تازه خبرونه

 امریکا کې یو بل افغان وګړې د ترهګرۍ په تور ونیول شو

افغانې چې محمد داود نومیږي او امریکا ته د اپریشن الایزویلکم پروګرام لاندې تللې، په ویډیو کې ادعا کړې وه چې هغه بم جوړوي او د فور ورت سیمه به د بم په وسیله هدف وګرځوي
په واشنګټن ډي سي کې د افغان وګړي په ډزو یوه امریکایی ښځینه سرتیرې ژوند له لاسه ورکړې دې

په دې وروستیو کې یو بل افغان رحمان الله لکنوال هم په امریکایی سرتیرو د ډزو کولو وروسته نیول شوې دې

د امریکا په ټېکساس ایالت کې د امریکا امنیتي چارواکو یو بل افغان وګړی چې نوم یې محمد داوود الکوزی دی د ترهګرۍ په تور نیولی دی. نوموړی هغه مهال ونیول شو چې یوې وېډیو کې یې ادعا وکړه چې ګواکې د فورت ورتهه سیمه د هدف ګرځولو لپاره د بم جوړولو هڅه کوي

د فاکس نیوز د راپور له مخې، الکوزی متحده ایالاتو ته د جوبایډن له خوا د پیل شوي پروګرام اپریشن الایز ویلکم  له لارې ورغلی و، هغه پروګرام چې د کابل تر سقوط وروسته ګڼ افغانان پرې امریکا ته انتقال شوي و.

امریکایي چارواکي وایي چې په وېډیو کې الکوزي څرګنده ګواښ کړې وه او ادعا یې کړې وه چې دی د چاودېدونکي موادو جوړولو په حال کې دې چارواکي اوس پلټنې کوي چې ایا نوموړی د چاودېدونکو موادو لاس رسی یا د افراطي ډلو اړیکې لرلې او که نه

دا هم باید یادونه وشي چې  امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې محمد داود الکوزي ته د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر میاشتې په ۷مه نېټه په متحده ایالاتو کې د دایمي استوګنې ګرین کارډ  حق ورکړل شوی و له دې وړاندې هم په ۲۶م نومبر یو افغان وګړې رحمان الله لکنوال چې د افغان طالبانو د واک ته رسیدو وروسته امریکا ته تللې وو په واشنګټن ډي سي کې په امریکایی نیشنل ګارډ سرتیرو ډزې وکړې او دوه سرتیرې یوه ښځینه او بل نارینه ی سخت ټپیان کړل چې بیا وروسته ښځینه سرتیرې ژوند له لاسه ورکړو

افغان وګړې په ویډیو کې وایی چې هغه په ځانمرګي برید وکړي

نورخبرونه: په امریکا کې د سپینې ماڼۍ تر څنګ ډزې: د نیشنل ګارډ دوه سرتېري سخت ژوبل شوي

امریکا افغان وګړو ته د ویزې ورکولو لړۍ نامعلوم وخت لپاره درولې

Related Articles

په زیات شمیرکې مرمۍ نن په تورخم پوله له پاکستان کسټم چارواکو له لوري په پټو استخباراتي اطلاعاتو ونیول شوې

January 12, 2026

د بارډر سرچینو ترمخه په افغانستان کې بند پاتې شوي پاکستاني محصلین نن له تورخم لارې پاکستان ته واپس راغلل

January 12, 2026

د خیبر پښتونخوا ګورنر دې ترهګریز بریدونو په کلکو ټکو کې غندنه کړې ده او د شهیدانو کورنیو سره د ژورې خواشینۍ څرګندونه کړې ده

January 12, 2026

په یوه میاشت کې ۱۶ همغږي عملیات، ۴۸ طالب جنګیالي وژل شوي، ۲۵ ټپیان او ګڼ مرکزونه، پوستې او وسایط ویجاړ شوي

January 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *