په ۲۶مه نیټه د نومبر د امریکا په سرښار واشنګټن ډي سي کې یو افغان تن لوري په ډزو کې د نیشنل ګارډر سیکوریټي یوه ښځینه سرتیرې او ورسره یو نارینه سرتیرې سخت ټپیان شول چې بیا وروسته ښځینه سرتیرې ژوند له لاسه ورکړو
دې بدې پیښې وروسته د امریکا حکومت او ولسمشر ډونلډټرمپ له لوري د افغانستان پاسپورټ لرونکو او په امریکا کې افغان وګړو لوري د پناه غوښتنو او ګرین کارډ لپاره غوښتنلیکونو پروسه د ودرولو لارښوونه شوې ده
د امریکا حکومت د سټیټ ډیپارټمنټ په ایکس پاڼه لیکلي چې د بهرنیو چارو وزارت د افغان پاسپورټ لرونکو کسانو لپاره د ویزو ورکول په سمدستي ډول درولې دي، یاد وزارت وايي چې د امریکا ملي امنیت او د عامو خلکو د خوندیتوب لپاره به ټول ضروري ګامونه اخلي
The Department of State has IMMEDIATELY paused visa issuance for individuals traveling on Afghan passports.
— Department of State (@StateDept) November 28, 2025
The Department is taking all necessary steps to protect U.S. national security and public safety.
امریکا اعلان کړی چې د افغان پاسپورټ لرونکو کسانو ته د ویزو اجرا به له نن ۲۹ نومبر څخه تر نامعلومې مودې پورې بند وي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دا پرېکړه د ملي امنیت او د امریکايي ولس د خوندیتوب لپاره د احتیاطي اقداماتو یوه برخه ده
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي دي چې د افغان پاسپورټ پر اساس د ویزو اجرایي پروسه سمدستي درول شوې او د اړتیا تر حده د امنیت د ارزونې ټول میکانېزمونه پیاوړي کېږي.
امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا د تابعیت او کډوالۍ اداره ، یو ایس سي آیی ایس هم اعلان کړی چې له دې وروسته به د پناه غوښتونکو ټولې پرېکړې تر بل اعلان پورې ودرول شي
د ادارې رئیس جوزیف ایډلو ویلي دي چې د هر بهرني وګړي د شالید څېړنه او تر اعظمي اندازې امنیتي سکریننګ تر بشپړېدو مخکې هیڅ قانوني پرېکړه نه کېږي
مهمه ده چې یادونه وشی چې دا اقدام هغه مهال مخې ته راغلی چې په ۲۶مه نیټه د روانې میاشتې نومبر یو افغان وګړی رحمت الله لکنوال د واشنګټن ډي سي په حساس امنیتي سیمه کې د امریکا د نیشنل ګارډ پر سرتېرو ډزې کړې وې. د برید په نتیجه کې دوه سرتیري، یوه ښځینه او یو نارینه سخت ټپي شول چې بیان وروسته ښځینه سرتیرې ژوند له لاسه ورکړو
دا هم باید یادونه وشی چې په کال ۲۰۲۱ کې چې کله د امریکا په مشرۍ کې د نیټو ځواکونو له افغانستان څخه د وتلو اعلان وکړو نو دې سره امریکا حکومت د افغان وګړو لپاره هم په امریکا کې د بیا میشتیدو پروګرام ،ریسیټلمینټ پروګرام اعلان کړو او هم دې پروګرام له لارې افغان وګړې رحمان الله لکنوال هم امریکا ته داخل شوې وو
دا هم باید یادونه وشي چې یاد افغان وګړي په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو سره ډیر نزدې کار کړې دې او دا هم ویل کیږي چې یاد افغان وګړې د امریکا استخباراتي دارې سي ایی اې لپاره هم کار کولو
د امریکا ولسمشرټرمپ لوري سخت سپارښتنه
د دې پېښې وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم سختې دریځ لرونکې څرګندونې کړې وې او ویلي یې و چې د درېیمې نړۍ هېوادونو څخه راتګ باید په دایمي توګه بند شي، او هغه پناه غوښتونکو چې د داخلي امنیت لپاره خطر ګڼل کېږي، قانوني تابعیت به یې هم لغوه شي
نورخبرونه: په امریکه کی په سیکیورټی ګارډز د بریدونو وروستو حکومت امنیتي پالیسۍ لا نورې سختی کړی شوی