په افغانستان د طالب چارواکو ۴ کاله حکومت وشول خو تراوسه ی نړیوالو سره خپل ژمنې نه دي پوره کړي او تر نن پورې په افغانستان کې د ټولو سیاسي او مذهبي ګوندونو ټولشموله حکومت نه دې جوړ شی او هم دا ی لامل دې چې افغان ولس ی له سختو اندیښنو سره مخ کړې دې
د افغانستان په صوبه بغلان کې فعال د افغان طالبانو پر ضد یوه ډله چې، اندراب ریزسټنس فرنټ، اندراب مقاومت محاذ نومیږي ،په خپل ایکس پاڼه د طالب چارواکو په اړه یو مهم خبر او پیغام خپور کړې دې
دا ډله په ایکس پاڼه لیکي چې دا پیغام د ټولو هغو کسانو لپاره دې چې د طالبانو ملاتړ کوي او د ترهګرۍ د ترویج هڅه کوي
په پیغام کې وایی چې ستاسې دا کړنې به هېڅکله له نظره ونه غورځول شي. په تېرې مودې کې موږ پراخ معلومات، اسناد او شواهد راټول کړي، او دا به د هغو هېوادونو اړوندو ادارو ته وسپارل شي چې تاسې پکې فعالیت کوئ. په خبر کې زیاتوي چې وروسته له دې حساب ورکول حتمي دي.
We have repeatedly warned about these threats. Thousands of individuals across the U.S. and Europe are actively lobbying for the Taliban, and this network is expanding every day. We will soon share further names, their ethnicity and evidence with the relevant authorities in the… https://t.co/apLXzG3ugC pic.twitter.com/pPsqnkkau5
— Andarab Resistance Front (@AndarabRF) November 29, 2025
د اندراب مقاومتي ګروپ په خپل ایکس پاڼه پیغام کې وایی او ټینګار کوي چې څوک هم چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي، باید له قانوني یا نړیوالو عواقبو څخه د معافیت تمه ونه لري. په افغانستان کې موږ د طالبانو ترهګریز فعالیتونو پر ضد په زوره مقاومت کوو، او د هغوی له ملاتړو سره به په ګډه قانوني تعقیب هم کوو ، په پیغام کې وایی چې د طالبانو حکومت پر ضد به زموږ مبارزه که دننه وي او که بهر دوام وکړي
دلته باید یادونه وشی چې اندراب مقاومتي ځواک د افغانستان په بغلان صوبه کې فعال د وسله والو ډلو ده چې د افغان طالبانو پر ضد فعال دي او ددوی د تګلارو پر ضد مبارزه کوي