تازه خبرونه

امریکا کې یو بل افغان د داعش خراسان ډلې سره تړاو په تور ونیول شو

د امریکا امنیت وزیرې په یو بیان کې ویلي دي چې نیول شوې افغان تن څخه داسې اسناد ترلاسه شوي چې ښایی دا تن داعش خراسان ډلې سره تړاو لري
د امریکا د هوم لینډ سیکوریټي امنیتي اهلکارو یو افغان نیولی چې د داعش–خراسان د ملاتړ تور پرې لګېدلی

د امریکا امنیتي چارواکو لوري نیول شوې افغان وګړې چې جان شاه نومیږي امریکا ته د جوبایډن د افغان وګړو لپاره ځانګړي د بیا میشتیدو پروګرام ترلاندې امریکا ته تللې

د امریکا په بیله بیلو ایالتونو کې د افغان وګړو د ترهګریز فعالیتونو په تور نیول کیدو وروسته د  امریکا د کورني امنیت ادارې  د یو بل افغان وګړي چې جان شاه صافي نومیږي، د نیولو خبر ورکړې دې

د امریکا هوم لینډ سیکوریټي په ایکس پاڼه د خپور راپور ترمخه  دوی یو افغان تن چې  د عراق “اسلامي دولت” ډلې ،داعش خراسان  ملاتړې دې   نیولې دې، په راپور کې وایی چې دې افغان به خپل پلار ته  هم وسلې برابرولې ، په راپور کې وایی  چې د  یاد نیول شوي افغان تن پلار  په افغانستان کې د یوې وسله‌والې ډلې قوماندان دی

د  امریکا هوم لینډ سیکوریټي اداره په ایکس پاڼه لیکلي دي چې د  بایډن ادارې د امریکا د ملي امنیت له بدو بحرانونو څخه یو لوی بحران رامنځته کړ. بایډن نږدې ۱۹۰ زره ناڅرګند افغانان هېواد ته داخل کړل، او یوازې هغه وخت یې د دوی پېژند او نیت معلومول پیل کړل چې هغوی  د امریکا خاورې ته داخل شوي وو.

د امریکا د کورني امنیت وزیرې کرسټي نووم د چهارشنبې په ورځ په خپل بیان کې ویلي دي چې  چې یاد کس د کورني امنیت د څېړنو څانګې   د مامورانو له لوري د ویرجینیا ایالت په واینز بورو ښار کې ونیول شو

دغه اداره زیاتوي چې صافي یو غیرقانوني کډوال او “ترهګر” بلل کېږي، چې د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر پر ۸مه نېټه د بایډن ادارې د “ملګرو هرکلی عملیات” پروګرام له لارې امریکا ته راغلې دې

د راپور ترمخه نیول شوي افغان تن په امریکا کې د موقتي خوندیتوب    لپاره غوښتنلیک هم ورکړی و، خو د  وزیرې کرسټي نووم ترمخه  د افغانانو د موقتي خوندیتوب پروګرام لغوه کړلو وروسته د نیول شوي افغان غوښتنلیک هم لغوه شوې دې

دلته باید یادونه وشی چې په دې وروستیو کې یو افغان وګړي رحمان الله لکنوال په واشنګټن ډي سي کې پر امرکایی سرتیرو ډزې وکړې، په پایله کې ی دوه سرتیري سخټ ټپيان شول چې وروسته ی بیا یوه ښځینه سرتیرې ژوند له لاسه ورکړو ، په ټیکساس کې هم یو افغان وګړي داود الکوزي چې په دري ژبه وایی په یوه ویډیو کې وایی چې هغه پلان لري چې ځانمرګي برید وکړي، دا تن هم له امریکایی امنیتي چارواکو له لوري نیول شوي دې او پلټنې ترې دوام لري

نورخبرونه: په امریکا کې د سپینې ماڼۍ تر څنګ ډزې: د نیشنل ګارډ دوه سرتېري سخت ژوبل شوي

Related Articles

دا پوښتنه خپل ځای لري چې ولې حکومت او دولتي ادارې د دې زیاتیدونکي ګډوډۍ مخنیوي کې په وخت ناکامه ښکاري. ولې هر ځل همدا صحنه تکراریږي: لومړی له تحریکی څرګندونو سره مخ کیږو، بیا د احتجاج بلنې راځي، وروسته سړکونه بندېږي، بیا تاوتریخوالی رامنځته کېږي، او په پای کې دولت حرکت کوي

March 11, 2026

ټرمپ پالیسۍ نه یوازې منځنی ختیځ ته لا زیاته بې‌ثباتي راوستې ده، بلکې په نړیوال سیاست کې د نوو بلاکونو د جوړېدو امکانات هم رامنځته کړي دي

March 11, 2026

د امریکا چارواکو د ابراهيم کايمي په نوم ۱۹ کلن افغان اصلي اوسېدونکی او د هغه یو همکار د نیویارک ښار په یوه مظاهره کې د بمي چاودنې د هڅې په تور نیولي دي. چارواکي وایي چې یاد کسان د داعش له افراطي نظریاتو اغېزمن شوي وو

March 10, 2026

بحرین یو هندی مخابراتي انجنیر د دې په تور نیولی چې ګواکې د اسرائیلو د موساد استخباراتي ادارې سره یې حساس جغرافیایي معلومات او د څارنې اړوند مواد شریک کړي دي

March 10, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *