تازه خبرونه

د واېټ هاوس ترڅنګ ډزې: د ملي ګارډ يوه ۲۰ کلنه ښځينه سرتېره ژوند د لاسه ورکړ

بریدکوونکی افغان رحمان الله لګهنوال نیول شوی
د واشنګټن برید وروسته د امریکا پولیسو په ټیکساس کې هم یو افغان وګړې ونیول چې د بم جوړولو ادعا ی کړې وه

د امریکا چارواکو او رسنیو راپورونه ښيي چې د سفیر ادعاوې سمې نه دي. رحمن‌الله لکڼوال د ترهګرۍ په پیښه کی نیول شوی چې د طالبانو پر وړاندې د جګړې پر مهال د امریکا پوځ او استخباراتي ادارو، په شمول ی سي آیی اې سره په ګډه کار کاوه

واشنګټن — د نومبر په ۲۶مه، د واېټ هاوس د وداني څخه دوه بلاک لرې د ډزو په پیښه کې د ملي ګارډ ۲۰ کلنه ساره بیکستروم، چې د ویسټ ورجینیا اوسېدونکې وه، د زخمونو له امله مړه شوه، او د هغې څلورویشت کلن ملګری اندرو وولف لا هم په نازک حالت کې دی.

امریکايي چارواکو بریدکوونکی ۲۹ کلن افغان وګړی رحمان الله لګهنوال په توګه معرفي کړی، چې په سپتمبر ۲۰۲۱ کې امریکا ته داخل شوی و. د واشنګټن ډي سي اټارني جنرال جینین پیرو په وینا، لګهنوال له واشنګټن ایالت څخه پلازمینه ته په ښکاره هدف سره سفر کړی و څو په مرکزی ځواکونو برید وکړي.

د برید تفصیل

چارواکي وایي، پېښه شاوخوا ۲:۱۵ دقیقې رامنځته شوه، کله چې بریدکوونکي د “.357 سمیته او ویسن” وسله وکاروله او پر ګزمې ولاړو سرتېرو ډزې وکړې. لګهنوال لومړی بیکستروم وویشتله او ور پسې یې څو ګولۍ پر وولف هم وچلول. دواړه سرتېري د ویسټ ورجینیا د ملي ګارډ له لوري څو میاشتې مخکې د واېټ هاوس د امنیت لپاره ګمارل شوي وو.

برید کوونکی پیژندنه

د FBI مشر کاش پټیل دغه پېښه د فدرالي قانون پلي کوونکو پر ضد برید بللی او ویلي یې دي چې پراخه تحقیقات روان دي. راپورونه وایي، رحمان الله لګهنوال د افغانستان په کندهار کې له هغه ځانګړي واحد “زیرو یونټ” سره تړاو درلود چې د CIA له استخباراتي ملاتړ سره د طالبانو او داعش د ځپلو ماموریتونه ترسره کول. CIA بیا د مستقیمې همکارۍ خبره رد کړې، خو اعتراف یې کړی چې په استخباراتو او لوژستیکي برخه کې یې مرسته کړې ده.

میګریشن او استوګنې معلومات

رحمان الله لګهنوال په ۲۰۲۱ کال کې د “Operation Allies Welcome” پروګرام له لارې امریکا ته داخل شوی و او په اپرېل ۲۰۲۵ کې یې سیاسي پناه هم ترلاسه کړې وه. د برید اصلي انګیزه لا هم څېړل کېږي.

د امریکا د مشرانو غبرګون

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شکرانې د ورځې په خبری وینا کې د ساره بیکستروم مړینه تایید کړه او وویل چې هغې د ۲۰۲۳ راهیسې د ملي ګارډ په چوکاټ کې صادقانه خدمت کاوه. نوموړي د ټپي سرتېري د ژغورنې لپاره د ټولو ممکنه هڅو د دوام ژمنه هم وکړه.

قانوني او امنیتي اغېزې

د برید وروسته، د امریکا د کډوالۍ ادارو اعلان کړی چې د “د اندېښنې هېوادونو” د وګړو د ګرین کارډ قضیې به له سره جدي وڅېړل شي. دا پرېکړه وروسته له هغې شوې چې څرګنده شوه بریدکوونکی د ۲۰۲۱ د بیا میشتېدو پروګرام لاندې امریکا ته راغلی و. چارواکي وایي، که دواړه سرتیري په ځای کې وژل شوي وای، نو لګهنوال به د قتل لومړۍ درجې تور سره مخ کېده او د مرګ سزا امکان یې هم موجود و.

پلټنې روانې دي

امنیتي ادارې خلکو ته غږ کړی چې که د پېښې په اړه کوم معلومات لري، له چارواکو سره دې شریک کړي

Related Articles

کارپوهان د خلیلزاد د شکایتونو سره سره د افغانستان د ترهګرو پر ځایونو د پاکستان هوايي بریدونه ملاتړ کوي

February 23, 2026

راپورونه وایي چې په کشمیر کې د کیشتوار په سیمه کې د هندي ځواکونو له خوا کیمیاوي وسلې کارول شوې، چې له امله یې دوه ځوانان وژل شوي او د مظاهرو او بشري حقونو د اندېښنو لامل شوي دي

February 23, 2026

د افغانستان د دفاع وزیر د سرحدي بریدونو وروسته د ترهګرو پر ځایونو د راپور شوو بریدونو په اړه د انتقام خبرداری ورکړ

February 23, 2026

پاکستان د رمضان میاشتې د ځانمرګو بریدونو وروسته د ترهګرو پر کمپونو کره او هدفمند بریدونه کړي، چې په کې د فراکشن الافغانستاني طالبان او اسلامي دولت خراسان څانګه

February 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *