تازه خبرونه

د قبایلي سیمو مشرانو او سوداګرو پلاوي د خیبر پښتونخوا ګورنر سره ملاقات کړې

په پلاوي کې کې د تحصیل کونسل مشران، د تورخم د کسټم کلیرینس ایجنټانو اتحادیی مشران او یو شمیر نور مخور مشران شامل وو
د فیډریشن اف پاکستان او چیمبرز آف کامرس او انډسټری د ګورنر څخه غوښتنه اوکړه چی د سوداګري بندیدلو له امله هغوی ته زیانونه اوړی او باید ددی د حل لارې اولټول شی

د پلاوي غړو ګورنر فیصل کریم کنډي د سرحد تړلو له امله ځایی اولس او سوداګرو ته د راپیښو مالي ستونزو څخه خبر کړو

پېښور:  د خیبر پښتونخوا له سرحدي سیمو سره تړاو لرونکي د سوداګرۍ جرګې یو پلاوي پرون د ګل په ورځ  خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي سره ملاقات کړی  او له هغه یې د افغانستان له لوري د پوله‌ بندېدو له امله د کاروبار د خراب وضعیت او روانو ستونزو څخه خبر کړې دې

 د فیډریشن آف پاکستان چیمبرز آف کامرس اینډ انډسټري  ، د افغانستان او مرکزي اسیا د سوداګریزو چارو د سټینډنګ کمېټې مشر شاهِد شینواريد پلاوی مشري کوله

په پلاوي کې واجد علي شینواری (سینئر وایس صدر)، حضرت علي شینواری (ایګزیګټیو ممبر خیبر چیمبر)، شاه خالد (چیېرمین تحصیل لنډي کوتل)، قدیرالله وزیر (صدر خیبر چیمبر آف کامرس)، د غلام خان بارډر استازي، د خرلاچي بارډر د کرم چیمبر صدر سبحان الله، د چمن بارډر له لوري قسیم خان او یو شمېر نور مشران شامل وو

د غلام خان ټریډ شمالي وزیرستان صدر حاجي ملک عبدالله خان او جنرل سیکرټرۍ قمر زمان محسود هم په پلاوي کې موجود وو

پلاوي ګورنر ته وویل چې د افغانستان د پولې پرلپسې بندېدو له امله کاروبارونه سخت زیانمن کړی دي او ځایی اولس ی له سختو مالي ستونزو سره مخ کړې دې. پلاوي مشرانو له ګورنر څخه اوغوښتل چې د بارډر پرانستلو لپاره دې خپلې هڅې وکړي ترڅو د اولس دا ستونزه هواره شي

 د پلاوي مشرانو له ګورنرته ور په ګوته کړل  چی  د ستونزې د حل لپاره  په حکومتي کچه موثره او ا‌ړین ګامونو اخستولو ته اړتیا ده

ګورنر فیصل کریم کنډي د خبرو پر مهال وویل چې که په صوبه کې امن ويی نو کاروبار به هم وده وکړي ، هغوی زیاته کړه چې د بدامنۍ ډېری پېښې له افغانستان سره تړلې دي او د وروستیو مذاکراتو پر مهال هم د افغان چارواکو چلند مناسب نه دی پاتی شوی

نوموړي وویل چې هر قسمه خلق امنیتي سرتېري، د ښوونځیو زده‌کوونکي، سیاستوال او کاروباریان له  ترهګرۍ څخه متاثره شوي، او دایمي امن د ټینګښت لپاره د امنیتي ځواکونو عملیات اړین دي. د ګورنر په وینا “کله چې امن راشي، کاروبار به سم شي او اقتصادي باثباتي به راشي

ګورنر زیاته کړه  چې د سوداګرو ستونزې ورته په بشپړه توګه معلومې دي او ژمنه یې وکړه چې د سوداګرو د جرګې د غوښتنو د رسولو لپاره به د پاکستان له صدر  او وزیراعظم سره لیدنې وکړې ترڅو د سرحد دتړلو وروسته ددې سوداګرو ستونزې اړوند لوړ پوړه چارواکو سره تر خبرو لاندې راولي

یاده دی وی چی تیره ورځ هم په سعودی عرب کی د افغانستان او پاکستان تر منځه خبری شوی خو ناکامۍ سره مخ شوی د دواړو هېوادونو ترمنځه د امن و امان په سر اړیکی ترینګلي دی چې  له وجی د پولی دواړو اړخونو ته اولس او سوداګر متاثره کیږی،  پاکستان تر تور لګوی چی په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کی د ترهګری دپاره د افغانستان خاوره کارولی کیږی خو افغانستان ددی څخه انکار کوی ، پاکستان له افغان لوري بریدونو وروسته له ۱۲م اکتوبر څخه افغانستان سره خپل ټول سرحدونه هم د کاروبار پر مخ تړلي دي او نن په ۵۲مه ورځ هم د پاکستان او افغانستان ترمنځ سپین بولدک او تورخم سرحد د سوداګریزو فعالیتونو پر مخ تړلي دي

نورخبرونه:  افغانستان لوري برید: پاکستان خپل ټول سرحدونه د احتجاج په توګه وتړل

افغان خاوره د پاکستان پر ضد کارول:  افغانستان ته هره ورځ  ۲ ملین ډالره تاوان رسې

Related Articles

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار خپل ایران سیالس سره د ټیلفون لارې خبرې کړي او په یو شمیر مهمو ټکو ی ورسره ټینګار کړې دې

January 26, 2026

لنډي کوتل ته راغلي سیلانیانو له اړوند ادارو غوښتي چې په لنډي کوتل کې دې سیلګرۍ ته وده ورکولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي

January 26, 2026

د خیبر پښتونخوا صوبایی حکومت کې د مخالف ګوند مشر ډاکټر عباالله پوښتنه کړې چې په دومره لویه اندازه کې صوبایی حکومت ته ورکړل شوې فنډ کوم ځای خرڅ شوې دې

January 26, 2026

د افغانستان طالبانو پر نوی قانون دیني عالمانو د ژورو اندیښنو څرګندونه کړې ده او دای اسلام سره په مخالف بللې دې

January 25, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *