تازه خبرونه

د متقي لوري پر پاکستان نیوکې: څیړونکو د متقي نیوکې غیرمسولانه بللي

سیاسي او دفاعي کارپوهان د افغان طالبانو د بهرنیو چارو وزیر دا نیوکې غیرمسولانه بللي دي او د متقي نیوکې ی له اصلي مقصد څخه د افغان حکومت پام اړولو هڅه بللې

1 min read

ناقانونه ګرځول شوې ډله ټي تي پي په افغانستان کې فعالیت لري، افغان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي

د پاکستان امنیتي چارواکو ترمخه د افغان چارواکو له لوري د غیرمسولانه بیانونو له امله د پاکستان او افغانستان اړیکې نورې هم ترینګلې شوي دي

December 4, 2025

اسلام آباد: د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په دې وروستیو کې د بهرنیو چارو وزارت په اکاډمي کې یوې ناستې ته وینا وکړه او د پاکستان او افغانستان اړیکو، د کډوالو د سمون، سوداګرۍ او سیمه‌ ییز امنیت په اړه یې خبرې وکړې. هغه په خپل وینا کې اوویل چې د پاکستان ستونزه له بلوڅانو سره په بلوچستان کې اووه اویا کاله دوام لري ـ پوښتنه ی وکړه چې ایا دا د پاکستان د جوړېدو له لومړۍ ورځې نه ده پیل شوې؟ د دوی ستونزې له تحریک طالبان پاکستان سره له شلو کلونو زیاتې شوې دي

 څیرونکی او امنیتي کارپوهانو د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وروستۍ څرګندونې چې په کې یې پاکستان د “۷۸ کلونو ستونزو” لپاره  تورن کړی، په کلکه غندلې. او وایي، د متقي بیانونه د اصلي امنیتي ګواښونو پر وړاندې چې د افغانستان خاوره څخه پیدا کیږی، سترګې پټوی

شنونکي په دې ټینګار کوي چې د پاکستان اصلي ستونزه ، د تحریک طالبان پاکستان   مشرتابه، د بلوچستان د ازادۍ غورځنګ  ډلې، او نور بهرني ملاتړي وسله‌وال په افغانستان کې د فعالیت دوام دې، کوم چې تر اوسه د افغان چارواکو له خوا نه ده هواره شوې .

 یادې ډلې په افغانستان کې په  څرګنده فعالیت کوي، د روزنې کمپونه لري، په افغان خاوره کمپونو کې د بریدونو پلانونه جوړوي او بیا د پاکستان پر ضد ترسره کوي، چېې سیمه ییز امنیت ته جدي ګواښونه رامنځته کوي. شنونکي وايي، د تور لګولو هڅه پر پاکستان هیڅ ګټه نه کوي او د ترهګریز مرکزونو د ختمولو اړتیا نه له منځه وړي

متقي د افغانستان اقتصادي مقاومت او “ثابت نرخونه” وستایل، خو ناقدین وایي چې میلیونونه افغانان لا هم د لوږې، بې‌کارۍ او ظلم سره مخ دي. د ترانزیت محدودیتونو سره که څه هم افغانستان سقوط ونه کړ، خو څرګنده شوه چې کابل په پاکستان ډېر تکیه لري او د پاکستان مشروع امنیتي اندېښنو ته پاملرنه نه کوي

په کوکنارو د بندیز په اړه، متقي د بریالیتوب ادعا وکړه، خو د ملګرو ملتونو راپورونه ښيي چې افغانستان لا هم د نړۍ تر ټولو ستره مخادره موادو سرچینه ده. شنونکي وایي، د طالبانو د ادعاوو سره سره د نشه‌يي موادو قاچاق په سیمه کې لا هم پراخیږي، او په افغانستان کې د نشه‌یي توکو د شبکو پراختیا په داسې حال کې چې د پاکستان پولو ته اشاره کېږي، یوازې د پامه غورځول دی

متقي د دوو امریکایي ساتونکو د وژل کېدو پیښه یوازې یوه جلا پېښه وبلله، خو شنونکي وایي چې دا د کلونو راډیکالیزم نتیجه ده چې په افغانستان کې وروزل شو. په افغانستان کې کمزوري قونسلګري او اداري سیستمونه وسله‌والو ته اجازه ورکوي چې په غیر قانوني ډول له هیواده ووځي ناامني،او سخت دریځي نورو ګاونډیو هیوادونو ته انتقال کړي. کارپوهان ټینګار کوي چې نړیواله ټولنه او افغان چارواکي باید د وینا پر ځای حقیقي نتایج وړاندې کړي

شنونکي وایي، که څه هم افغانستان اقتصادي او اننظامی ستونزې لري، د سرحدي ترهګرۍ مسوولیت پر پاکستان تورول د سیمه‌ییز باور لپاره زیان رسوي. د وسله‌والو خوندي پناه ځایونه باید ختم شي، د نشه‌يي موادو قاچاق کنټرول شي، او افغان چارواکي دې  پایداره حکومت ته پام اوکړی  تر څو د افغانستان او پاکستان لپاره اوږدمهاله ثبات یقیني شي

نورخبرونه: سعودي عربستان کې د پاکستان او افغانستان خبرې ناکامه شوي

Related Articles

د پاکستان پوځ ویاند وویل چې د پي ټي آیی مشرتابه وایی پوځ سیاست کوي، جنګ نه شي کولې، ولې دوی و نه لیدل چې د پاکستان پوځ څنګه جنګ وکړو؟

December 5, 2025

د روسیې ولسمشر د طالبانو د واک تثبیت مني، خو د هغوى پر وړاندې د سیمه‌ییزو اندېښنو یادونه مهمه ګڼل کېږي

December 5, 2025

د پاکستان او قرغزستان د سیمه‌ییز اتصال، توانايی د پروژو، او ګډو ستراتیژیکو همکاریو پر پراخولو هوکړه وکړه؛ د ۲۰۲۷–۲۸ لپاره د ۲۰۰ میلیونه ډالرو نوې سوداګریز هدف ټاکل شوی

December 5, 2025

افغان طالب چارواکي وایی د اسلام کلا له لارې (۳۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۲۵) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي

December 5, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *