تازه خبرونه

چې اصلي او قانوني اسناد لري نو باید له سفر څخه منع نه شي: وزیرداخله محسن نقوي

وزیرداخله محسن نقوي لارښوونه کړې ده چې هغه پاکستانیان چې بهر هېوادونو ته سفر کوي او اصلي او قانوني اسناد لری ، باید د سفر څخه منع نه کړی شي
غیر قانونی او په جعلي اسنادو تلونکی مسافر د پاکستان د بدنامئ سبب جوړیږی

اسلام‌ آباد: د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په اسلام‌ آباد نړیوال هوایي ډګر د شنبې په ورځ د لیدنې پر مهال ټینګار وکړ چې هېڅ مسافر، چې بشپړ او تایید شوي سفري قانوني اسناد ولري، باید د سفر له حقه محروم نه شي. دا څرګندونې هغه مهال شوي چې په تېرو میاشتو کې د ځینو مسافرو د الوتکو څخه د ښکته کولو راپورونه خپاره شوي وو، سره له دې چې هغوی قانوني اسناد لرل. دا اقدامات  له هغه وروسته سخت شول چې تېر کال د یونان د کښتۍ د حادثې له امله  ګڼ شمیر پاکستانیانو ژوند له لاسه ورکړو او وروسته ددې پیښې په پاکستان فشار زیات شو او بهر ته تلونکو مسافرو څخه ی سختې پلټنې پیل کړي

 د پلټنو مرکزي اداره ایف آئی ای وایی یوازی هغه مسافر ی ښکته کړی چی په غیر قانونې یا په جعلي اسنادو بهر هېوادونو ته تلل غواړی 

د  پاکستان  د داخله چارو وزیر محسن نقوي په ایکس پاڼه  لیکلی چې هغوی د اسلام اباد په هوایي ډګر کې مسافرو سره مخامخ خبرې وکړې او د هغوی ستونزې یې واورېدلې نوموړي د استحصال کوونکو ویزه‌ ایجنټانو پر ضد د سختې کاروایی امر وکړ  

هغوی د نومبر په ۷مه باندې د مسافرو د یو شکایت په اړه چې د امیګریشن په کاونټرونو کې د اهلکارانو د کمي قوې ستونزه وه، سمدستي نوټس واخیست او د سی سي ټي وي د څېړنې او پلټنې لارښوونه یې وکړه

د جعلي او نه تایید شویو اسنادو پر ضد سخت اقدامات

 نقوی ټینګار وکړ چې مسافر باید هغه وخت هېڅ خنډ سره مخ نه شي کله چې د سفر قانوني او تایید شوي اسناد ولري، خو هغه کسان چې د جعلي یا مشکوکو اسنادو سره سفر کول غواړي، باید ودرول شي. نقوي خبرداری ورکړ چې دا ډول کړنې د پاکستان نړیوال شهرت ته زیان رسوي او زیاته یې کړه چې د ایجنټانو مافیا چې خلکو ته د پیسو په بدل کې نقصان رسوي، د هغوي پر ضد به سخت قانوني اقدام وکړي

د ایف آیی اې  وضاحت او روانې پلټنې

مرکزی تحقیقاتو ادارې ایف ایی اې  روښانه کړې چې مسافر یوازې هغه وخت له الوتکو ښکته کېږي چې اسناد یې قانوني نه وي یا د بشري قاچاق شبکو سره د تړاو شک پرې وشي. ایف ایی اې  همدارنګه پر هغو کسانو قانوني اقدام کړی چې په ټولنیزو رسنیو یې د مسافرو د ښکته کېدو په اړه ناسم معلومات خپاره کړي. د ایف آیی اې  مشر رفعت مختار ویلي چې په لاهور او کراچۍ هوایي ډګرونو کې ورته پېښې ثبت شوي او پلټنې روانې دي څو هر څه شفاف پاتې شي او د صلاحیت د ناوړه ګټې اخیستنې مخه ونیول شي

 د قانوني تګلارې عملی کول

حکومت ویلي چې دا سخت اقدامات د خلکو د خوندي کولو، د بشري قاچاق د مخنیوي، او د پاکستان د سرحدي مدیریت پر سیسټم د باور د پیاوړتیا لپاره ترسره کېږي. د محسن نقوي دا لیدنه څرګندوي چې هېواد ته د شفافو، منظم او خوندي سفري تګلارو اړتیا لا زیاته ده، او په عینی حال کې به هغه کسان ځواب‌ ورکونکي وي چې غواړي د سیستم ناوړه استفاده وکړي

Related Articles

د خیبر پښتونخوا وزیراعلی سهیل افریدي د پاکستان ریاست دریځ کمزورولو لپاره د هغه سندهه سفر پر مهال ویلي وو چې پاکستان باید افغانستان ته د افغان خاوره د پاکستان پر ضد کارولو شواهد وړاندې کړي

January 14, 2026

افغان طالب چارواکو په یو راپور کې ویلي دي چې له پاکستان څخه راستانه شوي افغان وګړي ننګرهار،کونړ، لغمان او کابل ته واستول شول

January 14, 2026

د امریکا کې د څیړنو دې ګروپ د راپور ترمخه دا شمېر د ۲۰۲۴ کال له ۱۱۶۵ او د ۲۰۲۳ کال له ثبت شوو پېښو څخه ډېر دی

January 14, 2026

پښتانه خپلې لورانې او ښځې د بینظیر انکم سپورټ پروګرام له دفتر څخه نه منع کوي خو په سکولونو، کالجونو او مدرسو کې ی نه داخلوي

January 14, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *