تازه خبرونه

د اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن په افغانستان کې شتون: خپرې شوې ویډیو پوښتنې را ولاړې کړي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پخوانیو څارنیزو راپورونو په ډاګه کړې چې القاعده له ګڼو نورو ډلو سره اړیکې لري او لا هم په افغانستان کې څو روزنیز کمپونه چلوي
په کال ۲۰۲۲ کې د امریکا ځواکونو افغانستان څخه وتلو وروسته امریکا د القاعدې مشر ایمن الظواهري په کابل کې په نښه کړو او له منځه یو یوړو

د امنیتي چارواکو ترمخه د ویډیو اصلي حقیقت له نه دې تاید شوې خو شنونکي وایی چې کې دا ویډیو تصدیق شي چې حمزه بن لادن افغانستان کې دې نو د سیمې په ثبات اغیزه کولې شي

 ټرانس اتلانټیک استخباراتي کنسرسیوم چې د القاعده فعالیتونه څاري، یوه نوې ویډیو خپره کړې چې ادعا کوي حمزه بن لادن په افغانستان کې دی ، د کنسرسیوم په وینا، دغه ویډیو څو میاشتې وړاندې ثبت شوې او د سرچینې د موندلو د مخنیوي لپاره ترې ټول ډیجیټلي نښانونه لرې کړل شوي دي

دی ادعاوو د افغانستان دننه  د بهرنیو وسله والو شبکو د شتون په اړه پوښتنې یو ځل بیا راولاړې کړې دي، په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه د دغه راپور په اړه غبرګون نه دی ښکاره کړي

 د دوی دریځ تل دا پاتی شوی چې القاعده غړي په افغانستان کی شتون نه لرې  او په افغانستان کې هېڅکله بهرنۍ جنګیالي ډلې فعالې نه دي

په خپره شوې ویډیو کې حمزه بن لادن په یوه بیروني چاپېریال کې لیدل کېږي، داسې ځای چې ښار دننه سيمه ښکاریږي،   سره له دې چې کنسرسیوم د ځای مشخصات نه دي ښکاره کړي، خو ادعا کوي چې ویډیو د هغو استخباراتي ارزونو سره سمون خوري چې وایي حمزه به لادن له اوږدې مودې وروسته افغانستان ته انتقال شوی وي

دغه راپور  دوه کاله وروسته د هغی څرګند شوی چې د القاعده مشر ایمن الظواهري د ۲۰۲۲ کال په اګست کې د کابل د شیرپور په سیمه کې د یوې امریکایي ډرون حملې په ترڅ کې ووژل شو ، دا هغه پیښه وه چې  د امریکا له افغانستان څخه  وتلو وروسته د طالبانو او القاعده د اړیکو په اړه ی اندېښنې بیا راژوندۍ کړې. خو افغان طالبان دغه نه مني

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پخوانیو څارنیزو راپورونو په ډاګه کړې چې القاعده له ګڼو نورو ډلو سره اړیکې لري او لا هم په افغانستان کې څو روزنیز کمپونه چلوي. د دغو کمپونو تایید شوې موقعیتونه په پروان، غزني، لغمان او اروزګان ولایتونو کې ښودل شوي دي

حمزه بن لادن افغانستان کې په کوم ولایت کې میشت دې؟

څرګنده دی وی  د پاریس جیوسیاست اکاډمۍ یوه څېړنه اټکل کوي چې حمزه بن لادن ښايي په پنجشیر کې اوسېږي، خو دغه ادعا لا تر اوسه په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.

نوې خپره شوې ویډیو د لویدیځو استخباراتي شنونکو ترمنځ بحثونه تاوده  کړي، او خبرداری ورکوي افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو وسله والو ډلو د خوندي پټ ځای په توګه بدلېدلی شي. ځینې چارواکي باور لري چې ممکن د ویډیو خپرېدو وخت د دې پیغام رسولو لپاره ټاکل شوی وي چې القاعده مشرتابه لا هم فعال دی، سره له دې چې کلونه یې د ترهګرۍ ضد فشار تجربه کړی

استخباراتي چارواکي وایي چې د ویډیو ريښتینولي لا نه ده تایید شوې او د تصدیق پروسه وخت نیولی شي. خو که ویډیو تصدیق شي، ګمان کېږي چې د سیمې پر امنیتي ژمنو او د افراطیت ضد هڅو نړیوال تمرکز لا پسې زیات کړي

Related Articles

د افغانستان حکومت ویاند په یوه مرکه کې ویلي دي چې په تعزیر کې د “ټیټې درجې” مطلب بېوزله خلک نه دي، بلکې هغه کسان دي چې بیا بیا جرم کوي

January 29, 2026

د افغانستان حکومت دا نوې قانون عادلانه بلي خو بل اړخ ته د بشري حقونو استازې وایی چې دا نوې ټولنیزه تګلاره د اسلامي شریعت او نړیوال قانون سره په ضد کې ده

January 29, 2026

د سرچینو له مخې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر اوسه د دایکندی او ارزګان په پاتو، ګیزاب او تګابدار ولسوالیو کې له لږ تر لږه ۱۵ کلیو څخه شاوخوا ۲۸۰۰ کورنۍ په زور ایستل شوې دي

January 29, 2026

د فلسطین په غزی کې د تل پاتې امن لپاره د امن بورډ کې نور اسلامی هیوادونه هم شامل دي

January 29, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *