تازه خبرونه

 د فتح‌الله منصور څرګندونې “بې‌ بنسټه، غیرذمّه‌وارانه او له واقعي حالاتو لرې دي: پاکستاني شنونکي

اسلام‌اباد کې څېړونکي وايي چې د طالبانو د پخواني مشر د زوی تازه ادعاوې د شواهدو پرته دي، د سیمې اړیکې زیانمنوي او د پاکستان–افغانستان نازکې اړیکې نورې ترینګلې کولی شي
د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې په دې وروستیو کې د افغان لوري د ترهګر پر ضد د اقدام نه کولو له امله سختې ترینګلې شوي دي

د فتح‌الله منصور وروستۍ ویډیویی بیان د افغانستان او پاکستان ترمنځ بحثونه یې راپارولي او د شنونکو په وینا دې ویډیویی بیان د پاکستان او افغانستان اړیکې نورې هم ترینګلې کړي

اسلام‌اباد :  پاکستاني څېړونکي وایي د افغانستان د ترانسپورټ او هوانوردۍ د مرستیال وزیر او د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور د زوی، فتح‌الله منصور، وروستۍ څرګندونې هم بې‌بنسټه دي او هم “غیرذمّه‌وارانه” ګڼل کېږي، ځکه له واقعي حالاتو سره هېڅ ډول سمون نه لري

فتح‌الله منصور  په یوه ویډیو پیغام کې ادعا وکړه چې په یو ګاونډي هېواد کې “شریر عناصر” هڅه کوي طالبان کمزوري کړي او باید له منځه یووړل شي. دغه څرګندونې په پراخه کچه د پاکستان په لوري د اشارې په توګه تعبیر شوې دي

د طالبانو د مشرتابه اطاعت او پر ګاونډي هېواد نیوکه

منصور په خپل بیان کې ټینګار کړی چې د طالبانو د مشرتابه بشپړ اطاعت د افغانستان د ثبات لپاره اړین دی او ادعا یې کړې چې د یوه ګاونډي هېواد ځینې کړۍ د ګډوډۍ رامنځته کولو هڅې کوي، هغه دا هم ویلي چې طالبان به هېڅکله داسې هڅې ونه زغمي

اسلام‌اباد: څرګندونې “بې‌بنسټه او غیرمسؤلانه” دي

که څه هم پاکستان تر اوسه رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې، خو ډیپلوماټیکې سرچینې وايي اسلام‌اباد د فتح‌الله منصور تورونه

“بې‌بنسټه، غیرذمّه‌وارانه او د حقایقو خلاف” بولي

سرچینې زیاتوي چې پاکستان په تېرو شلو کلونو کې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې سترې قربانۍ ورکړي، خو په بدل کې افغان خاوره څو ځل د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره کارول شوې ،  او شواهد یې له کابل سره هم شریک شوي دي.

پاکستاني چارواکي د وروستیو سرحدي بریدونو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګندوي او وایي د دې وضعیت ذمّه واري د طالبانو پر رژیم راځي، خو طالبان دغه تورونه ردوي.

 د اړیکو د ښه کېدو لپاره همکاري اړینه ده

سفارتي شنونکي وایي د سیمې ثبات د ګډې همکارۍ، د استخباراتي معلوماتو تبادلې، د پولو د مدیریت او عملي امنیتي ګامونو په اساس ټینګېږي، نه د هغو څرګندونو په وسیله چې د اړیکو خرابېدو ته لاره هواروي

شنونکو خبرداری ورکړی چې د پاکستان او افغانستان اړیکې لا هم نازکې دي، او د دې ډول ادعاوو دوام کولی شي وضعیت نور هم خراب کړي او د اعتماد فضا زیانمنه کړي

څیړونکی وایي د وړاندی څخه د پاکستان او افغانستان ترمنځ تاو تریخ والې نور هم زیات شوې دې او  ترهګریز بریدونه هم  زیات شوي دي، پاکستان وایی په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کی روان ترهګریز بریدونو دپاره د افغانستان خاوره کارولی کیږی خو افغانستان دا ادعاوې رده وی او له دې انکار کوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کیږي

خو د پاکستاني امنیتي چارواکو ترمخه دوی افغان چارواکو مخې ته داسې شواهد او ثبوته وړاندې ایښودي چې ښایی د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کیږي

Related Articles

ارپنګا بریال په امریکا کې د کوپرنیکس نړیوال ساینس سیالۍ کې د پاکستان استازیتوب وکوي

January 29, 2026

د امریکا لوري افغانستان طالبانو حکومت سر دې مالي مرستو په اړو یو شمیر شکونه او اندیښنې مخې ته راغلي دي

January 29, 2026

د نیپاه وژونکي وایرس په اړه هندي چارواکي له ډسمبر ۲۰۲۵ راهیسې په لوېدیځ بنګال کې یوازې د دوو پېښو اعتراف کړې دې

January 29, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *