تازه خبرونه

افغان طالبان: پاکستان څخه  ۵۷۷ کورنۍ چې  ۳۳۴۷ غړي یی و له پاکستان څخه راستانه او خپلو کورونه ته انتقال شول

افغان طالب چارواکي وایی دوی په سرحدي سیمو کې پاکستان څخه واپس راتلونکو افغان کورنیو لپاره مرکزونه او کمپونه جوړ کړي دي
پاکستان د انساني همدردۍ لاندې د ملګرو ملتونو په غوښتنه سرحدونه د مرستندویه توکو لیږلو پر مخ د خلاصول پریکړه کړې ده

افغان طالب چارواکي وایی واپس راستانه شوې کورنیو لپاره اسانتیاوې ورکول کیږي ترڅو دوی په افغانستان کې بیا ژوند پیل کړي

کابل/تورخم:  د  افغان طالبانو حکومت د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء ،هیواد ته راستانه شوو افغان مهاجرینو د رجسټریشن لپاره جوړې شوو د کمېټو ورځنی کاري راپورخپور کړې دې، راپور د  چهارشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۶/۱۲هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۹/۱۲هـ ل نېټې سره، سمون خوري

په راپور کې وایی چې  د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي دي

د اسلام کلا له لارې (۳۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۰۸) تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۲) کورنیو سره مجموعًا (۲۰۶۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې (۳۴)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۳۱)تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز (۱۴۸۰)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳)کورنیو سره مجموعًا (۲۴۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول

روغتیا: په ورېښمو لار کې (۸۰۵)تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي

مخابرات: په ورېښمو لار کې مهاجرینو ته (۳)عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو

د سپین بولدک له لارې (۴۲۱)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۲۵۱)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي. له سپین بولدک څخه (۲۶۲)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۵۷۲)تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته (۲۴۵۴۵۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۴۱۹)کورنیو سره مجموعًا (۳۴۱۴۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.په سپین بولدک کې  راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي

غذا: په سپین بولدک کې (۶۳۰۰)خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۴۴۵)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د تورخم له لارې (۲۱۳)کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو (۱۱۴۰)تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي. له تورخم څخه (۳۱۵)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۷۷۵)تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۵۳۱۵۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۳۳)کورنیو سره مجموعًا (۲۷۴۲۰۰۰)افغانۍ  مرسته شوې ده.د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۲۴۹)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي

 په تورخم کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو. د اړوند کمیټو ټول راپور لاندې ورکړل شوې دې

ثبت شـــــوي مهـاجرین:               (۷۰۲)کورنۍ او (۳۶۳۰)افراد

لېږدول شـوي مهـاجرین:               (۵۷۷)کورنۍ او (۳۳۴۷)افراد

مرسته شوي مهــاجرین:              (۷۸۷)کــورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:              (۶۹۷)عــــدده

Related Articles

پاکستان د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل چې د يوناما راپور د ترهګرۍ، ناقانونه وسلو د راتګ، او سیمه‌ییزو امنیتي ګواښونو بشپړ انځور نه ښيي

March 11, 2026

پاکستان څو ټانکرونو د راتګ سره د تېلو د ۳۰ ورځو ذخیره خوندي کړه، د سونګ توکو بحران یې مخنیوی وکړ او کورنۍ عرضه یې باثباته کړه

March 11, 2026

دا پوښتنه خپل ځای لري چې ولې حکومت او دولتي ادارې د دې زیاتیدونکي ګډوډۍ مخنیوي کې په وخت ناکامه ښکاري. ولې هر ځل همدا صحنه تکراریږي: لومړی له تحریکی څرګندونو سره مخ کیږو، بیا د احتجاج بلنې راځي، وروسته سړکونه بندېږي، بیا تاوتریخوالی رامنځته کېږي، او په پای کې دولت حرکت کوي

March 11, 2026

ټرمپ پالیسۍ نه یوازې منځنی ختیځ ته لا زیاته بې‌ثباتي راوستې ده، بلکې په نړیوال سیاست کې د نوو بلاکونو د جوړېدو امکانات هم رامنځته کړي دي

March 11, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *