...

افغان مهاجرین دې په عزت سره خپل هیواد ته لاړ شي: وزیرداخله

دپاکستان داخله چارو وزیر محسن نقوي ویلي دي چې په هرحال کې به افغان مهاجرین خپل هیواد افغانستان ته لیږو
پاکستان او افغانستان ترمنځ نن سعودي کې هم خبرې ناکامه شوي دي

د پاکستان داخله چارو وزیر ویلي دي چې د پیښور پر ایف سي هیډکوارټر بریدګر افغانان وو

اسلام آباد: د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي دي چې  افغانان زمونږ مېلمانه وو  خو اوس زمونږ مېلمانه نه دي. له افغان وګړو څخه مو غوښتنه ده چې تاسو په خپله عزت سره خپل وطن ته ستانه شئ- هغه اوویل او ټینګار ی وکړو چې  په هر صورت به ټول افغانان له هېواده واپس افغانستان ته ستانه کړې شي

هغه وویل چې په دې وروستیو کې  هغه درې کسان چې پر ایف سي هیډکوارټر  يې بريد کړی وو، ټول افغانان وو. په اسلام اباد کچهرۍ کې بريد کوونکی هم افغان و. په هېواد کې چې څومره بريدونه کېږي، په ټولو کې افغانان ښکېل دي. هغه زیاته کړه چې  په ټول هېواد کې د غیرقانوني افغان کډوالو وتل روان دي، موږ په دې کې بریالي یو، په هر قیمت به غیرقانوني افغان کډوال خپل وطن ته ولېږو. محسن نقوي وویل چې  له غیرقانوني افغانانو غوښتنه کوو چې په خپله عزت سره خپل هېواد ته لاړ شي، که څوک ولېږل شي او بېرته راشي، نو دوی به نیول کېږي او سزا به ورکول کېږي

 په خیبر پښتونخوا کې د افغانانو کیمپونه ختموو. هغه وویل چې مونږ ته په ښکاره پته ده چې د ترهګرۍ شا ته څوک دي او څوک يې کوي، د افغانستان طالبانو  حکومت دې ترهګرو پر ضد اقدام وکړي او ددوی مخه دې ونسیي

 وزیرداخله  محسن نقوي وویل چې  له درېیو صوبو غیرقانوني افغانان شړل کېږي خو په خیبر پښتونخوا کې ورته پناه ورکول کېږي. سیاست دې وکړي خو چې کله د قامي سلامتیا خبره راشي، هلته هېڅ صوبه خپله پالیسي نه شي چلولای. دا نه چلېږي او نه به يې اجازت ورکړو چې د قامي سلامتیا په معامله کې څوک د زړه د خوښهې کار کوي. وزیر داخلہ وویل په سوشل میډیا ۹۰٪ خبرونه غلط وي، دا نه شي چلېدلای چې څوک غواړي هغه خبر سوشل میډیا ته واچوي. په سوشل میډیا د غلطو خبرونو پر ضد به سخت کارروايي کېږي

 هغه وویل چې  په قامي میډیا چې غلط خبر خپور شي، پیمرا ی نوټس اخلي. د جعلي خبرونو خپرول د اظهار رائے آزادي نه ده او ددې  اجازت نه ورکول کېږي

محسن نقوي زیاته کړه چې  په سوشل میډیا به د چا د سپکاوی اجازه ور نه کړو. د قامي سلامتیا په معامله کې هېڅ مصالحت نه کېږي

هغه اوویل چې که څوک په لندن کې ناست دی او د ادارو په اړه غلطې خبرې کوي، که ثبوت لري نو دې دې  راوړي. هغه وویل چې هغه کسان چې بهر ناست دي، ورته وایم چې تاسو به  ډېر ژر بېرته راشې ، ټینګار ی وکړو چې دیر زر به مو دلته راولو او د ټولو خبرو ځواب به ورکوې.  د یوې پوښتنې په ځواب کې وزیر داخلہ وویل چې  په آئین کې یوه خبره شوې، یوه نوی ادارہ جوړېږي. زیاته ی کړه او ټینګار ی وکړو چې  یو بټن په کېکاږلو کار نه کېږي، به  سسټم جوړېدو کې وخت لګېږي. ټینګار ی وکړو چې  دا نه کېږي چې بټن دې ووهل شي او په یوه ساعت کې دې  کار سرته ورسېږي، وې ویل چې د پوځ مشر په اړه هم خلک داسې خبرې کوي چې داسې زر دې کار وشي

نورخبرونه: د پیښور ایف سي هیډکوارټر ځانمرګي برید درې ځانمرګي برید ګر افغانان وو: د چارواکو تصدیق

د بنو ټول درې بریدګر افغانان وو

Related Articles

په بلوچستان کې چارواکو د ښځینه ځانمرګي برید پلان شنډ کړ، چې د بی ايل اي د استحصال او د نجونو په هدف د افراطي جذب څرګندوي

March 19, 2026

د طالبانو مشر د اختر لمونځ پر مهال زړور څرګندونې وکړې، پاکستان د امنیتي اندېښنو له امله د عملیاتو لنډمهاله وقفه اعلان کړه

March 19, 2026

د بلوچستان په برخه کې د فرزانه زهري د جبري ورکیدو ادعاوې اندېښنې راپورته کړي، په داسې حال کې چې د احتمالي ناوړه معلوماتو د کمپاینونو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی

March 19, 2026

د پاکستان ضد حسابونه د تولسي ګبارډ خبرې غټوي، د توغندیو پروګرام ناسم ښيي او په نړیواله کچه غلط تصورونه خپروي

March 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Seraphinite AcceleratorOptimized by Seraphinite Accelerator
Turns on site high speed to be attractive for people and search engines.