کابل/تورخم: د افغان طالبانو د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء هیواد ته د واپس راستانه شوو افغان کورنیو په اړه د جوړو شوو کمېټو ورځنی کاري راپور جاري کړې دې
راپور د جمعې ورځ، د ۱۴۴۷/۶/۷هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۹/۷هـ ل نېټې سره، سمون خوري، په راپور کې وایی چې د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي دي
د هرات اسلام کلا له لارې (۲۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۰۸) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي، د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۱) کورنیو سره مجموعًا (۲۱۶۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې(۴۷)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۰۲)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۱۷۰۷)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي، د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۵)کورنیو سره مجموعًا (۳۸۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده، د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:
روغتیا: په ورېښمو لار کې (۹۰۴)تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.
مخابرات: په ورېښمو لار کې مهاجرینو ته (۵)عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو
له سپین بولدک څخه (۲۵۳)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۵۱۸)تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته (۲۲۶۵۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۷۴۰)کورنیو سره مجموعًا (۶۱۱۶۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده، په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: په سپین بولدک کې (۶۳۴۴)خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
د تورخم له لارې (۱۴۳)کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو (۷۵۸)تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
له تورخم څخه (۱۶۳)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۸۸۷)تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۶۳۳۵۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده، د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۷۷)کورنیو سره مجموعًا (۱۴۵۶۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۸۴)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
په تورخم کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
د بهرامچې له لارې (۴۲)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۶۴)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي، د هلمند له بهرامچې څخه (۷۳)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۰۲)تنه و، لښکرګاه او ګرمسیر ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادې کورنۍ ته (۱۳۲۳۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۹)کورنیو سره مجموعًا (۳۴۰۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده، د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شـــــوي مهـاجرین: (۲۶۱)کورنۍ او (۱۳۳۲)افراد
لېږدول شـوي مهـاجرین: (۴۸۹)کورنۍ او (۲۹۰۷)افراد
مرسته شوي مهــاجرین: (۹۹۲)کــورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: (۱۸۹)عــــدده
نورخبرونه: امریکا افغان وګړو ته د ویزې ورکولو لړۍ نامعلوم وخت لپاره درولې