امریکا کې میشت افغانانو په اړه د امریکا د ولسمشر مشر ډونلډ ټرمپ حکومت د وائٹ هاؤس ویاندې کیرولین لیوټ بیان مخې ته راغلې دې
د سپینې ماڼۍ ویاندې کېرولین لېوټ ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان څخه راغلو ټولو کډوالو او مهاجرو د بیا ارزونې بهیر پیل کړی دی
د سپینې ماڼۍ ویاندې په څرګنده ټینګار وکړ چې هر هغه څوک چې د امریکا ملي امنیت ته ګواښ وي، له هېواده به ایستل کېږي
کېرولین لېوټ زیاته کړه چې د پناه غوښتونکو ټولې پرېکړې او د ځانګړو مهاجرتي ویزو اجرا تر بل امر پورې درول شوي دي. د هغې په وینا، د څو ورځو وړاندې د رامنځته شوي خونړي پېښې وروسته د پراخې کچې د ایستلو پلان اهمیت لا زیات شوی دی.
د سپینې ماڼې ویانده د ټرمپ روغتیایی وضعیت په اړه هم معلومات شریک کړل، د ولسمشر ټرمپ د روغتیا په اړه د پوښتنو په ځواب کې د سپینې ماڼۍ ویاندې وویل چې ولسمشر په عمومي ډول په بشپړه توګه روغ او ښه صحي حالت کې دی، د هغې په خبره ، د ټرمپ ایم آر آیی ایکسرې او ازموینه د احتیاط له مخې ترسره شوې، زیاته ی کړه چې د هغه زړه په بشپړ ډول سالم او په ښه وضعیت کې دی
د افغان پاسپورټ لرونکو لپاره ویزې ودرول شوې
مهمه ده چې باید یادونه وشی چې د افغان پاسپورټ لرونکو ټولو مسافرو ته د ویزو اجرا درولې شوې ده او د پناه غوښتونکو ټولو غوښتنلیکونو په اړه پرېکړې هم
ځنډول شوي دي، دا اقدام وروسته له هغې اعلان شو چې تېره اونۍ یو افغان وګړي چې د امریکا لوري افغان وګړو لپاره د ځانګړي پروګرام له لارې امریکا ته راغلې وو، په واشنګټن ډي سی کې د امریکا پر نیشنل ګارډ سرتیرو ډزې وکړې ، دوه امریکایی سرتیري ی سخت ټپیان کړل چې بیا وروسته یوه ښځینه سرتیرې ژوند له لاسه ورکړو
نورخبرونه: امریکا افغان وګړو ته د ویزې ورکولو لړۍ نامعلوم وخت لپاره درول
په امریکا کې د سپینې ماڼۍ تر څنګ ډزې: د نیشنل ګارډ دوه سرتېري سخت ژوبل شوي