فاریاب افغانستان — د طالبانو ضد وسلهوالې ډلې افغانستان ازادۍ جبهې (Afghanistan Freedom Front) اعلان کړی چې د یکشنبې ماښام یې د فاریاب ولایت په مایمنه ښار کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر پر ولایتي دفتر وسلهوال برید ترسره کړی دی.
ازادۍ جبهې په یو خپور شوي بیان کې ویلي چې برید له مخکې پلان شوی و او هغه مهال ترسره شو چې د طالبانو د اخلاقو پولیس له ودانۍ څخه د وتلو پر وخت سره راټول شوي وو.
د AFF په وینا، په دې برید کې لږ تر لږه د طالبانو دوه غړي وژل شوي، او د دفتر د مشر سخت ټپي یا وژل شوی وي.
AFF دریز لری چی برید د خلکو د ځورونې او ښځو د سپکاوي پر ضد غبرګون و
AFF تور پورې کړی چې د طالبان امر بالمعروف کارکوونکي هر سهار په ښار کې پر خلکو فشار اچوي، د جامو، ظاهري بڼې او په ځانګړي ډول د ښځو د تګ راتګ په اړه یې محدودوي.
د ډلې په بیان کې راغلي چې برید د همدې، په وینا یې، “سیستماتیک ظلم او سپکاوي” په ځواب کې ترسره شوی دی.
طالبان: بریدګر هدف ته د رسیدو وړاندې وژل شوی . د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند د AFF ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې یو وسلهوال کس هڅه کوله د وزارت د کارکوونکو په نښه کړی خو تر هدف رسېدو وړاندې د طالبانو ځواکونو له منځه یووړ.
طالبانو د پېښې د دقیقو تلفاتو، د بریدګر د هویت او یا د برید د خنثی کولو د څرنګوالي په اړه جزئیات نه دي شریک کړي.
د اخلاقو پولیسو په ضد بریدونه زیات شوي
د افغانستان ازادۍ جبهه ادعا کوي چې په تېرو یوولسو میاشتو کې یې د طالبانو د امر بالمعروف پر مرکزونو په کابل، تخار، کاپیسا، بدخشان او یو شمېر نورو ولایتونو کې ورته بریدونه کړي، او دا اقدامات یې د شخصي آزادیو او د ښځو د حقونو د دفاع برخه بللي دي.
عیني شاهدين
د مایمنې یو شمېر اوسېدونکو ویلي چې د برید پر مهال د وزارت ودانۍ ته نږدې د ډزو غږونه اورېدلي، خو زیاتوي چې د طالبانو د سختې پالیسۍ له امله د پېښې خپلواک تایید ممکن نه دی
د افغانستان په شمال کې جګړه زیاته شوی .
شنونکي باور لري چې دا برید د هغې ټیټې شدت جګړې دوام ښيي چې د طالبانو پر ضد د شمالي ولایتونو د مقاومت ډلو لخوا پر مخ وړل کېږي. د دوی په وینا، په شمال کې قومي ناخوښي او د طالبانو پر واکمني پراخ انتقادونه د دې بریدونو شدت زیاتوي.