تازه خبرونه

 بنو کې د شمالي وزیرستان اسسټنټ کمشنر پر قافله برید: اسسټنټ کمشنر او دوه پولیس اهلکار شهیدان شوي

د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی سهېل افریدی او صوبایی حکومت په سرکاري افسر د برید غندنه کړې ده او دا عمل لوی زیان بللې

1 min read

بنو کې د اسسټنټ کمشنر په موټر برید: برید کې اسسټنټ کمشنر شهید شوې او ورسره نور دوه پولیس اهلکارهم شهیدان شوي دي

د خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې بریدونه زیات شوي او په عام اولس کې ډیر سخت ډار خپور شوې فایل فوټو، اسسټنټ کمشنر شاه ولي

December 2, 2025

بنو :  د میران شاه سړک پر ممند خیل سیمه کې وسله والو کسانو د شمالي وزیرستان اسسټنټ کمشنر شاه ولی پر قافله ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې اسسټنټ کمشنر شهید شوی. په برید کې دوه پولیس افسران او یو عام وګړی هم شهیدان شول

د سیمی نه رارسیدلی معلومات ښیې برید کوونکو وروسته د سرکاري پیک اپ موټر ته اور هم اچولی او د شهید شوي افسر موټر ی سوځولې دې

د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی سهېل افریدی او صوبایی حکومت د پیښی غندنه کړی او دا یې یو غټ زیان ګرځولی دی

 امنیتی سرچینې وایی پولیس سمدستي د پېښې ځای ته ورسېدل او عملیات یې پیل کړل دا عملیات  د بنو ډي پي او یاسر افریدی، ایس پي سټي توحید خان او ایس پي انویسټیګیشن ساجد ممتاز په مشري  کی پیل شوی دی . تر اوسه ددې برید پړه کوم تنظیم په غاړه نه ده اخستي

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو لپاره د وزیر اعلی ځانګړي معاون شفیع جان  ویلی په قافله برید بزدلانه او د خواشینۍ وړ عمل دی. هغه وویل چې دا پېښه د صوبې او د شهید اسسټنټ کمشنر د کورنۍ لپاره ستر زیان دی. شفیع جان زیاته کړه چې د شهید اسسټنټ کمشنر خدمتونه به تل یاد وساتل شي او د هېواد دښمن عناصر به خپلو هدفي مقصدونو ته و نه رسېږي

هغه وویل چې دغه ډول بریدونه د ترهګرۍ پر ضد د جګړې عزم نه شې کمزورې کولی، او قام به د شهیدانو قربانۍ هېڅکله هېرې نه کړي. شفیع جان د شهیدانو د لوړ مقام او د زخمیانو د ژر تر ژره روغتیا لپاره دعا وکړه.صوبایي حکومت هم د شهیدانو د کورنیو سره  د غم شریکوالي اعلان کړې دې

مهمه ده چې یادونه وشی چې په خیبر پښتونخوا کی د ترهګري پیښې زیاتی شوي او په صوبه کی سرکاری کارکونکی، امنیتی ځواکونه، پولیس او پوځي سرتیرې زیات  په نښه کیږی چې له امله ی په عام اولس کې هم ډار خپور شوې دې

Related Articles

د پاکستان پوځ ویاند وویل چې د پي ټي آیی مشرتابه وایی پوځ سیاست کوي، جنګ نه شي کولې، ولې دوی و نه لیدل چې د پاکستان پوځ څنګه جنګ وکړو؟

December 5, 2025

د روسیې ولسمشر د طالبانو د واک تثبیت مني، خو د هغوى پر وړاندې د سیمه‌ییزو اندېښنو یادونه مهمه ګڼل کېږي

December 5, 2025

د پاکستان او قرغزستان د سیمه‌ییز اتصال، توانايی د پروژو، او ګډو ستراتیژیکو همکاریو پر پراخولو هوکړه وکړه؛ د ۲۰۲۷–۲۸ لپاره د ۲۰۰ میلیونه ډالرو نوې سوداګریز هدف ټاکل شوی

December 5, 2025

افغان طالب چارواکي وایی د اسلام کلا له لارې (۳۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۲۵) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي

December 5, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *