اسلام اباد : د پاکستان د بهرنو چارو وزارت وایي د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر احمد عبد العاتی نن د شنبې په ورځ پاکستان ته رارسیږي
د دغه سفر په مهال به هغوی د پاکستان مرستيال وزیراعظم او د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار سره ملاقات کړی او هم د هغوی په بلنه دغه سفر ترسره کېږي شنونکي وايي دا سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ سفارتی اړیکو ته دوام ورکړی
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په وینا، دا سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهالو او دوستانه اړيکو څرګندونه کوي؛ اړيکې چې ګډ دیني ارزښتونه، کلتوري وراثت او په سيمه ييزو او نړيوالو پرمختياوو کې نږدې دريځونه يې بنسټ جوړوي. تمه کېږي چې دا سفر به دوه اړخيزې اړيکې لا پياوړې کړي او په سياسي، اقتصادي، دفاعي، کلتوري او د خلکو ترمنځ د تماس په برخو کې همکاري نوره هم پراخه کړي
د سفر پر مهال به عبدالعاتي له اسحاق ډار سره يو په يو ملاقات ولري او وروسته به په پلاوي کچه خبرې وشي. دواړه لوري به د اړيکو ټول اړخونه وڅېړي او پر مهمو نړيوالو مسايلو، په ځانګړي ډول په غزه کې پر روان حالت، نظرونه تبادله کړي
وزارت زياته کړې چې دا سفر به د پاکستان–مصر اوږدمهاله شراکت لا پرمختللی کړي او په سيمه ييزه ديپلوماسۍ، اقتصادي نښلونې او امنيتي همغږۍ کې به ګډه همکاري نوره هم قوي کړي
دواړو هېوادونو ترمنځ دا نوې ديپلوماټيکه اړیکه د څو لوړو غونډو او تماسونو دوام دی. د مې په میاشت کې د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د وزیراعظم شهباز شریف سره په ټيلیفوني اړیکه کې د پاکستان سره د اړيکو د لا پياوړتيا هیله څرګنده کړې وه. په اکتوبر کې وزیراعظم شهباز شریف او اسحاق ډار مصر ته تللي وو، څو په شرمالشیخ کې د غزې د سولې په سرمشریزه کې ګډون وکړي
هماغه میاشت د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشل عاصم منیر هم مصر ته سفر کړی و او هلته یې د دفاعي او پوځي همکاریو د نوري ودې ژمنه تازه کړې وه تمه کېږي چې د مصر د بهرنيو چارو د وزير دا راتلونکی سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ پرمختيايي اړيکو ته نوی پړاو ورکړي او پر مهمو سيمه ييزو او نړيوالو موضوعاتو د دواړو هېوادونو دریځونه نور هم سره همغږي کړي