تازه خبرونه

ډیره اسماعیل کې برید: د امنیتي ځواک درې سرتیرې شهیدان شوي دي

نن په ډیره اسماعیل خان کې د ایښودل شوي ماین په چاودنه کې دوه نور سرتیري سخت ژوبل شوي دي
د خیبر پښتونخوا په بیلو بیلو سیمو کې د ترهګرۍ پیښې زیاتې شوي دي

ترهګرو ماین د سرک په منځ کې ښخ کړې وو چې په چاودلو سره درې سرتیري شهیدان او دوه نور ټپيان شول

ډي ایی خان:  ډیره اسماعیل خان د کلاچي تحصیل په سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر موټر د ناپېژاندو کسانو له خوا ښخ کړل شوي ماین   چاودنه شوې ده۔د چاودنې زور ډېر شدید و چې په نتیجه کې د امنیتي ځواکونو ۳ زړور سرتیري شهیدان او ۲ نور سرتیري ټپیان شول

سرچینو ویلي دي چې په شهیدانو کې  حوالدار صدام ، سپاهي عرفان  او سپاهي عابد شهید شامل دي او ټپیانو کې مېجر حیدر ،سپاهي مبشر شامل دي

د پېښې وروسته امنیتي ځواکونو  سیمه محاصره کړې او د لټون عملیات پیل شوي دي
د شهیدانو مړي نږدې روغتون ته لېږدول شوي او ټپیانو ته بیړنۍ طبي مرستې ورکول کېږي

د امنیتي چارواکو په وینا په سیمه کې د لټون عملیات دوام لري، دا باید یادونه وشی چې به یاده سیمه کې د امنیتي ځواکونو د فتنه الهندوستان خوارجو پر ضد اپریشن کې تراوسه ګڼ شمیر ترهګر له منځه وړل شوي دي

نورخبرونه: ډیره اسماعیل خان کې ترهګرو د ایف سي ځواک یو اهلکار شهید کړې

Related Articles

کارپوهان د خلیلزاد د شکایتونو سره سره د افغانستان د ترهګرو پر ځایونو د پاکستان هوايي بریدونه ملاتړ کوي

February 23, 2026

راپورونه وایي چې په کشمیر کې د کیشتوار په سیمه کې د هندي ځواکونو له خوا کیمیاوي وسلې کارول شوې، چې له امله یې دوه ځوانان وژل شوي او د مظاهرو او بشري حقونو د اندېښنو لامل شوي دي

February 23, 2026

د افغانستان د دفاع وزیر د سرحدي بریدونو وروسته د ترهګرو پر ځایونو د راپور شوو بریدونو په اړه د انتقام خبرداری ورکړ

February 23, 2026

پاکستان د رمضان میاشتې د ځانمرګو بریدونو وروسته د ترهګرو پر کمپونو کره او هدفمند بریدونه کړي، چې په کې د فراکشن الافغانستاني طالبان او اسلامي دولت خراسان څانګه

February 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *