار ولایت کې له منځه وړې دې

January 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *