تازه خبرونه

افغانستان  لوري د چینايي کارکوونکو پر ضد وسله‌وال ډرون بریدونه شوی: تاجکستان

تاجکستان حکومت د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ د ګواښ څرګندونه کړی ده او دداسې بریدونو د مخنیوي غوښتنه ی کړې ده
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت برید غندلی او په سیمه کې د زیاتېدونکي ګواښ پر اړه یې اندېښنه څرګنده کړې

د تاجکستان په سرحدي سیمه د افغان خاورې څخه په دې برید کې درې چینایی وګړو ژوند له لاسه ورکړې دې

دوشنبې/اسلام‌آباد:  د تاجکستان حکومت د دی خبر پخلی کړی  چی د نومبر ۲۶ او ۲۷مه شپه، د افغانستان له خاورې څخه په تاجکستان کې د ختلان سیمه کې د ایل ایل سي شاشین  ایس ایم شرکت په کمپ پ وسله‌وال ډرون برید وکړو، په دی برید کې د کمپ درې چینايي کارکوونکي وژل شوي دي. برید بې پیلوټه الوتکې  په وسیله شوی، چې د ګرنیډونو او اتومات وسلو سره سمبال و، او هدف یې د  بارډر ګارډ پوسټ “استقلال” تر کنټرول لاندې کمپ و. کمپ په سرحدي سیمه کې د ساختماني او کان کیندنې پروژو پر کار بوخت و

تاجکستان دغه پېښه د ترهګرو ډلو فعالیت وبلله او دا یې د ګاونډي هېواد له لوري د سرحدي امنیت جدي سرغړونه وټاکله  تاجک چارواکو له افغان حکومت وغوښتل چې د دغو ډلو پر ضد عاجل او مؤثر ګامونه پورته کړي او د سرحد امنیت یقیني کړي.

پس منظر او د سیمې وضعیت

 څیړنی ښيې په تاجکستان دا لومړی پېښه نه ده. د نومبر ۲۰۲۴ په میاشت کې هم د تاجکستان-افغانستان سرحد د زر بوزي ګورج په سیمه کې د سرحد پار برید کې یو چینايي کارکوونکی وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي وو. د پېښې بریدګر د افغانستان له لوري راغلي وو. د دغه پېښې پر مهال د چین د بهرنیو چارو وزارت هم سخت غبرګون ښودلی و او د تاجکستان سره یې په ګډه د سرحدي امنیت د پیاوړتیا ژمنه کړې وه

تجزیه کاران وایي چې ختلان سیمه کې د درې نورو چینايي کارکوونکو وژل د دې څرګندونه کوي چې د افغانستان له خاورې پورته شوې ترهګري یوازې د پاکستان لپاره خطر نه دی، بلکې د تاجکستان او سیمې د چینايي ګټو لپاره هم مستقیم ګواښ ګرځېدلی دی. پاکستان کې هم د سیپیک پروژو او چینايي کارکوونکو پر وړاندې ګڼو مرګونو بریدونو مسؤلیت هغه ډلې منلی چې مرکزي او پناه ځایونه یې په افغانستان کې دي

په سیمه کې ترینګلتیا او سرحدي امنیت

تاجکستان او د طالبانو حکومت اړیکې له مخکې ترینګلې دي. پر سرحد راکټ او ډزو پېښې او د تاجک ضد شدت پسندو ډلو شتون، د دوشنبې د احتجاج سبب شوي دي ،  په تیرو کلونو کې د “اسلامک سټېټ خراسان   او تاجک عسکري ډلو د افغانستان له خاورې د تاجکستان پر وړاندې د بریدونو ګواښونه کړي،په داسې وخت کې  تاجک چارواکو د سی ایس ټي او  او چین سره د اضافي سرحدي امنیتي همکارۍ غوښتنه کړې ده

همدغه تناظر کې، روانه اونۍ د چین د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې سفر پر مهال، چین او تاجکستان د ګډ سرحدي ګزمې او د ترهګرۍ ضد همکارۍ د پراختیا هوکړه وکړه. تازه برید د دغه همکارۍ عاجله اړتیا روښانه کوي

د ایني  بیس او د سیمې جغرافیایي سیاست

تاجکستان تازه د هند یواځنۍ بهرني پوځي اډه ایني  ایئر بیس کې د هند موجودګي ختمه کړې ده. دغه بیس د افغانستان، پاکستان او سنکیانګ ته نژدې د هند لپاره د استخباراتو او لوژستیک عملیاتو مهم مرکز و، او د دې بندیدل د نوي ډیلي لپاره ستراتیژیکه شاته تګ ګڼل کېږي

سیمه‌ییز مبصرین وایي چې د ایني  بیس له هند څخه د وتلو وروسته د کابل او دوشنبې ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې، او له افغان خاورې د چینايي اهدافو پر وړاندې بریدونو تسلسل د ترهګري شبکو او د هغوی بهرني ملاتړو رول باندې جدي پوښتنې راپورته کړي دي

د پاکستان د بهرنیو چارو پالیسۍ لپاره اغېزې

دغه پېښه د پاکستان د موقف ملاتړ کوي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې هم افغانستان د نړیوالو او سیمه‌ییزو ترهګریزو شبکو لپاره خوندي پناه ځای پاتې شوی دی، او سرحد پار بریدونو قرباني یوازې پاکستان نه، بلکې تاجکستان او چین هم ګرځي. پاکستان ته اړینه ده چې دغه پېښه د سفارتي او رسنیو په کچه د یوه مثال په توګه وړاندې کړي، چې د افغانستان له خاورې راپورته شوې ترهګري یوه ګډه سیمه‌ییزه ستونزه ده، او د حل لپاره باید پاکستان، تاجکستان، چین او نور ګاونډي هېوادونه ګډه ستراتیژي جوړه کړي

Related Articles

د افغانستان حکومت ویاند په یوه مرکه کې ویلي دي چې په تعزیر کې د “ټیټې درجې” مطلب بېوزله خلک نه دي، بلکې هغه کسان دي چې بیا بیا جرم کوي

January 29, 2026

د افغانستان حکومت دا نوې قانون عادلانه بلي خو بل اړخ ته د بشري حقونو استازې وایی چې دا نوې ټولنیزه تګلاره د اسلامي شریعت او نړیوال قانون سره په ضد کې ده

January 29, 2026

د سرچینو له مخې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر اوسه د دایکندی او ارزګان په پاتو، ګیزاب او تګابدار ولسوالیو کې له لږ تر لږه ۱۵ کلیو څخه شاوخوا ۲۸۰۰ کورنۍ په زور ایستل شوې دي

January 29, 2026

د فلسطین په غزی کې د تل پاتې امن لپاره د امن بورډ کې نور اسلامی هیوادونه هم شامل دي

January 29, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *