تازه خبرونه

 اسټریلیا د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي لومړی رسمي ترهګر تنظیم وګرځاوه

د اسرټیلیا نوي قانون اې ۵.۳ له مخې هر هغه څوک چې سپاه پاسداران سره مرسته کوي، غړیتوب یا تمویل وکړي، تر ۲۵ کلونو قید سزا لري
د اسټریلیا د کورنیو چارو وزیر ټوني برک وايي چې دا فهرست‌سازي د استخباراتي او امنیتي ادارو د مشورو پر بنسټ شوې ده

د ایران په سپاه پاسداران داسې تور دی چې په اسټریلیا کې یې د اسراییلو پر ضد بریدونه تنظیم کړي وو

استرالیا د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک سپاه پاسداران انقلاب اسلامي   په رسمي توګه د ترهګرۍ د ملاتړ کوونکي دولت په توګه اعلان کړی. دا د هغه نوي قانون لومړۍ فهرست‌سازي ده چې د دولت‌پلوه ترهګرۍ د مخنیوي لپاره تصویب شوی دې

دغه پرېکړه د ۲۰۲۵م کال د نومبر ۲۷مه وروسته له هغه وشوه چې د اسیو  ارزونې وښودله چې سپاه پاسداران د ۲۰۲۴م کال په اکتوبر کې په سېډني کې د لوئس کانټینینټل کېچن پر ریستورانت او د همدې کال په دسمبر کې په مېلبورن کې د اداس اسراییل کنیسه بریدونه تنظیم کړي وو. چارواکي وايي دا بریدونه د یهودي استرالیایانو د وېرولو او د ټولنې د وېشلو لپاره ترسره شوي وو

پارلمان تر دې وړاندې د کال ۲۰۲۵ د ریاستي ادارو لوري د ترهګرۍ قانون  منظور کړی  چې حکومت ته اجازه ورکوي د هغو بهرنیو دولتي ادارو پر ضد  اقدام وکړي چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي

د استرالیا د حکومت دریځ

د کورنیو چارو وزیر ټوني برک وايي چې دا فهرست‌سازي د استخباراتي او امنیتي ادارو د مشورو پر بنسټ شوې ده. د جزا قانون د اې ۵.۳    مادې له مخې د سپاه پاسداران ملاتړ، روزنه، غړیتوب، تمویل او یا ورسره اړیکه اوس دروند جرم ګڼل کېږي او تر ۲۵ کلونو قید سزا لري

د بهرنیو چارو وزیرې پېني وونګ ویلي چې د سپاه پاسداران بریدونه په استریلیا کې “بې‌ساري او خطرناک دښمنانه عمل و، او البانېز حکومت د ایران پر ضد تر هر وخت ډېر سخت اقدامات کړي دي

لویې وکیلې میشل رولینډ ټینګار کړی چې نوې قانوني اصلاحات به د استریلیا د ضدترهګرۍ قوانین لا قوي کړي

د ایران پاسداران ترهګر ګرځولو وروسته د ایران غبرګون

ایران دغه اقدام په کلکه غندلی او د استرالیا پرېکړه یې “غیرقانوني، خطرناک او سیاسي هڅه” بللې ده. د ایران د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې کوي چې دا اقدام د نړیوالو قوانینو او د دولتونو د حاکمیت خلاف دی

تهران په استرالیا تور پورې کړی چې د “صهیونيستي رژیم” د فشار له امله یې دا پرېکړه کړې، او ټینګار یې کړی چې سپاه پاسداران د ایران د رسمي پوځ برخه ده چې د هېواد د دفاع مسؤلیت لري

ایراني چارواکو ګواښ کړی چې د سپاه پاسداران د حیثیت د ساتنې لپاره به “ټول لازم اقدامات” وکړي

امنیتي سپارښتنه

د استرالیا چارواکي له خلکو غواړي چې هر ډول شکمن فعالیت د ملي امنیت ځانګړې کرښې ۱۲۳ ۴۰۰ ۱۸۰۰ ته راپور کړي، ځکه استریلیا له خپلو نړیوالو شریکانو سره د نړیوالې ترهګرۍ او تاوتریخوالي پر ضد ګډې هڅې روانې ساتي 

Related Articles

کارپوهان د خلیلزاد د شکایتونو سره سره د افغانستان د ترهګرو پر ځایونو د پاکستان هوايي بریدونه ملاتړ کوي

February 23, 2026

راپورونه وایي چې په کشمیر کې د کیشتوار په سیمه کې د هندي ځواکونو له خوا کیمیاوي وسلې کارول شوې، چې له امله یې دوه ځوانان وژل شوي او د مظاهرو او بشري حقونو د اندېښنو لامل شوي دي

February 23, 2026

د افغانستان د دفاع وزیر د سرحدي بریدونو وروسته د ترهګرو پر ځایونو د راپور شوو بریدونو په اړه د انتقام خبرداری ورکړ

February 23, 2026

پاکستان د رمضان میاشتې د ځانمرګو بریدونو وروسته د ترهګرو پر کمپونو کره او هدفمند بریدونه کړي، چې په کې د فراکشن الافغانستاني طالبان او اسلامي دولت خراسان څانګه

February 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *