تازه خبرونه

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خبرو پیل کیدو امکان، افغان طالب چارواکو پلاوې سعودي عربستان ته تللې

د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدونو د تجارتی فعالیتونو پر مخ تړلي دي او دواړو هیوادونو اقتصاد ته په ملیونونو ډالره زیان رسي
پاکستان د افغان مهاجرنیو وطن ته واپس ستنیدلو لپاره دروازې پرانستلي دي

پاکستان او طالبانو ترمنځ په قطر او ترکیه کی د تاو تريخوالی د کمي لپاره مذاکرات شوی خو د مذاکراتو مثبته پایله مخې ته نه ده راغلې

  د سرچینو وینا ده چی د افغانستان د اسلامي امارت (طالبانو) لوړپوړې پلاوی سعودي عربستان ته سفر کړی او هلته یې د سعودي عربستان او ترکیې د استخباراتي چارواکو سره لیدنې کړې دي

سرچینې وایی چې د پلاوی مشري د لوړپوړو غړو لخوا کېږي، په ځانګړي ډول انس حقاني، د کورنیو چارو مرستیال وزیر رحمت‌الله نجيب، او د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په دی مشرانو کی شامل دی

په عینی حال کی معلومات ښیې چې د پاکستان یو لوړپوړی پلاوی هم د ریاض په سفر  دی، او د سعودي عربستان د منځګړتوب لاندې د کابل او اسلام آباد ترمنځ بیا خبرې پیل شوې دی خو د سرچینو له خوا دا نه ده څرګنده شوی چی په ايجنډا کی کومې خبرې شامل کړی شوی خو د بهیر سره نږدې سرچینې وايي چې د دې غونډو هدف د وروستیو تاوتریخوالي کمول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمو خبرو لپاره چوکاټ رامنځته کول دي

په ترکیه او دوحه کې وروستۍ خبرې

د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر ۱۹مه په دوحه، قطر کې افغانستان او پاکستان د یوې اوونۍ پرله پسی سرحدي نښتو وروسته په  اوربند موافقه وکړه ، د پاکستان او افغان ستان ترمنځ ،  دا د طالبانو د واک تر لاسه کولو وروسته تر ټولو وژونکي نښتې وې

د خبرو دویمه مرحله د اکتوبر ۲۵، ۲۰۲۵ په استنبول، ترکیه کې ترسره شوه، چې د سرحدي تاوتریخوالي د کمولو او د څارنې د میکانیزم د رامنځته کولو پریکړه ورکړی خو سره له دې چې خبرې په پراخه کچه روانې وې، ویل کېږي چې تر اکتوبر ۲۸، ۲۰۲۵ پورې خبرې په ټپه ودرېدلې، او دواړو خواوو یو پر بل د پرمختګ نشتوالي تور پورې کړی شو

د سعودي عربستان د منځګړتوب لاندې دا نوې ډیپلوماتیکه هڅه د اوربند موافقو د ژغورنې او د تل پاتې  سولې د چوکاټ د جوړولو لپاره هڅه ګڼل کېږي

مهمه ده چې یادونه وشي چې د افغان لوري پر پاکستان بریدونو روسته پاکستان افغانستان سره خپل ټول سرحدونو د سوداګریزو فعالیتونو پر مخ له   ۱۲م اکتوبر څخه تړلي  دی او نن په ۵۱م ورځ هم د پاکستان او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزه تجارت بند دې، پوهان وایی چې  دواړو اړخه ته په امروزه حساب ۱۰۰ ملينه ډالره تاوان رسی او ددی ترڅنګ دوه اړخیزه د ځایی اوسیدونکو روزګار هم سخت اغیزمن شوی دی

نورخبرونه:  افغانستان لوري برید: پاکستان خپل ټول سرحدونه د احتجاج په توګه وتړل

Related Articles

شنونکي وايي د هند دوه‌ګونې تګلاره د لوېدیځ باور کمزوری کوي او په سویلي اسیا کې د بې‌ثباتۍ خطر زیاتوي

January 27, 2026

فرانسوي چارواکو ټانکر د مارسیل ښار ته نږدې د فوس-سور-میر ساحلي بندر ته د پلټنو لپاره اړولې دې

January 27, 2026

د پاکستان په بیله بیلو صوبو خیبر پښتونخوا، پنجاب ،سندهه او بلوچستان کې د امریکا لنکن کارنر فعالیتونه ددې صوبو د ځوانانو او نورو مسلکی کسانو په روزنه او دوی په مثبتو فعالیتونو کې بوخت کولو لپاره رول لوبوي

January 27, 2026

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار خپل ایران سیالس سره د ټیلفون لارې خبرې کړي او په یو شمیر مهمو ټکو ی ورسره ټینګار کړې دې

January 26, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *