اسلاماباد : د پاکستان د سوداګرۍ وزارت او د بهرنيو چارو وزارت ترمنځ د همغږۍ وروسته اعلان شوی چې د انساني وضعیت د خرابېدو له امله به د ملګرو ملتونو یو شمېر کانټینرونو ته په جزوي ډول د چمن او تورخم له لارې افغانستان ته د تګ اجازه ورکړل شی ترڅو د انساني مرستې افغانستان ته ورسول شي
د اعلان ترمخه د اقوام متحده د خوراکي نړیوال پروګرام ، یونیسف او د جمعیت النفوس صندوق اړوند کارګو به په مرحلو کې مخ په وړاندی لاړی شي
په لومړی پړاو کې به یوازې هغه کانټینرونه چې خوراکي توکي وړي، په دویم پړاو کې به د درملو او طبي وسایلو کانټینرونه ، په درېیم پړاو کې به نور ضروري توکي لکه د زدهکوونکو او استاذانو اړوند اړتیاوو سامانونه افغانستان ته انتقال شي
د بهرنو چارو وزارت د تجارت وزارت ته سپارښتنه کړې چې د دریمې ډلې په لړ کې دې لاندې کانټینرونه په بېړني ډول کلیر کړي چې پکې د نړیوال خوراک سازمان ۶۷ کانټینرونه، د یونیسیف ۷۴ کانټینرونه او د یواین ایف پي اې ۳ کانټینرونه شامل دي
د ستاینې څرګندونه
پاکستان بارډرز ټریډ کونسل او د خېبر چیمبر آف کامرس اینډ انډسټري د پاکستان حکومت، د وزیراعظم د افغان چارو ځانګړي مرستیال صادق خان، د سوداګرۍ وزیر جام کمال خان، د بهرنیو چارو وزارت او اړوندو ادارو څخه مننه کړې چې د انساني اړتیاوو پر بنسټ یې د نړیوال خواراک سازمان او یونیسیف اړوند کانټینرونو د جزوي تګ راتګ اجازه ورکړه
په دغو کانټینرونو کې خوراکي توکي، درمل، طبي وسایل او نور اساسي اړین مواد شامل دي. د سوداګرو اتحادیی مشران وايي چې د دوی په غوښتنه د حکومت دا چټک اقدام، فعاله همغږي او بینالاداري همکاري نه یوازې د انساني مرستو د پرلهپسې رسېدو سبب شوه، بلکې د سوداګرۍ ټولنې او نړیوالو ادارو باور یې هم پیاوړی کړو
مهمه ده چې یادونه وشی چې د افغان لوري په پاکستان سرحدي سیمو د بریدونو وروسته پاکستان د احتجاج په توګه افغانستان سره له ۱۲م اکتوبر څخه خپل ټول سرحدونه د سوداګریزو فعالیتونو پر مخ تړلي دي او نن په ۵۳مه ورځ هم د سپین بولدک او تورخم پوله د تجارتي هلو ځلو پر مخ تړلې ده
