تازه خبرونه

په امریکا کې یو افغان‌الاصل  زده کوونکې نیول شوی:په پولیس سټیشن د برید کولو تور پرې لګیدلې

د امریکا پولیس وایی یو افغان چې لقمان نامه ی ده او د ډیلاوري پوهنتون زده کوونکې دې د ناقانونه وسلې لرلو په تور نیول شوې دې
په امریکا کې په دې وروستیو کې افغان وګړي ترهګر پلان جوړولو او په امریکایی سرتیرو د ډزو په تور نیول شوي دي

د امریکا د پولیسو د معلوماتو له مخې، د شپې ناوخته پولیس په یوه پارک کې د معمول چیکنګ پر مهال یوه سپینه ټویوټا ټېکومه په مشکوک حالت کې وموندله

ډیلاویر کې افغان‌الاصل امریکایي محصل ونیول شو؛ د پولیسو پر ضد د برید منصوبه ورسره  وموندل شوه، د امریکا د ډیلاویر ایالت پولیسو یو افغان نژاد امریکایي محصل لقمان خان نیولی دی. د چارواکو په وینا، ۲۵ کلن لقمان خان د ډیلاویر پوهنتون انډرګرېجویټ محصل دی، او له هغه څخه داسې وسله، مهمات، بادي آرمور، دوربین او یوه یاداښت‌کتابچه ترلاسه شوې چې ګواکې د بریدونو تفصیلي پلانونه پکې ثبت وو. دغه وسله د مشین‌ګن په ډول بدله شوې وه.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، د شپې ناوخته پولیس په یوه پارک کې د معمول چیکنګ پر مهال یوه سپینه ټویوټا ټېکومه په مشکوک حالت کې وموندله. د موټر چلونکي د پولیسو له حکم سرغړونه کولو له پولیس سره د مزاحمت کولو  له امله هغه نیول شوی دی.

د موټر د تلاشي پر مهال په لاس راغلې ډایري کې د پولیس سټېشن پر ضد تفصیلي برید پلان، د جګړې تخنیکونه، او د ډیلاویر پوهنتون د پولیسو د جوړښت نقشې موجودې وې، چې په هغو کې د ځانګړو دروازو او وتلو لارو نښه‌ګذاري هم شوې وه.په ډایري کې د یو پولیس افسر نوم هم لیکل شوی و.

د لا زیاتو څېړنو لپاره ایف بي آیی هم د قضیې پلټنو ته ورګډه شوې. د فدرالي ادارې مامورانو د ملزم په کور چاپه وهلې او یوه داسې پستول یې هم په لاس راوړې چې غیرقانوني “سوئچ” پرې لګول شوی و او وسله یې په بشپړه توګه اتومات مشین‌ګن ته بدله کړې وه

پر لقمان خان د درنو وسلو ګڼ تورونه لګېدلي دي، چې پکې د ناقانونه مجلې لرونکي وسلې ساتل او د وژونکي وسلې پټ انتقال شامل دي. چارواکي وايي چې د څېړنو تر بشپړېدو پورې هغه د پوهنتون ټولو کیمپسونو ته په بشپړ ډول بند اعلان شوی دی.

د پوهنتون ادارې ویلي چې د کیمپس امنیت نور هم سخت شوی او زده کوونکو ته سپارښتنه شوې چې هر ډول مشکوکه کړنه سمدستي راپور کړي

نورخبرونه: امریکا کې یو بل افغان د داعش خراسان ډلې سره تړاو په تور ونیول شو

Related Articles

د پاکستان JF-17 تھنډر جنګي الوتکه د نړیوالو دفاعي صادراتو مهمه برخه ګرځېدلې، او په بهر کې یې د څو میلیارډ ډالرو تړونونه ترلاسه کړي

March 5, 2026

د عملیاتو “غضب للحق” تازه جګړه کې افغان طالبانو ته سخت جاني او مالي زیان رسېدلی؛ تر ۴ مارچ پورې ۴۸۱ جګړه ماران وژل شوي او سلګونه پوځي پوستې تباه شوي دي

March 5, 2026

غیر تصدیق شوي راپورونه وایي چې ځینې مشران د خپلو کورنیو سره خوندي سیمو ته تللي دي

March 5, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *