تازه خبرونه

پاکستان: د نړۍ غفلت د مقبوضه  کشمیر سوله له خطر سره مخ کړی

د پاکستان مرستیال صدراعظم اسحاق ډار خبرداری ورکړی چې د کشمیر پر شخړه د نړیوالې ټولنې غفلت د جنوبي اسیا ثبات زیانمنولی شي
د پاکستان مرستیال وزیراعظم اسحاق ډار په اسلام‌اباد کې د یوې غونډې پر مهال وینا کړې ده

پاکستان تل له نړۍ او ملګرو ملتونو غوښتي چې د کشمیر شخړه دې د ملګرو ملتونو د قراردادونو ترمخه هواره شي

اسلام‌اباد:  د پا کستان مرستیال وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار خبرداری ورکړی چې د نړیوالې ټولنې له لوري د هند تر ناقانونه ولکې لاندې کشمیر    د وضعیت پر وړاندې دوامداره بې غوري د سیمې سوله او ثبات له جدي خطر سره مخ کولای شي.نوموړي دا څرګندونې په یوه لوړپوړي کنفرانس کې وکړې

اسحاق ډار وویل چې پاکستان د جنوبي اسیا د شخړو د حل لپاره سوله‌ ییز او ډیپلوماټیک لارې غوره ګڼي او نړیوالې ټولنې ته یې غږ وکړ چې د کشمیر موضوع جدي وپېژني، ځکه چې زیاتېدونکي فشارونه د نړیوال امنیت لپاره د خطر وړ  دي

ډار ټینګار وکړ چې جنوبي اسیا له ګڼو ننګونو سره مخ ده، لکه سېلاني فقر، د تعلیم کموالی، اقلیمي بدلون، د خوراک خوندیتوب بحران او طبیعي آفتونه چې حل یې د سیمه‌ییزو هېوادونو ګډو تلاشونو ته اړتیا لري

نوموړي زیاته کړه چې د اقلیمی بحران ورځ تر بلې سختېږي، او د تودوخې لوړوالی، ورښتونه، سېلابونه او نورې طبیعي پېښې د سیمې اقتصادونه زیانمنوي او د امنیتي خطرونو لړۍ لا پسې پراخوي

د پاکستان او هند اړیکو ته په اشارې سره، ډار وویل چې دواړه اټومي هېوادونه په تېرو کلونو کې څو ځل د سختې مقابلې تر سرحده رسېدلي دي. هغه د هند له لوري د اندس اوبو تړون یو اړخیز لغوه کول “ډېر خطرناک او غیر مسؤلانه اقدام” وباله او خبرداری یې ورکړ چې دا کار د سیمې د ثبات لپاره مهمې حقوقي او تخنیکي چوکاټونه له منځه وړي

ډار زیاته کړه چې جنوبي اسیا، چې د نړۍ له ګڼ مېشتو سیمو څخه ده، ګډ مسوولیت لري چې د پایدار پرمختګ، سیمه‌ییزې همکارۍ او نښلینو پروژو په لور کار وکړي. د هغه په وینا، باور، همکاري او ډیپلوماسي د سیمې د اوږدمهاله سوکالۍ یوازینۍ لارې دي

نورخبرونه: هند د پاکستان انساني مرستې وړونکې الوتکې ته اجازه نه ورکوي

پاکستان ستونزې د امن او خبرواترو له لارې هوارول غواړي: د پاکستان بهرنیو چارو وزارت

  افغان خاوره باید د پاکستان پر ضد و نه کارول شي: د پاکستان دفتر خارجه

Related Articles

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د اختر پیغام د طالبانو د واک ستاینه وکړه، خو د ښځو د محدودیتونو او د افغانستان د کړکیچونو په منځ کې سختې نیوکې یې هم راجلبې کړې

March 16, 2026

د امریکا د تیلو مشرانو سپینه ماڼۍ ته خبرداری ورکړی چې د منځني ختیځ شخړو له امله د انرژۍ کړکېچ زیاتېږي او د بازار د ثبات لپاره همغږي اقدامات ضروري دي

March 16, 2026

د امریکا کمیسیون هندوستان د مذهبي آزادۍ پر وضعیت نیوکه کړې او د لږکیو د خرابېدونکي وضعیت په اړه یې د RSS او RAW پر وړاندې د بندیزونو سپارښتنه کړې

March 16, 2026

راپورونه ښيي چې د طالبانو په کنټرول افغانستان کې ترهګري د ځانمرګو بریدګرو او وسله‌والو بې‌پيلوټه الوتکو له لارې صادرېږي، چې د پاکستان او سیمې لپاره د امنیت اندېښنې رامنځته کړي

March 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *